Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 25.03.2020

د کابل په درمسال حمله کې د ۲۵ تنو وژل کېدل

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښارکې د سیکهانو پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول. دا حمله نن سهار د کابل ښار په شور بازار سیمه کې د سیکهانو پر یوه درمسال وشوه. هیلۍ اسد پرې رپوټ لري

ولسمشر غني او یوناما کابل کې حمله وغندله

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر، یوناما نننۍ حمله په شدت غندلې ده. یوناما نن د مارچ په ۲۵مه، پر ټویټر لیکلي چې په عبادت‌ځایونو کې پر ملکي خلکو داسې حملې هېڅ ډول توجیه نه‌لري. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې پر عبادت‌ځایونو داسې حملې د "افغانستان د خلکو دښمنان کوي او د هغوی ذبوني" څرګندوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کوونکی هم وژل شوی دی. Читать дальше...



کورونا وایروس په هند کې تریوملیارډ زیات کسان پر کورکینول

Pa.azadiradio.com 

د نوي ډيلي سړکونه چې معمولا له ګڼه ګوڼې ډک وي، نن خالي دي.​ د هند حکومت د دې هیواد له یوملیارډ او درې سوه ملیون وګړو غوښتي چې د کورونا وایروس د خپریدو د مخنیوي لپاره له کوره را ونه وځي.​ نورتفصیل په دې راپورکې

په يو کلي کې څنګه ۳۹ کسان په کورونا اخته شول؟

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د مردان په منګه کلي کې ۳۹ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي. په يو کلي کې په کورونا وایرس د دومره ډېرو خلکو اخته کېدو وجه څه ده؟ په اړه یې د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور جګړا خبرې واورئ.

کورونا ویروس د کلیساوو د عبادت دود بدل کړی

Pa.azadiradio.com 

په داسي حال کې چې په روسیه کې د کورونا ویروس پيښې مخ پر زیاتېدو دي، یو شمېر د غونډو ځایونه او کلیساوې اوس هم فعالیت کوي. د کورونا ویرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روسیې کلیساوو له راهبانو غوښتي چې د خوندیتوب لپاره دې لاس په کار شي. نور په دې ویډيو کې وګورئ.

ترکیه کې ۲۰ تنه د جمال خاشقجي په قتل کې په لاس لرلو تورن شول

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې څارنوالانو ۲۰ تنه د جمال خاشقجي په قتل کې په لاس درلودلو تورن کړي دي. جمال خاشقجي د واشنګټن پوست لپاره مقالې لیکلې او په عمومي ډول، هغه د سعودي د واکمنانو په اړه انتقادي لیکنې کولې. هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته په اسنادو پسې تللی و او ووژل شو. د استانبول څارنوالۍ نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې د سعودي عربستان د استخباراتو د ادارې مرستیال احمد عسیري او د سعودي د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان یو نږدې ملګری او سلاکار سعود القحطاني د خاشقچي د قتل هڅوونکي دي. Читать дальше...

په روسیه کې د کرونا ویروس زیاتوالی؛ پوتین خلکو ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې له زیاتوالي سره سم، کرملېن وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په څو ساعتونو کې خلکو ته وینا کوي. تر دې اعلان مخکې، د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین ټولو والیانو ته امر وکړ چې د کرونا ویروس له امله ناروغانو ته په روغتونونو کې چپرکټونه برابر کړي. د روسیې حکومت نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۵۸ ته لوړ شوی دی. که څه هم روسیه نه‌وايي چې د کرونا ویروس له امله هلته څوک مړه شوي، خو د امریکا جان هاپکنز پوهنتون... Читать дальше...



هند کې د عمومي بندیز حکم نافذ شو

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د (لاک ډون) یا عمومي بندیز حکم نافذ شو. د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون د مارچ په ۲۴مه، په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې خلک به له کورونو نه‌وځي. دا بندیز به چې له نن ورځې عملي شو د راتلونکو ۲۱ ورځو لپاره پر ځاي وي. هند ۱،۳ میلیارده وګړي لري. په هغه هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او د ۱۰ تنو د مړینې خبر تأیید شوی دی. د امریکا جان هاپکنز پوهنتون نن وویل چې په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۴۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او د کرونا ویروس له امله ۱۹۶۲۵ تنه مړه شوي دي.

د بریتانیا شهزاده چارلس په کرونا ویروس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا شهزاده چارلس د کرونا په ویروس اخته دی او ډاکترانو ویلي چې د (کووایډ-۱۹) ناروغۍ کمزورې نښې یې څرګندې کړې دي. په لندن کې د بریتانیا د شاهي کورنۍ له مقره په اعلامیه کې چې نن د مارچ په ۲۵مه خپره شوه، ویل شوي چې شهزاده چارلس په سکاټلند کې د شاهي کورنۍ په یوه استوګن‌ځای کې دی او له نورو خلکو یې ځان بېل کړی دی. شهزاده چارلس ۷۱ کلن دی. په بیان کې ویل شوي چې هغه له کوره کار کوي، روغتیايي حالت‌یې ښه دی او د هغه مېرمن، کمېلا په بېل ځای کې اوسېږي. په دې اړه چې شهزاده چارلس ته دا ویروس له کومه ځایه رسېدلی څه نه‌دي ویل شوي.

په اسلام اباد کې بازارونه لا هم بند دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې نيزدي ټول دکانونه د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې بند دي. خلک وايي دوی ته دا قبوله ده خو چې له کورونا وایرسه بچ پاتې شي. احمدالله یې په اړه ويډيو راپور لري.

ایران کې نن د کرونا ویروس له امله ۱۴۳ تنه مړه شول

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې نن د کرونا ویروس له امله د ۱۴۳ تنو د مړینې خبر ورکړل شو. له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۰۷۷ ته لوړ شوی دی. د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې يې د کرونا ویروس ۲۰۲۶ نوې پېښې ثبت کړې دي. په ایران کې له دې سره په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۲۷۰۱۷ ته لوړ شوی دی. د ایران حکومت پرون د بې‌پولې ډاکترانو د نړیوالې ادارې وړاندیز چې غوښتل‌یې په اصفهان کې بېړنیو مرستو رسولو لپاره ۵۰ بستره روغتون جوړ کړي، رد کړ. Читать дальше...

سوات: دکانونه بند دي او د خلکو ګڼه ګوڼه نشته

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د کورونا وايرس کوم مریض نشته خو دلته د ځينو مشکوکو کسانو ټيسټونه د نتيجو معلومولو لپاره لېږل شوي دي. د مينګورې بازار بند کړل شوی دی او له خلکو غوښتل شوي چې له کوره بې ضرورته راونه وځي. د نياز احمد خان په ويډيو کې یې نور تفصیل شته.

له کورونا وایرسه د ځان ساتنې تدابیر

Mashaalradio.com 

په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او همدا راز له دې وایرسته د مړو شمېر هم ورځ په ورځ زیاتېږي خو تر اوسه د کورنا وایرس ویکسین نشته. ډاکټران وايي دا مهال خلک یوازې په احتیاطي تدابیرو ځانونه له دې وایرسه ژغورلی شي.

کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای حمله پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای وسله‌واله حمله پای ته ورسېده. د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې څو شېبې مخکې خپره شوه، ویل شوي چې په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي. د خبرپاڼې په حواله، حمله کونکی هم وزل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیس وتوانېدل چې ۸۰ تنه د پېښې له ځایه وژغوري. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یوه ترورېستي پېښه بللې او غندلې یې ده. په کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې اخیستی دی. د... Читать дальше...

کابل: پر درمسال بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ننی بريد د انسانيت خلاف جنایت بللی. هغه د پېښې قربانيانو سره د مرستې او د بريد په اړه د تحقیقاتو حکم ورکړی دی.

روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۵۸ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۸ ته لوړ شوی دی. د رپوټونو په حواله، یوازې په مسکو کې ۱۲۰ نوې پېښې ثبت شوې دي. د روسیې د صدراعظم مرستیالې "تاتیانا ګولیګوا" نن د مارچ په ۲۵مه ، وویل چې د کرونا ویروس پېښې د پخوا په پرتله درې برابره زیاتې شوې دي. هغې د کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې فدرالي کمېټې ته ویلي چې کرونا ویروس د روسیې ۵۵ سیموته رسېدلی او ۲۹ کسان تر درملنې وروسته روغ شوي دي. لږترلږه ۱۱۲۰۰۰ کسان تر څارنې لاندې او قرنطین دي. په روسیه کې دکرونا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне





Персональные новости
Россия

В России открылись пункты оценки для участников отбора на программу «Время героев»





کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای د حملې مسؤلیت داعش واخیست

Pa.azadiradio.com 

د داعش وسله‌والې ډلې په کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای د نننۍ حملې مسؤلیت واخیست. دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی. د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند تر دې وړاندې ویلي و چې حمله دوی نه‌ده کړې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله پای ته ورسېده. په حمله کې تر اوسه د ۴ وګړو د وژل کېدو خبر تأیید شوی دی. د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

سبا ته پاکستان ټول کورني پروازونه بندوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان کړه چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول کورني پروازونه بندوي. د پاکستان د ملي هوايي چلند د ادارې ویاند عبدالستار خوکر وویل چې دا پرېکړه به له سبا، د مارچ له ۲۶مې، عملي کېږي. په پاکستان کې په کرونا ویروس داخته کسانو شمېر ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی. د پاکستان حکومت تر دې وړاندې پر رېل ګاډي او نړیوالو پروازونو بندیز اعلان کړی و. په پاکستان کې په کرونا ویروس اخته کسان اکثر هغه وګړي دي چې د زیارت لپاره ایران ته تللي او په وروستیوکې له ایرانه ستانه شوي دي. په منځني ختيځ... Читать дальше...

دفاع وزارت: زابل کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د زابل په میزانه ولسوالۍ کې په حمله کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن د مارچ په ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې حمله پای ته رسېدلې ده. فواد امان زیاتوي: "افغان ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې دا حمله شنډه کړه، ۸ ترورېست طالبان وژل شوي دي." وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي. په زابل کې د نوروز په ورځ د وسله‌والو طالبانو د نفوذي وګړو په حمله کې د ملي اردو او پولیسو ۲۴ غړي وژل شوي وو.

کابل کې د امریکا سفارت د سېکهانو پر عبادت‌ځای حمله وغندله

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت نن د مارچ په ۲۵مه، د سېکهانو پر عبادت‌ځای د وسله‌والو حمله غندلې ده. سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: "موږ دا جنایتکاران او افراطيان چې بې‌ګناه خلکو ته د زیان رسولو لپاره د عبادت پر ځای حمله کوي، غندو." د امریکا سفارت په دې ټویټ کې لیکلي چې "سوله به یوازې هغه وخت راځي چې خلک خپل اختلافات په وسله‌نه، بلکې د خبرو له لارې حل کړي." په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی. د افغانستان امنیتي ادارو ویلي چې د حمله کوونکو شمېر او هویت لا نه‌دی څرګند.

Спорт в России и мире
Москва

«Спартак» набрал больше всех очков в играх с командами из верхней половины таблицы РПЛ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Цветение березы началось в столице





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Алла Пугачёва

Гитарист Пугачевой рассказал о проблемах со здоровьем певицы после Чернобыля



Москва

Подрядчик приступает к заключительному этапу ремонта коллектора в Бердске

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net