د کورونا ویروس د خپرېدو پر مهال مهمه ده چې کوچنیان هم په دې اړه معلومات ولري او د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي. ملالۍ بشير د ازادي راډیو د مرکزي څانګې راپور وړاندي کوي چې له درو څخه تر اتو کلنو کوچنیانو لپاره چمتو شوی.
د پسرلي په پیل او د آمو سیند د اوبو له زیاتېدو سره سم، د دغه سیند د سویلي سواحلو د ویجاړۍ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي.
د آمو سیند سویلي څنډې نه دي تحکیم شوي او په همدې علت هر کال لسګونه جریبه ځمکه د اوبو سره لاهو کېږي او تر ډېره په رېګ ځایونو بدلېږي.
سږ کال هم د آمو سیند د جنوبي سواحلو اوسېدونکي اندېښمن دي چې زراعتي ځمکې یې د اوبو د پورته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان هېواد د آمو سیند شمالي څنډې تحکیم کړي، نو د اوبو ټول لنګر د یاد سیند سویلي څنډې ته د افغانستان... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ د سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره یو شمېر سیاسي څیرې وايي، د یکشنبې په شپه په جلا جلا ډول له دواړو سره د لیدو پر مهال په خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی دی.
د بلوچستان ټايمز ويبپاڼې ايډيټر ساجد حسين بلوڅ په سويډن کې لادرکه شوی دی. د نوموړي ملګري وايي چې هغه د مارچ له دوهمې راهيسې ورک دی.
د افغانستان جمهوري ریاست د روان کال د حمل میاشتې په اوومه نېټه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ۱۰ زره زندانیانو د بخښنې فرمان صادر کړ.
د دې فرمان په اساس له هرات څخه تر دې دمه د پنځو ښځو په ګډون ۱۴۴ تنه زندانیان له بند څخه خلاص شوي او په پام کې ده چې ۳۵۰ تنه نور هم آزاد شي.
د هرات د عمومي محبس مدیر میوند صمدي ازادي راډیو ته ووېل چې دا کسان د سرقت، ترافیکي پېښو او اخلاقي فسادو په جرمونو تورن و.
د بغلان د مرکزي محبس مدیر سمنوال محمد اسلم کوهستاني وايي چې له دغه زندان څخه د دوشنبې په ورځ ۷۶ تنه زندانیان آزاد شول. Читать дальше...
ډاکټران سپارښتنه کوي چې له کورونا وایروس څخه د خپل ځان د ساتنې لپاره باید خپل لاسونه ډيرځلي په اوبو او صابون پرې مینځو. په دغه تصویري بسته کې وګورئ چې څرنګه کولای شو په ترټولو ښه طریقه خپل لاسونه پرې مینځو او ډاډ ترلاسه کړو چې لاسونو مو نور ککړندي.
د چین په ووهان ښار کې له کورونو د خلکو پر وتلو بندیز دوه میاشتې وروسته پای ته رسېدلی خو اوسېدونکي شک لري چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ښایي تر رسمي شمېرو زیات وي.
ارزګان کې د کرونا ويروس څخه د ژغورلو په موخه الله ج ته د دعا لاسونه لپه شول او د قران کريم ختمونه وشول.
د افغانستان ننګرهار ولايت والي شاه محمود میاخېل وايي په تورخم کې يې د کورونا وایرس مشکوکو کسانو لپاره ځای جوړ کړی دی. هغه وايي له پاکستانه وراوښتونکی هر کس به د کورونا وایرس د خورېدو د مخنيوي په خاطر په دغه ځای کې تر ۲۰ ورځو پورې قرنطین کېږي. تر اوسه معلومه نه ده چې د تورخم لار به کله پرانيستل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د تشخیص یا پېژندنې لپاره په کابل کې یو بل مرکز هم پرانېست.
له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي یو شمېر ښځينه غړې وايي که څه هم تمه نه لري چې دا مذاکرات به ژر پایله ورکړي خو هڅه کوي چې طالبانو ته د سولې لپاره قناعت ورکړي.
د کورنا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې په نړيواله کچه د حکومتي ګامونو په نتيجه کې ګڼ شمېر خلک پر کورونو ناست دي.
د دوی یو شمېر ازادي راډیو ته وویل، په دې سختو ورځو کې د دوی وضعیت ته پام نهدی شوی.
په ایران کې د کرونا ویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.
په دې سره په دې هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۷۵۷ تنو ته ورسېد.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د مارچ دیرشمه د ایران دولتي ټلویزیون ته وکړه.
د جهانپور په خبره په ایران کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو رسمي شمېره هم ۴۱۴۹۵ تنو ته لوړه شوې ده.
ښاغلي جهانپور وایې په تیرو ۲ ساعتونو کې په دې هیواد کې ۳۱۸۶ نوي پیښي ثبت شوي دي.
نوموړي له ایرانیانو یو ځل بیا وغوښتل کې په کورونو کې پاتې شي.
ایران... Читать дальше...
ازبکستان د دې هېواد د ټولو هوایي ډګرونو فعالیتونه وځنډول څو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي سره مرسته وشي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول هوایي ډګرونه دې سر له نن څخه د اپریل تر ۲۰ پوري خپل فعالیتونه ودروي.
د دې هېواد یوه حکومتي کمېسیون له وړاندې د ازبکستان د ښارونو او ښارګوټو ترمنځ د وسایطو پر تګ راتګ محدودیت لګولی.
دا محدودیت هم د هوایي ډګرونو د بند پاتې کېدو تر مودې پوري په پام کې نیول شوی دی.
د ازبکستان د روغتیا چارواکو په خبره په دې هېواد کې په کرونا ویروس... Читать дальше...
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې شپږ افغان سرتېري په کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "دا چې زموږ امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې وو د وسله والو طالبانو دا لوی برید یې په شا وتمباوه او په متقابله جګړه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، له بده مرغه په دې جګړه کې ۶ افغان امنیتي... Читать дальше...
د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکيوايي پر تورخم ټول وراوښتونکي افغانان به د کورونا وایرس په شک شل ورځې په طبي څارنه يا قرنطين کې تېروي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په هرات ولایت کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف شوي دي.
د دغه وزارت په یوې خبرپآڼه کې راغلي چې دا امونیم نایتریت په یوه باروړونکي موټر کې ځای پرځای شوي و.
د غه موټر د غوریان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو لاس ته لویدلی، خو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې یې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه وزارت چارواکي وایې د دې موادو په کشفولو سره په هرات ولایت کې د لسګونو ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه .
د کورنیو چارو وزارت په وینا له امونیم ناتریت څخه د ډیری وسله... Читать дальше...
له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر ښځېنه غړې وایي، که څه هم بینالافغاني مذاکرات به ژر پایله ورنه کړي خو هڅه کېږي داسې تنظیم شي چې مثبته پایله ورکړي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.
په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی. په دې کې پنځه یې د خیبر پښتونخوا دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ورښتونه کولای شي په ټولنه کې د کرونا ویروس خپرېدل چټک کړي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې هغه فدرالي دستورالعملونه چې له خلکو غواړي په کورونو کې پاتې شي، د اپریل تر پایه ۳۰ ورځې نور وغځول.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د انځرو د پروسس او بستهبندۍ طرحه وروستۍ کړه.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه طرحه به سږ کال عملي شي چې د دې طرحې پر بنسټ به د انځرو حاصلات له ۲۵ زره مټریک ټنو ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي.
دغه وزارت وایي، دوی په پام کې لري چې په مرکز او ولایتونو کې د تازه او وچو انځرو د پروسس مرکزونه جوړ کړي او همدارنګه په راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۳۲۵۰ هکټاره ځمکه کې د انځرو باغونه جوړ شي.
انځر د افغانستان له مهمو صادراتو یادېږي چې د کرنې... Читать дальше...
د پکتیا سیمهییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د درېیو اوونیو لپاره د قرنطین موده اعلان کړې.
د دغه ولایت والي شمیم خان کټوازی وایي، له نن وروسته به په ښار کې د خوراکي توکو، درملتونونو، صرافیو، نانوایي او بانکونو پرته ټولې هټۍ تر دوهم امر پورې تړلې وي.
د ګردېز ښاریان بیا وایي چې لا هم ښار ته له ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه خلک ازاد تګ راتګ کوي چې په وینا یې کهیې مخه ونهنیول شي، شاید د ویروس د انتقال سبب وګرځي.
خو ښاغلی کټوازی وایي چې ښار ته داخلېدونکي موټر به هم محدود کړي.
له بلېخوا... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Пятая ракетка мира Пегула не выступит на турнире WTA 1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.
Путин в России и мире
Москва
Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Валерий Гергиев
Валерий Гергиев — о судьбе театров после объединения Мариинки и Большого
Москва
Россия сохраняет для европейцев память об их наследии: Мария Захарова отреагировала на слова Шольца о Путине и Канте
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net