Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 29.03.2020

خوست کې د کرونا ویروس ۲ مشکوکې پيښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د کرونا ویروس ۲ مشکوکې پېښې ثبت شوې. دوی یاد مالومات د یکشنبې ورځې مازدیګر رسنیو سره په یوه خبره ناستې کې شریک کړل. د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل، دا کسان په اصل کې د لوګر اوسېدونکي دي خو کورونه يې خوست کې دي. دی زیاتويو مشکوک کسان له ایرانه راستانه شوي، څو ورځې د هرات ښارپه هوټلونو کې پاتې شوي او له بستر کیدو یوه ورځ مخکې خوست ته راغلي دي. ده وویل، دا مشکوک کسان يې د کرونا ویروس د پېښو لپاره په ځانګړي شوي کادري روغتون کې بستر کړي دي. Читать дальше...

روحاني: ایران کې ښايي د ژوند نوې طریقه ډېر وخت دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر حسن روحاني وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ایران کې د ژوند نوې طریقه ښايي ډېر وخت دوام وکړي. ولسمشر روحاني نن یکشنبې د کابینې په غونډه کې وویل، ایرانیان باید تر هغه مهاله د ژوند له دې نوې طریقې سره عادت وکړي چې د کویډ- ۱۹ ناروغۍ لپاره واکسین یا علاج موندل کېږي، په داسې حال کې چې دا کار تر اوسه نه دی شوی. ښاغلی روحاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د روغتیا د وزیر سلاکار علي رضا وهابزاده نن پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې په دې هېواد کې په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له... Читать дальше...



ډونالډ ټرمپ: نیویارک به نه قرنطین کېږي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستوالو د فشارونو په نتیجه کې پرون د مارچ په ۲۸مه پرېکړه وکړه چې نیویارک به نه قرنطین کېږي. ښاغلي ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه د کرونا ویروس پرضد د مبارزې د ځانګړې کمیټې د سپارښتنې په نتیجه کې شوې ده. متحدایالات په نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري. په متحدایالاتو کې تر نن- یکشنبې پورې له ۱۲۴ زرو زیات خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي. ټرمپ مخکې ویلي و، چې ښايي نیویاک قرنطین شي خو هغه پرون پر ټویټر په یو پیغام کې ولیکل چې د قرنطین پرځای به د ناروغیو د وقایې... Читать дальше...

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۳۰ زرو لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېر نن له ۳۰ زرو لوړ شو. اسپانیا چې د دې ویروس د خپرېدو له کبله د سختو ځپل شویو هېواد له ډلې دی وویل نن ۸۳۸ کسان مړه شوي دي چې تر دې دمه په یوه ورځ په دې ناروغۍ د مړو تر ټولو لوړه شمېره ده. له دې سره په اسپانیا کې په دې ناروغۍ د مړو شمېره له شپږنیم زرو واوښته. خو تر اسپانیا د ایټالیا تلفات چې له لس زرو اوښتي، زیات دي. د امریکا د جانز هاپکنیز پوهنتون د احصاییو له مخې نن په نړۍ کې په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶۷۰ زرو واوښت.

د مشال راډیويي مجله: له دیداره تر سهاره

Mashaalradio.com 

د مشال راډیويي مجلې پاڼه کې درته هرکلی وایو. موږ هره اوونۍ د غمیو په لټون کې نوي استعدادونه درپېژنو.  دا اوونۍ د یو مساپر شاعر دیدار وزیر سره پر دې غږېدلي یو چې د کورونا وایرس خپرېدو یې ژوند او کار له کومو ستونزو سره مخ کړی.  همدا رنګه د ځوان شاعر سهار ګل سهار سره مو هم خبرې کړي او د ځوانو شاعرانو د هنري پنځونو حال مو ترې اخېستی دی.  په خپرونه کې شاعرانه بنډار هم لرو.

والي: ننګرهار کې د غریبو خلکو د لاسنیوي لپاره نغدي مرسته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرها چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو د غریبو خلکو د لاسنیوي لپاره له مرستندویه صندوق سره له سلو زرو زیاته نغدي مرسته شوې ده. په ننګرهار کې د کرونا ویروس د مخنیوي او اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره د مرستو له صندوق سره یو لک او دوه زره امریکایي ډالر مرسته شوې. دغه صندوق چې تېره ورځ د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په هدایت جوړ شوی، تر دې دمه ورسره د ننګرهار سوداګرو او چارواکو مرسته کړې ده. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په دې تړاو د ټولو ولسوالیو او... Читать дальше...



ایران د افغانانو پرمخ خپل سرحد وتاړه

Pa.azadiradio.com 

ایران د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره خپل سرحد د افغانانو پرمخ بند کړی دی. د هرات د راستنېدونکو کډوالو د ادارې رییس جاوېد نادم آزادۍ راډیو ته وویل چې دا بندیز له نن څخه عملي کېږي. هغه زیاته کړه: "سرحد د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا بند شوی، خو د راتګ لاره د ټولو هېوادوالو پرمخ پرانیستې ده، هېواد ته په قانوني ډول د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري." په همدې حال کې د اسلام کلا بندر په کمیسارۍ کې یوې سرچینې آزادۍ راډیو ته وویل، ایراني چارواکو د اسلام کلا سرحد له پرون سهار راهیسې د افغانانو پرمخ بند کړی دی.

ننګرهار کې د کرونا ویروس د تشخیص مرکز پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، له دې وروسته ننګرهاریان اړ نه دي چې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره مرکز کابل او یا نورو ځایونو ته ولاړ شي، بلکې خپله په ننګرهار کې یې تشخص کېدلی شي. ښاغلي فیروز دا څرګندونې نن یکشنبه د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د کرونا ویروس د تشخیص د یوه مرکز د پرانیستې پرمهال وکړې. فیروز الدین فیروز ټینګار وکړ چې که خلک د روغتیا وزارت له لارښوونې سره سم عمل ونه کړي او د وقایې په برخه کې جدي نشي نو په خبره یې، د کرونا ویروس د خپروېدو او د مخنیوي کار به یې د هېڅ چا په وس پوره نه وي. Читать дальше...

په کابل کې د تګ راتګ د بندیز دوهمه ورځ

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار منډوي سیمه کې یو شمېر خلک راټول شوي چې دغلته د مکروب ضد درمل وپاشي. د منډوي دکانداران له حکومته غواړي چې باید د دوی د دکانونو کرایه او مالیه معاف شي. د کابل والي وایي؛ د هغو کسانو نه چې دکانونه یې قرنطین دي مالیه او کرایه نه‌اخیستل کېږي. نور جزئیات د شفیع کريمي په راپور کې

کندزي کلالان: زمونږ دودیز او لرغونۍ صنعت مخ په ورکېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې کلالان وايي، چې د اړوند چارواکو د نه پاملرنۍ له کبله د دوی دغه دودیز او لرغونۍ صنعت مخ په ورکېدو دی. د کلالي صنعت په افغانستان کې یو له لرغونو او مهمو صنعتونو څخه شمېرل کېږي. خو په اوسنې ماشیني او عصري زمانه کې له کلالي لوښو څخه په افغانستان کې په زیاته پیمانه ګټه نه اخېستل کېږي، خو په کورونو کې د ګلانو ساتنې لپاره د ګلدانیو او دغه شان د مستو، شړمبو او د اوبو لپاره لاهم د کلالانو په لاس له جوړو شویو خاورینو لوښو څخه ګټه اخېستل کېږي. اسدالله احمدي چې په کندز ښار کې د کلالي دوکان لرې... Читать дальше...

د المپیک د پلان شویو نړیوالو لوبو لپاره نوې نېټه ټاکل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د المپیک نړیواله کمېټه او جاپاني تنظیموونکي په سږني دوبي کې د المپیک د پلان شویو نړیوالو لوبو لپاره د نوې نېټې په اړه غور کوي. د جاپاني رسنو د راپور له مخې تنظیموونکي پردې غور کوي چې دا لوبې له ټاکلې نېټې څخه په یوه کال ځنډ راتلونکی کال ترسره کړي. په دې راپور کې چې نن خپور شو، راغلي، د توکیو لوبې چې تېره اوونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله وځنډول شوې ښايي د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه پیل او د پای مراسم یې د اګست په اتمه ترسره شي.  د سږنیو لوبو لپاره پلان دا و، چې د جولای په ۲۴مه پیل شي او د اګست تر ۹مې پورې دوام وکړي. Читать дальше...

دا کرونا او دا بیروبار، د خوست خلک له بازارونو نه منع کېږي

Mashaalradio.com 

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو څخه د کورونا وایرس د خطرونو په باب په پرلپسې توګه عامه پوهاوی کیږي، د هغې د زیانونو او تلفاتو په باب مالومات ورکول کیږي، خو تر اوسه هم د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په شان خوست کې خلک دا مساله جدي نه نیسي او د ښار په ګڼه ګوڼه کې جوت توپیر نه لیدل کیږي. نور تفصیل د نجیب الله الوخېل په راپور کې.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په کرونا ویروس د ۷ نویو مواردو خبر ورکوي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ازادۍ راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷ نوې پېښې په هرات او سرپل ولایتونو کې ثبت شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر ۱۱۳ تنو ته لوړ شو. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې ۱۱۲ مشکوکې پېښې څېړل شوې چې له دې جملې ۷ مثبتې پېښې تأیید شوي چې ۶ په هرات او یوه پېښه په سرپل کې وې. د عامې روغتیا وزارت همداراز... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Юлия Паршута стала новой гостьей шоу “Утро. ТНТ”





Персональные новости
Алсу

Алсу ире белән аерылышканмы?





سویلي کوریا: شمالي کوریا د سمندر پر لور ۲ بالستیک توغندي توغولي

Pa.azadiradio.com 

سویلي کوریا نن وروسته له هغه پر شمالي کوریا انتقاد وکړ چې دوه مشکوک بالستیک توغندي یې د سمندر پر لور وتوغول. سیول دا کار په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅه کوي یو ناسم کار بللی دی. د سویلي کوریا پوځي چارواکو نن د مارچ په ۲۹ مه، نېټه راپور ورکړ چې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي د شمالي کوریا له سواحلو څخه توغول شوي او د ۳۰ کیلومترو په لوړوالي ۲۳۰ او د ۲۳۰ کیلومتره په واټن په سمندر کې غورځېدلي دي. د جاپان دفاع وزارت وايي، ښکاري چې دا بالستیک توغندي وو، خو د جاپان په اوبو یا ځانګړي اقتصادي زون کې نه‌دي راپرېوتلي. Читать дальше...

پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید شوی

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان پوځ پر دې هېواد د دوو بالستیک توغنديو د برید د شنډولو خبر ورکوي او وایي چې له دې دوو یو یې د پلازمېنې ریاض پر سر له منځه یوړل شو. د سعودي هوايي ځواک نن یکشنبې وویل لومړی توغندی تېره شپه ناوخته د توغندیو د امریکايي دفاعي سیسټم پاتریوت په وسیله د ریاض پر سر شنډ شو او دوهم یو له یمن سره پر پوله د سعودي عربستان د جیزان ښار په هوا کې له منځه یوړل شو. د سعودي د هوايي ځواک ویاند ترکي المالکي وویل چې له دې کبله تر دې دمه د تلفاتو راپور نه‌دی ورکړل شوی. هغه زیاته کړه چې د توغندیو د چاودنې... Читать дальше...

د څپېړو مقابله

Mashaalradio.com 

د روس په سایبیریا سیمه کې هر کال د څپېړو مقابله کېږي، دا د طاقت ښودلو د مقابلو برخه وي چې پکې برخه اخیستونکی خپل سیال په پنځو څپېړو کې د غورځولو هڅه کوي. سږکال په دې مقابلو کې ۱۰ کسانو برخه واخیسته. دا رپورټ منورشاه برابر کړی دی.

د تورخم لاره به د را روانې اپریل میاشتې تر ۹ مې بنده وي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د تورخم لاره به د راروانې اپریل میاشتې تر نهمې نېټې پورې بنده وي. ټاکل شوې وه چې دا لاره به د جمعې په ورځ پرانېستل کېږي خو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شو ویلي دي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد د اقداماتو په ترڅ کې د کوزې پښتونخوا چارواکو پرېکړه کړې ده چې دا لاره به د اپریل تر نهمې پورې بنده وي. خبرپاڼه زیاتوي چې د شوې پرېکړې له مخې پر دې لاره به هر راز تګ راتګ بند وي. خو په خبرپاڼه کې د تورخم د ګمرک د مشر په حواله ویل شوي... Читать дальше...

هرات کې د اوړو کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ ټنه اوړه تولیدوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، د دې ولایت د اوړو کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ ټنه اوړه تولیدوي. د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د کارخونو په فعالیت سره د کرونا ویرس له امله د لارو بندېدل او قرنطین د توکیو په بیو اغېز نه دی کړی. نوموړي وویل، چې اوسمهال په هرات کې یوازې د اوړو د تولید په برخه ۳۲ کارخونې فعالیت کوي چې د هرات سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږی. ښاغلی غوثي وایي، دا مهال د فراه، نیمروز او د هرات د ولسوالیو غنم د هرات مرکز ته... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

П’ять українок отримали суперниць в основі турніру WTA 1000 в Мадриді: результат жеребкування


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой





Путин в России и мире
Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента



Москва

Что такое туристическая схема "Большой Алтай" и почему в нее входит Кузбасс

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net