د کورونا وایرس د خورېدو له کبله د خېبر پښتونخوا بازارونه تړلی او په دواخانو کې ماسکونه ختم شوي دي. د مردان روغتون يا ميډيکل کمپليکس کارکوونکو پخپله د ماسکونو په جوړولو شروع کړي چې دوی یې ناروغانو او ډاکټرانو ته ورکوي. په اړه یې د عظمت علي شاه ويډيو...
په کابل کې نن د هغو افغان سيکانو د سوځولو مراسم وشول چې پرون د مارچ په پنځه ویشتمه په يو بريد کې په کابل کې وژل شوي وو. نن په دې مهال د مراسمو د ځای سره نیزدي يوه چاودنه هم وشوه خو چاته یې زیان نه دی اړولی.
اقتصادي شنونکي وايي، د متحده ایالاتو له لورې د مرستو محدودیت د افغانستان په اقتصاد منفي اغیزې کولای شي او د بیکارۍ کچه به لا ډېره شی.
هیلۍ اسد یې په اړه دا راپور چمتو کړی
په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي او تر پنځه لکه زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې يو لک ۲۳ زره بېرته رغېدلي هم دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.
د افغانستان لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» په یوې خبری ناسته کې وویل، د دغه فرمان له مخې به د هېواد له زندانونو څخه ۱۰ زره بندیان خوشې شي.
لوی څارنوال فرید حمیدي زیاته کړه: "نن موږ د ازادۍ د سلب په ځایونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، د اساسي قانون او نورو قوانینو په اساس د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو د لومړني فرمان... Читать дальше...
په کابل کې د چهارشبنې ورځې برید د ۲۵ قربانیو جسدونه په ډلهییزه توګه وسوځول شول، خو مراسمو ته نږدې چاودنه هم وشوه.
فریدالله سعادت دغه راپور جوړ کړی دی.
ښاغلي عبدالله د دغه سیاسي بحران د حل لپاره ۱۰ ورځې فرصت وټاکه او د هېواد له سیاسي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې د دغه ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.
د عراق پوځ وایي چې نن سهار د پلازمېنه بغداد ښار په زرغون (امنه) سیمه کې چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه موقعیت لري، دوه توغندي ولګېدل.
پوځ په یوه بیان کې وویل چې د کتیوشا په نوم دوه توغندي د بغداد عملیاتي مرکز ته څېرمه لګېدلي، تلفات نهلري او جزئیات بهیې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د عراق یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په نښه شوی هدف د امریکا سفارت و چې د توغندیو د لګېدو له ځایه څو سوه متره لیرې موقعیت لري.
دا د بغداد پر دې سیمې چې د بهرنیو ډیپلوماتیکو نمایندګیو په ګډون مهمې دولتي ودانۍ پهکې... Читать дальше...
په نړۍ کې له کورونا وايرسه تر ټولو زيات کسان په ايټاليه کې مړه شوي دي. په دغه هېواد کې يوشمېر پښتانه هم مېشت دي چې وايي دا مهال د خپلې روغتيا له پلوه اندېښمن او په سخت وضعيت کې دي.
دوی زياتوي، د اېټاليې حکومت ورته تر خپله وسه مرستې رسوي خو د دوی په وينا په هغه هېواد کې يې د پاکستان سفارت يې هېڅ پوښتنه نه کوي.
اېټاليه مېشتي پښتانه په وطن کې له خپلو خلکو غواړي چې کورونا وايرس جدي ونيسي او د دې د مخنيوي لپاره پر احتياطي تدابيرو ټينګ عمل وکړي.
زموږ همکار هارون باچا د اېټاليې په ميلان ښار او شاوخوا کې له مېشتو پښتنو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د حکومت لهخوا د طالب بندیانو خوشې کېدل به د دواړو خواو په ګټه وي او هم به د سولې پروسې له پرمختګ سره مرسته وکړي.
ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې وروسته له هغې وکړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې په پام کې ده په څو راتلونکو ورځو کې حکومتي چارواکي د طالبانو له یوه پلاوي سره وګوري او د طالب بندیانو د لومړنۍ ډلې د خوشې کېدو په اړه ورسره خبرې وکړي.
ښاغلي عبدالله په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې دغهراز وویل چې په... Читать дальше...
کابل ښاریان په بازارونو کې د خوراکي موادو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو لکه د اوړو، غوړیو، بورې، وریجو او داسې نورو بیې ورځ په ورځ لوړېږي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی حاجي سید محمد ازادي رادیو ته وویل: "وړمه ورځ اوړه په ۱۶۰۰ وو، نن په ۱۸۰۰ او ۱۹۰۰ دي، بیې اسمان ته لوړې شوي له مجبورۍ به غلاګانې او جرمونه زیات شي. د غریب وضعیت خراب دی. په دغو شرایطو کې دې حکومت د خلکو په کورونو یو، دوه بوجۍ واچوي بیا دې لارې او واټونه بند کړي."
د کابل ښار د خوراکي ټوکو دکانداران... Читать дальше...
د افغانستان په غور او کندز ولايتونو کې د افغان امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورونا وايرس له يو کس څخه بل ته ځي نو ښه خبره دا ده چې د خلکو ترمنځ فاصله وي. پر کور کښېيناستل او لاسونه ډېر ډېر په صاب وينځل مو له دې وايرسه ساتلی شي. تاسي خپلو ماشومانو ته دا ویډيو وښاياست او که پوښتنې لرئ، راسره شربکې یې کړئ.
دغه غونډه نن د مارچ په ۲۶مه، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د رامنځته شوي سخت اقتصادي او ټولنیز فشار لاندې جوړېږي.
تهران وایي نهپوهېږي چې امریکایی رابرټ لیوینسن چېرې دی او په دې توګهیې د امریکا ادعا رد کړه.
متحده ایالاتو ویلي چې ګومان کوي د پولیسو د فدرالي ادارې دغه پخوانی اجنټ به په ایران کې په زندان کې مړ شوی وي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي نمایندګۍ ویاند علي رضا میر یوسفي نن په ټویټرپاڼه ولیکل چې ایران تل پر دې خبرې ټینګار کړی چې چارواکي یې نهپوهېږي چې ښاغلی لیوینسن چېرې دی او هغه د ایران په توقیف کې نهدی.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو له ایرانه غوښتي و چې د امریکا د پولیسو د فدرالي... Читать дальше...
د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات کړي.
د ارګ لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېر ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۹ کال په لومړنۍ غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني یې مشري کوله، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي وسایلو د برابرولو د پروژې په ګډون د تدارکاتو ۳۰ موارد منظور شول.
د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه نوي اقدامات داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۰ ته رسېدلي او درې تنه هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.
په هرات کې چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، پر دې ویروس یو بل اخته کس هم مړ شو.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) نوې قرباني یوه ۵۰ کلنه ښځه وه چې د بډوډو او تنفسي ناروغۍ یې درلودې.
چارواکو ویلي چې دغه ښځه ایران ته چې دې ولایت ته دغه ویروس له هغه هېواده سرایت کړی، نهوه تللې.
په هرات کې پر کرونا ویروس شاوخوا اخته شوي ۳۰ تنه هغه کسان ښودل شوي چې له ایرانه نهدي راغلي، بلکې دغه ویروس ورته له نورو کسانو چې پر دې ویروس اخته و، سرایت کړی دی. Читать дальше...
د امریکا د سنا غړو د دوو تريلیونه ډالرو هغه لایحه تأیید کړه چې په بېړني ډول په امریکا کې د اقتصاد د کمزوري کېدو د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه.
تاسې ښایي ونهپوهېږئ چې په کرونا ویروس اخته شوي یاست. ارقام ښيي چې په اوسط ډول له پنځو تر ۱۴ ورځو کې پر کرونا ویروس په اخته کسانو کې د دې ناروغۍ علایم ښکاره کېږي.
د افغانستان پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې له خپله اړخهیې ډېره هڅه کړې څو د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو له امله راولاړ شوی سیاسي بحران پای ته ورسوي، خو مقابل لوری چې اشارهیې خپل انتخاباتي سیال او ولسمشر اشرف غني ته وه، له ځانه انعطاف نهښيي.
ښاغلي عبدالله چې خپلهیې هم ځان ولسمشر اعلان کړی نن د افغانستان د روان سیاسي وضعیت په اړه دغه څرګندونې په هغې وینا کې وکړې چې د هغه په فېسبوک پاڼه کې ایښول شوې ده.
ښاغلي عبدالله وویل، افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو... Читать дальше...
د غور چارواکي وايي، تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په نښتو کې یو سرتېری او د یوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په ګډون اته طالبان ووژل شول.
د غور د والي د مطبوعاتي دفتر سرپرست عارف عابر ازادي راډیو ته وویل چې نښتې تېره شپه هغه مهال پیل شوې چې وسلهوالو طالبانو له څو لورو په دولتیار ولسوالۍ کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو باندې حملې وکړې.
د هغه په وینا له حملې وروسته نښتو کې د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل قاري رؤف په ګډون اته وسلهوال... Читать дальше...
د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر له زرو تنو واوښت او په دې هېواد کې پر دغه ویروس د اخته شویو شمېر نږدې ۷۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې پرون د ورځې تر ناوخته په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۳۱ تنو ته ورسېد او پرون هم د دې ویروس ۸۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له چین او ایټالیا وروسته ډېری کسان په امریکا کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر... Читать дальше...
د افغانستان د سواګرۍ او صنعت وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې په اساس د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په ځانګړې ناسته کې وویل، تېر کال د صنعتي پارکونو څلور پروژې بشپړې شوې.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په پنځو ولایتونو کې د دغو صنعتي پارکونو د رغولو کار روان دی.
نوموړی همدا شان زیاتوي چې په لومړي ځل دغه وزارت د صنعتي پارکونو د مدیریت او پراختیا په موخه ستراتېژي، پالېسي او کړنلاره چمتو کړې. Читать дальше...
د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د لومړنیو خوراکي توکو په واردولو سره به خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نهشي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت مسؤلینو تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دروازو د خلاصون په اړه خبرې کړي.
هغه زیاته کړه: "د پاکستان له سفیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره خبرې شوي، د لارو د خلاصون په اړه وړاندیز شوی، د وړاندیز له مخې پاکستان به یوه ساحه قرنطین کوي، څو پاکستاني موټر چلوونکي تر هغه... Читать дальше...
ایران نن اعلان وکړ چې ۱۵۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره په هېواد کې د دغه ویروس له امله د مړو شویو شمېر ۲۲۳۴ کسانو ته ورسېد.
ایران د دغه نویو مړینو خبر داسې مهال ورکوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د نوې څپې د مخنیوي لپارهیې نوي اقدامات کړي دي او د ښارونو ترمنځ پر سفر کولو سر له ننه بندیز لګول شوی دی.
له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د ملي مرکز غړي حسین زوالفقاري نن وویل، هغوی چې د نوي کال په رخصتیو کې په سفر تللي باید سمدستی خپلو ښارونو ته راوګرځي او خپلو کورونو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
На выставке «Россия» зафиксировали рекорд по самой массовой зарядке в стране
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Уимблдон
Рыбакина призналась, что её жизнь сильно изменилась после победы на Уимблдоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» подвело итоги деятельности в сфере экологической безопасности
Путин в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Мартин Скорсезе планирует снять фильмы про Иисуса и Фрэнка Синатру
Москва
«Удалось мобилизоваться»: Минеев оценил свою форму перед боем с Глуховым
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net