فیروز: افغانستان کې کورونا لوی ناورين رامنځته کولی شي
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز وايي، افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی او که ورته جدي پام ونهشي، لوی ناورین به رامنځته شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز وايي، افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی او که ورته جدي پام ونهشي، لوی ناورین به رامنځته شي.
په پاکستان کې چارواکي وايي د مارچ تر شپاړسمې پورې په ټول ملک کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ ته رسېدلی. تر ټولو ډېر مریضان په سند صوبه کې دي.
هره ورځ د ځمکې له لارې له هرات او څنګلورو ولایتونو له ۳۰۰ ډېر مسافرین کابل ته راځي. ډیری دغه مسافرین هغه کډوال دي چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړای شوي دي. د کابل اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د کرونا وایروس په کنټرول کې ناتوانه بولي. نور جزئیات د شفیع کریمي په راپور کې:
د مارچ په ۱۵مه، د پښتو ژبې وتلي فلسفي شاعر، مجسمه ساز او سياست وال غني خان څلورويشتم تلين د باچا خان ټرسټ لخوا په پيښور باچا خان مرکز کې ولمانځل شو... په دغه موقع د نوموړي په ژوند او کار خبرې وشوې او شعرونه یې د موسيقئ سره وویل شول. په اړه یې د شبیر جان راپور ګورو.
یو افغان کډوال "سلطان سنجرګونش" د ترکیې په سریالانو کې له لوبېدو وروسته لوړ شهرت موندلی دی. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار ترکیه کې دغه افغان لوبغاړی لیدلی او دغه راپور یې پرې جوړ کړی:
د بلوچستان های کورټ د کورونا وایرس مخنيوي لپاره په دې صوبه کې د مرکزی حکومت کړي کارونه د ډاډ وړ ونه بلل.
د کورونا وایرس د خورېدو مخنيويلپاره حکومت په اسلام اباد کې تفريحي ځايونه تړليدي. چارواکي وايي دا کار یې په عارضي توګه کړی او کله چې د کورونا وايرس خطر کم شي، نو بېرته به یې پرانيزي. په اړه یې د احمدالله راپور...
د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې لږ تر لږه ۷ روغتونونو کې د کورونا وايرس مریضانو لپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړي دي. په دوی کې يو په لېډي ريډينګ روغتون کې دی. د دې روغتونو وياند ډاکټر ظفر اقبال وايي ټولې تياریانې یې پوره دي. نوموړي سره عظمت عليشاه مرکه کړې
په پاکستان کې د کورونا وايرس خورېدو له کبله په ځینو ښارونو کې ماسکونه ختم شوي او په ځینو کې که شته هم نو قيموتونه يې بېخي زيات شوي دي. دغه هېواد ماسکونه له چين څخه ورواردوي خو د کورونا وايرس خورېدو وروسته د چين صادرات له خنډونه سره مخامخ دی.
افغان حکومت د طالب قېدیانو د خوشي کولو پلان ځنډولی دی. تر دې مخکې پرېکړه شوې وه چې طالب بنديان به په مرحله وار شکل خوشي شي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، افغان حکومت په ټوله کې د روغتیا په برخه کې ډېرې کمزورۍ لري او دومره امکانات نهلري چې د دې وبا د خپرېدو مخه پرې ډب کړي.
په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره د ښوونځيوو، کالجونو او پوهنتونو تر تړلو وروسته مدرسې هم بندې شوې دي.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام د باغ بابر تاریخچې ته ځانګړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛
په پېښور پوهنتون کې د کتابونو درې ورځنۍ مېله وه. په دې مېله کې پر ګڼو موضوعاتو ليکل شوي کتابونه نندارې ته ايښودل شوي وو. دلته خلکو د کتاب د لوست پر ارزښت خبرې وکړي. عظمت علي شاه يې په اړه راپور لري.
لیکواله زیاتوي د امریکا او طالبانو په موافقه کې نهیوازې ښځې له پامه غورځول شوي، بلکې په متن کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب هېڅراز ضمانت نهشته.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.