د بلغاریا ولسمشر هغه تازه محدودیتونه ویتو کړل چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په لړ کې د پارلمان لهخوا تصویب شوي وو.
رومن رادف (Rumen Radev) نن دا تازه وړاندیزونه ډېر محدودوونکي وبلل او ویېویل چې د خلکو مدني ازادي په خطر کې اچوي.
رادف نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د دې سند د ویتو د خبر ورکولو ترڅنګ ویلي، لوږه به پر وېره غلبه کوي.
د بلغاریا پارلمان تېره جمعه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ځیني پېشنهادي اقدامات تصویب کړل.
د دغو اقداماتو له مخې چارواکو ته اجازه ورکول کېده چې د ټیلیفونونو... Читать дальше...
د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري نن ماسپښین د وسلهوالو د یوې ډلې له حملې روغه پاتې شوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې موټرسایکل سپرو کسانو د کابل په سپین کلي کې پر مېرمن غفاري حمله کړې ده.
د فرامرز په خبره، په پېښه کې مېرمن غفاري او ورسره کسانو ته کوم زیان نهدی اوښتی او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د پېښې عاملان ونیسي.
مېرمن غفاري او ۱۱ نورو ښځو ته د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د زړورو ښځو جایزه ورکړل شوه.
د امریکا د... Читать дальше...
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې دې پېښه کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري، ۶ پولیس شامل دي او ۳ نور لا درکه دي.
د خوست د لکڼو خلکو په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی چې نور دې جنګونه نه کوي، دوی ويلي چې طالبان دې د افغان حکومت سره د خبرو له لارې يو سياسي جوړجاړيته ورسېږي. نور حال یې د نجیب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې...
دغه څلور کلن ماشوم تېره ورځ د نامعلومو کسانو له لوري لومړی د چړې په وسیله حلال او مړی یې بیا وروسته یوې ویالې ته اچول شوی و.
په دې اړه نور حال له ارزګان څخه د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت راپور کې.
په افغانستان کې د کرونا وایرس د ۱۰ نویو مثبتو پېښو له تشخیص وروسته، د عامې روغتیا وزیر غوښتنه کړې چې د هرات ولایت دې قرنطین شي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې افغانستان کې د جګړو له امله ۲۷۰۰ ماشومان قرباني شوي دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۳» په کابل کې وویل، یوازې په تېر کال کې د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړو له امله څه باندې ۲۷۰۰ ماشومان په افغانستان کې قرباني شوي چې له دې ډلې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي او ۲۲۷۸ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي نظري ماشومان د دې ټولنې زیانمنه قشر یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د سولې خبرو کې د ماشومانو حقونه باید په پام کې ونیول شي. Читать дальше...
په سنا کې د جمهوريپال اکثریت مشر ميچ مکانیل هیله څرګنده کړې چې کانګرس به د دې طرحې په اړه یوې موفقې ته ورسېږي.
د چک جمهوریت دفاع وزارت وايي، یوه بار وړونکې الوتکه چې څه باندې ۱۰۰ ټُنه طبي وسایل پهکې بار وو، له چین څخه وررسېدلې ده.
په دغو وسایلو کې ۵ میلیونه ماسکونه هم شامل دي.
چک جمهوریت چې تر نن یکشنبه پهکې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۰۴۷ پېښې ثبت شوي، د ماسکونو او د مکروب ضد موادو له کموالي سره مخامخ دی.
له چین څخه روانه شوې الوتکه پر ځايي وخت د تېرې شپې پر ۱۲ بجو د چک جمهوریت پاردوبیسي ښار ته ورسېده.
په پام کې ده، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روانې میلادي میاشتو تر پای پورې... Читать дальше...
د ایران روغتيايي چارواکي وایي په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۶۸۵ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت نن وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۹ نورو کسانو له مړه کېدو سره د مړو ټولټال شمېر ۱۶۸۵ ته ورسېد.
وزارت وايي په ایران کې په کرونا د اخته کسانو تأیید شوی شمېر ۲۱ زره ۶۳۸ ته رسېدلی دی.
ایران تر چین او ایټالیا وروسته د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوی دی.
په داسې حال کې چې کرونا ویروس د افریقا په لویه وچه کې په خپرېدو دی، د راواندا چارواکو په دغه هېواد کې د فعالیتونو د بندېدو امر کړی او د پولې کنټرول جدي شوی دی.
د افریقا ګڼو هېوادونو د خلکو راغونډېدل منع کړي، ښوونځي، هوايي ډګرونه، جوماتونه، کلیساګانې او رستورانتونهیې بند کړي دي.
په افریقا کې چې په نړۍ کې د کرونا د خپرېدو تازه ساحه ده، په تېرو څو ورځو کې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې په زیاتېدو دي.
په دې لویه وچه کې د کرونا تر ۱۱۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۱۰۰۰ پېښې د افریقا د صحرا په جنوب کې دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۱۰ نویو مثبتو پېښو له تشخیص وروسته، د عامې روغتیا وزیر غوښتنه کړې، څو د هرات ولایت قرنطین شي.
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي د کوروناوایرس له وجې په روان بحراني حالت کې بايد خلک د يو بل ترمنځ فاصله وساتي. د مشال راډيو ګل ایاز سره په مرکه کې نوموړي ويل چې ټولنیزې یا سماجي فاصلې ساتل غير شرعي نه دي.
نوره مرکه دلته اورو.
د حج او اوقافو وزارت له خلکو غواي، جوماتونو کې باید د جمعې خطبي لنډې او سنت لمونځونه کورونو کې وشي.
هندوستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دغه هېواد کې ۱۴ ساعته ګرځ بندیز اعلان کړ.
په ملیونونو کسان نن په خپلو کورونو کې دي، د رېلګاډو خدمات درول شوي، کورنۍ الوتنې لغوه شوي او د ګرځ بندیز پر مهال د کانونه هم تړلي وي.
د نوې ډیلي او ممبۍ سړکونه چې تل له خلکو ډک وي، نن تر ډېره تش دي.
د دغه ۱۴ ساعته ګرځ بندیز هدف د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د هندوستان د وړتیا ازمویل ښوول شوی دی.
بندیز پر ځايي وخت د نن سهار له ۷ بجو پیل شوی دی.
د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي له خپلو ۱،۳میلیارده... Читать дальше...
د رومانیا چارواکي وايي په دغه هېواد کې د اول وار لپاره یو تن په کرونا ویروس مړ شوی دی.
د حکومت د ستراتیژیکو ارتباطاتو ډلې نن وویل، مړ شوی کس ۶۷ کلن و، چې سرطان ناروغي یې هم درلوده.
ویل کېږي دغه کس له فرانسې تر ستنېدو ۱۲ ورځې وروسته تېره چهارشنبه په کرونا ویروس اخته شو.
په رومانیا کې تر نن پورې په کرونا ویروس د ۳۶۷ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.
حکومت د مارچ پر ۱۶ په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
په کندهار او زابل ولایتونو کې په کرونا ویرس د دریو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو.
له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته ورسېد.
په دې ویروس د دوو کسانو د اخته کېدو راپور په زابل کې ورکړل شوی دی.
د زابل والي رحمت اله یارمل نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، دا دوه کسان په وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي وو.
هغه زیاته کړه: "دوی تقریباً څلور ورځې له موږ سره په هغه وارډ کې بستر وو، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مشخص شوی دی، دوی مشکوک کسان وو، چې سمپلونه یې مرکز... Читать дальше...
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو لهامله په پروازونو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.
تر سيند صوبې وروسته بلوچستان هم له وفاقي حکومته غوښتي چې د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره دې پوځ ورولېږي.
د ایران مشر ایت اله علي خامنه اي نن د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارې لپاره د امریکا د طبي مرستې وړاندیز رد کړ.
خامنه اي هغه بې بنیاده توطیې ته هم اشاره وکړه، چې دا ویروس ښايي د انسان کار وي او امریکا جوړ کړی وي.
د اسوشېټېد پریس اژانس په حواله، په داسې حال کې چې د ایران ملکي چارواکي په تېرو څو ورځو کې د امریکا پر بندیزونو سخت انتقاد کوي، ۸۰ کلن خامنه اي پر هغې بې بنیادې تیورۍ ټینګار کوي، چې په وروستیو کې ځینو چینايي چارواکو هم د کرونا ویروس په اړه مطرح کړې ده.
خامنه اي نن په یوه ټلویزیوني وینا کې امریکا ته په خطاب کې وویل... Читать дальше...
په کاپیسا ولایت کې په لسګونو کسانو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په کمپاین کې برخه واخیسته.
د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د "کرونا بابیزه مه ګڼئ" په نوم د دغه کمپاین په مرسته پر خلکو له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب اړتیا وړ توکي وېشل کېږي.
دغه کمپاین د کاپیسا د انسجام د بنسټ له خوا پلی شوی دی.
د دغه بنسټ مشر حبیب اریا نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کمپاین به د کاپیسا په نورو سیمو کې هم عملي شي.
په کاپیسا کې روغتيايي چارواکو په کرونا ویروس د یوه کس د اخته کېدو پېښه تائید کړې ده.
ویل... Читать дальше...
د کرویشیا د پلازمېنې زګرب اوسېدونکي د یوې قوي زلزلې په ټکانونو راویښ شول.
دغه زلزله چې نن سهار وختي پر ځايي وخت د سهار پر ۶ بجو وشوه، د پراخې ویجاړۍ سبب شوې ده او د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، یو تن مړ شوی دی.
د اروپا د زلزله پېژندنې اداره وايي دا زلزله د ریښتر په مقیاس ۵،۲ درجې وه، چې د زګرب د شمال زیاتو سیمو ته یې ټکان ورکړ.
په زګرب کې عیني شاهدانو ویلې چې د ګڼو ودانیو دېوالونو درز کړی او چتونه زیانمن شوي دي.
د امریکا د کلفورنیا ایالت په لسګونو میلیونه وګړي په کورونو کې تم دي او د نیویارک اوسېدونکي به هم اوس ورته اقدام کوي.
د امریکا دغو دوو مشهورو ایالاتونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دا بېساری اقدام پیل کړی.
دا اقدامات په بشپړ ډول له پرون عملي شول، چې ورسره د میليونونو انسانانو ژوند اغېزمن شوی او اقتصادي فعالیت په کې تقریباً په ټپه درېدلی.
کلفورنیا هغه ایالت دی چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۳۸۲ تائید شوې پېښې په کې ثبت شوي او تر پرونه پورې ۲۴ کسان په کې مړه شوي دي.
د کلفورنیا... Читать дальше...
په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې دوه سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه په ګوسفندي ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرپل د والي ویاند ذبیح اله اماني نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "جګړه د ګوسفندي ولسوالۍ په محمود اباد کلي کې د ملي امنیت پر مفرزه پوسته وشوه، چې د سهار وختي تر ۳ بجو روانه وه، په نتیجه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي."
اماني وايي په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
... Читать дальше...
دغه څلور کلن ماشوم تېره ورځ د نامعلوم کسانو له لوري لومړي د چړې په واسطه حلال او مرۍ یې پرې شوې او ورسته، په یوه ویاله کې اوبو ته اچول شوی و.
Спорт в России и мире
Москва
МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Кудерметова выиграла турнир WTA в Штутгарте в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московская железная дорога присоединилась к экоакции
Путин в России и мире
Москва
Шойгу рассказал о формировании Московского и Ленинградского округов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
«Так решил Путин»: каким путём пойдёт Россия, объяснил Хазин
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net