اوکراین کې د کرونا وایروس لومړۍ پېښه ثبت شوه
د اوکراین حکومت نن د مارچ ۳مه، تأیید کړه چې په هغه هېواد کې هم د کرونا وایروس لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.
د اوکراین د روغتیا وزیر ویلي چې یو سړي چې په ایټالیا کې په کرونا وایروس اخته شوی و، په وروستیو کې ورغلی او دا وایروسیې وروړی دی.
د اوکراین د روغتیا وزیر ویلي چې په وایروس لړلی وګړی له ایټالیا په الوتکه کې رومانیا ته تللی او له هغه ځایهيې په موټر کې اوکراین ته سفر کړی و.