تاجکستان کې پر لوېدیځو بایسکل ځغلوونکو حمله کوونکی نن مړ شو
په تاجکستان کې د څلورو لوېدیځو بایسکل ځغلوونکو وروستی قاتل نن د مارچ ۳مه په زندان کې مړ شو.
په تاجکستان کې د قاتلانو یوې ډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال د دوشنبې او د انګار پر لویه لاره پر څلورو لوېدیځو سیلانیانو حمله وکړه او هغوي یې ووژل.
په حمله کوونکو کې وروستی حسین عبدالصمدوف و چې په عمر قید محکوم شوی و.
هغه نن د دوشنبې ښار په یوه زندان کې ساه ورکړې ده.