بشکېک کې له تشدد ډک لاریون تنظیموونکی عثمان عليف نیول شوی
په بشکېک کې د پروني لاریون چې وروسته له تشدده ډکې پېښې پهکې وشوې، تنظیموونکی کاني بېک عثمان عليف د هغه هېواد د ملي امنیت شورا نیولی دی.
هغه په دې شک چې د قدرت د نیولو هڅهیې کوله، نیول شوی دی.
کاني بېک عثمان علیف پخوا د هغه هېواد د پارلمان غړی و.
د قرغزستان د ملي امنیت شورا نن د مارچ ۳مه، وویل چې عثمان علیف او یو بل وګړی چې هویتیې نهدی څرګند شوی، په توقیف کې ساتل شوي، خو رسماً تور نهدی ورباندې لګول شوی.
د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت په همدې ورځ ویلي چې پولیسو په بشکېک کې ۱۶۶ کسان له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې نیولي وو او په هغوی کې څلور تنه لاهم په توقیف کې دي ځکه په بشکېک کې د اعتراضي لاریون په تنظیم کې د هغوی رول تر څېړنې لاندې دی.
لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې په قرغزستان کې پېژندل شوی سیاستوال، صدر جعفروف ژر تر رژه له بنده خلاص شي.