د ترکیې او روسیې ولسمشران روانه اوونۍ مسکو کې سره ګوري
د ترکیې او روسیې ولسمشران په پام کې لري د روانې اوونۍ په ترڅ کې په مسکو کې سره وګوري.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر نن د مارچ دوهمه دا خبره کړې ده.
ترکیې نن تایید کړه چې د سوریې په ادلیب ښار کې د شخړو له ډېرېدو سره یې هلته د روسي پلوه سوريایې ځواکونو پر وړاندي پوځي عملیات پیل کړي دي.
ادلیب په سوریې کې د حکومت ضد وسله والو یاغیانو وروستی پټن ځای بلل کېږي.
وروستی کړکېچ وروسته له هغه ډېر شو چې تېره اوونۍ په سوریې کې د ترکیې ۳۴ تنه سرتېري په یوه هوایې بمبارد کې ووژل شول.
د ترکیې د ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د مارچ پر ۵ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره مسکو ته یو ورځنی سفر وکړي.
ترکیې د مارچ په لومړۍ نیټه په یوه هوایې برید کې ۱۹ سوریایې سرتېري ووژل او د حکومت دوه جنګې الوتکي یې نسکورې کړې.
ترکیې او روسیې چې په سوریې کې د جګړو د مخالفو لورو ملاتړي دي، تر اوسه له یو بل سره د مخامخ جګړې ډډه کړې ده.
دغه دواړه هېوادونه له یو بل سره د پام وړ دفاعي او سوداګریزې اړیکې لري.
د روسیې ولسمشر نن د روسیې خبري آژانس تاس ته ویلي چې هېواد یې پلان نه لري له چا سره وجنګیږي خو غواړي نور هېوادونه له مسکو سره په جګړې کې له ښکېلتیا منع کړي.