د اروپايي کمېسیون مشره د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته ځي
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین ویلي چې د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته سفر کوي.
نوموړې نن په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې سره به د اروپایي شورا مشر چارلس میشل او د دې بلاک د پارلمان مشر ډېوېډ ساسولي "David Sassoli" هم ملګرتیا کوي څو اتن ته چې د کډوالو له بحران سره مخامخ دی، خپل ملاتړ وښیي.
د اروپایي ټولنې دا درې مشران به سې شنبه د مارچ درېیمه د یونان په پوله کې د دې هېواد له صدراعظم سره وګوري.
د یونان چارواکي وایي وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل هېواد کې د اروپا پر لور د تلونکو کډوالو پر مخ دروازې پرانیستلې، په همدې ورځیې د ۱۰ زرو هغو هڅو مخه نیولې چې دغو کډوالو په غیر قانوني ډول له پولې د تېرېدو لپاره کړې وه.
فن دیر لاین خبریالانو ته وویل چې د ترکیې وضعیت درک کولای شي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په برخه کې سخت وضعیت تېروي، خو د هغو پر مخ د دروازو پرانیستل حل لاره نهده.
هغې زیاته کړه چې د یونان ستونزه د اروپا ستونزه ده.