د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د دوشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي ګومارلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي. طالبانو د یادې ګومارنې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د یوناما د ځانګړي استازي په شتون کې بل استازي ته اړتیا نه شته. د دې استازي ګومارل څومره مهم دي؟
ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او د شمالي وزیرستان ځينو قبيلو پر محسن داوړ او د هغه د ګوند پر نورو غړو د ډزو پرضد په ميرامشا کې جرګه کړې او وروسته يې احتجاجي لاريون کړی دی. جرګې پرېکړه کړې چې د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو د نتیجو سمولو او پر محسن داوړ په ډزو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف تر ورکولو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي. ويډيو رپورټ
د چمن پوليسو تر هغې وروسته د فبرورۍ پر ۱۹مه ځينې پرلتوال په دې تور ونيول چې د فبرورۍ پر ۱۸مه يې د چمن پاسپورټ دفتر مخې ته کنټېنران اېښې ول او لاره يې تړلې وه.
د چین په شېنجیانګ (سېنکیانګ) کې په هغه ډنډ کې د ماهیانو نیولو کلنۍ مېله روانه ده چې په ژمي کې کنګل کېږي. پر بوسټن نومي هغه ډنډ خلک ګرځي هم او کب نیوونکي پکې دوه سوري کوي چې بیا ورڅخه د لوی جال له لارې ماهیان نیسي. هغې مېلې ته لسګونه زره خلک ورځي چې پکې کلتوري نڅا هم کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.