د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۶۵ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۱۰۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
بلوڅ ویلي چې هغو ګوندونو فیصله کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ وداني محاصره کړي او ورته د "جعلي ګوډاګیو" استازو د ورتګ مخه نیسي او داراز، د بلوچستان موازي یا متوازي اسمبلي جوړوي چې غړي به یې د صوبې د "ولس اصلي استازي" وي.
په پاکستان کې د سختې یخنۍ پر مهال ګڼ ماشومان نمونیا شوي دي. هغه ناروغي چې په پښتو کې برېښ یا سکاروی بلل کېږي، د ځانګړو مېکروبونو یا جراثیمو له وجې کېږي. روغتیاپالان وايي، میندې او پلرونه باید ټول ماشومان د نمونیا او تنفس نظام ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي. دوی داراز ټینګار کوي چې ماشومان باید په ژمي تاوده وساتل شي.
د فوټبال د اسیا جام سیالیو په پایلوبې کې قطر د اردن لوبډلې ته ماتې ورکړه او له خپلې اتلولۍ یې دفاع وکړه. یاده سیالي د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه ترسره شوه. په دې سیالۍ کې قطر د اکرم عفیف په ځلېدو سره اردن ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.
د کاستاریکا په یوه پوهنتون کې لسګونه مارونه ساتل کېږي او د هغوی له زهرو څخه په درملو کې استفاده کېږي. کاستاریکا د مار د زهرو یو له صادرونکو هېوادونو څخه دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.