د پاکستان د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف د مشر عمران خان خور عليمه خان وايي، پر ټولو خنډونو سربېره هم خلکو وښووله چې ورور یې د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغې له اسوشيېټېډ خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې ۷۱ کلن عمران خان باید نور په زندان کې پاتې نه شي او باید د ملک د حالاتو د سمولو لپاره ژر تر ژره خوشې شي. عدالت عمران خان ته د عدت په وخت کې د نکاح، دولتي رازونو د افشا کولو او د بهرنيو ډاليو خرڅولو په تورونو د ۳۱ کلونو بند سزا اورولې ده. د هغه ګوند تحريک انصاف پر نوموړي لګېدلي تورونه بې بنیاده بولي او له سیاسته یې د ليرې کولو سازش ګڼي. Читать дальше...
ملګري ملتونه اټکل کوي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي، او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې څېړنې ښيي چې ښځې په غیر متناسب ډول د بې ځایه کېدو له امله اغېزمنې شوې او د اوږدې مودې لپاره بې ځایه پاتې کیږي. د افغان کډوالو ستونزې په ځانګړې توګه هغو ښځو چې بې سرپرسته دي.
د اسلام اباد های کورټ قاضي محسن اختر کیاني د فبرورۍ پر ۱۳ مه د ورکو بلوڅ زده کوونکو د قضیې اورېدنې پر مهال کاکړ ته د فبرورۍ پر ۱۹مه عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه په پاکستان کې په شویو عامو انتخاباتو کې د پښتون او بلوڅ ملتپاله ګوندونو د څوکيو بایللو لاملونو بحث شوي دي.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د غیر حتمي پایلو تر اعلانولو وروسته شپږو ګوندونو د راتلونکي وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده. اخوا یوشمېر ګوندونو په ټولټاکنو کې د درغلیو په تور پورې کولو احتجاجونو ته دوام ورکړی دی. خو انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت وايي چې ټاکنې شفافې وې. په داسې حال کې به راتلونکی حکومت له کومو چیلېنجونو سره مخامخ وي؟ د ځواب لپاره یې د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، استحکام پاکستان پارټۍ او د بلوچستان عوامي ګوند مخکښه مشرانو د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ګډې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ.
د خوست ولایت له مرکز سره نېږدې په یوه سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. د خوست په ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ۱۰۰ تنه څه باندې څلور لسیزې مخکې وژل شوي او بیا یوځای ښخ شوي ول. د خوست اوسېدونکي وايي د پخواني شوروي اتحاد یرغل او د شوروي پلوي حکومت په کلونو کې ګڼ کسان نیول شوي او بې محکمې وژل شوي ول. ویډيويي رپورټ. یادګېرنه: د دې ویډیويي رپورټ ځینې برخې ښايي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.