د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې په چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، چاودنې د دوو انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې شوې دي. په دې ویډیو کې ګورئ چې روغتیايي او مرستندویه کارکوونکي سخت ژوبل کسان د کوټې د روغتون بیړنیو طبي خدماتو څانګې ته لېږدوي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د فبرورۍ پر اتمه د کېدونکو عامو انتخاباتو پر وړاندې امنيتي ننګونې بحث شوې دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر ټاکنیزو دفترونو دوو بېلابېلو چاودنو لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي او شاوخوا شل نور یې ټپیان کړي دي. چاودنې نن چهارشنبه په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې شوي چې مرګ ژوبله یې تر ډېره ملکیانو ته اړولې ده.
د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمان عورت مارچ په اسلام اباد کې د عدالت د هغې پرېکړې پر ضد مظاهره کړې چې پکې یې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ته د عدت مودې نه پوره کېدو پر سر د بند سزا واوروله. د اسلامي قانون له مخې عدت هغې درې میاشتنۍ مودې ته ویل کېږي چې ښځه یې د مېړه تر مړینې یا تر طلاق وروسته تر بلې نکاح مخکې تېروي. د فبرورۍ شپږمې د مظاهرې ګډونوالو وویل، هغه سزا دې ختمه شي، په سیاسي قضیو کې د ښځو شاملول ودرېږي او د هغوی پر شخصي ژوند دې بحث نه کېږي. د راولپېنډۍ... Читать дальше...
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
احمد شاه د فبرورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ په ګډون په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ د پېښو امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.
د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې يې د خپلو ۱۸ غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي. د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر سرحدي دروازه د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، امنیت، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه شامل دي. د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته ويلي چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي. Читать дальше...
پاکستان تحريک انصاف د خپل انتخاباتي کېمپين لپاره فېسبوک، وټس اپ او د نورو ټولنيزې شبکو تر څنګ مصنوعي ځيرکتيا کاروي. دا په داسې حال کې ده چې د دې ګوند رهبر عمران خان په زندان کې دی او ځينې مخکښان يې د ګرفتارۍ له وېرې مخې ته نه راځي. په دې اړه اسرار عالم مومند د مشال راډيو او رويټرز اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.