ارمنستان؛ د وروستۍ چاودنې په ځای کې د ژغورنې عملیات
په ارمنستان کې د ژغورنې ماموران د هغو جسدونو او احتمالي ژوندیو کسانو د موندلو هڅه کوي چې د دغه هېواد د پلازمېنې ایروان د وروستۍ چاودنې په سیمه کې ایسار پاتې دي. دا چاودنه د دوشنبې په ورځ شوې وه.
په ارمنستان کې د ژغورنې ماموران د هغو جسدونو او احتمالي ژوندیو کسانو د موندلو هڅه کوي چې د دغه هېواد د پلازمېنې ایروان د وروستۍ چاودنې په سیمه کې ایسار پاتې دي. دا چاودنه د دوشنبې په ورځ شوې وه.
د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه يې دا ګام پورته کړ.
د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه شوي دي. واورې د کابل ښار اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی دی خو ورسره ډېر خلک او په تېره ماشومان ډېر خوشاله دي. دوی وایي، په واوره کې هر ځای د لوبو په میدان اوړي چې خوند ورڅخه اخلي. په کابل کې عموماً په ډېسېمبر یا جنورۍ کې واوره اوري، خو سږ کال په فبرورۍ کې شوې. له تازه ورښتونو سره په هغه هېواد کې د اوږدمهاله وچکالي ختمه شوې ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شي. د ښځو د حقونو فعالانې وايي، افغان ښځې باید د دوحې د غونډې په پرېکړو کې پراخ رول ولري. د هیواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې ولې مهمه ده چې ښځې هم ګډون وکړي؟
د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د ولس د سر ساتنه مهمه ده او په انتخاباتو کې امنیت ورکول د حکومت ذمه واري ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.