ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په شمالي وزیرستان کې پر خپل مشر محسن داوړ او نورو غړو د ډزو پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او هلته یې عمومي لارې تړلې دي. اېن ډي اېم په شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ پر یوه او د صوبایي اسمبلۍ په دوو څوکیو له نوي سره د انتخاباتو غوښتنه هم کړې ده. ويډيو رپورټ
وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په غونډه کې دوی، د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمینځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي نو د طالبانو ګډون به ګټور وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتين وايي چې په زندان کې يې د پلټنو په نامه سپکاوی کېده، خو نوموړی زياتوي چې هغه پر خپل دريځ ټينګ ولاړ وو. د نوموړي د ادعا په اړه تر اوسه پاکستانيو چارواکو څه نه دي ويلي. له مشال راډيو سره د فبرورۍ پر ۱۶مه د خبرو پر مهال پشتين زياته کړه چې هغه د خل د ښې ورځې لپاره مزاحمت کوي او په دې لار کې هر ډول قربانيو ته چمتو دی. نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د پښتون ژغورنې غورځنګ په ايين کې پر اصلاحاتو او نوې تنظيم سازۍ کار پيل کړي. پشتين له زندانه تر خلاصېدو وروسته دا وخت د خېبر پښتونخوا په دوره ده. Читать дальше...
د نوالني ویاندې کیرا یرمیش، د یوې رسمي خبرتیا په حواله چې د نوالني مور، لیودمیلا ته ورکړل شوې، ويلي چې نوالني د فبرورۍ پر ۱۶مه پر ځايي وخت د ماسپښين پر ۲:۱۷ بجو په ارټيک زندان کې مړ شو.
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
د او وي ډي انفو په وينا، ۵۶ کسان د سېنټ پېټرزبرګ ښار په بېلا بېلو سیمو کې نيول شوي دي چې يو عکاس او یو خبریال هم شامل دی. هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه ورکړي چې د روسيې په نیژني نووګورود کې ۱۵ او په مسکو کې ۱۱ کسان نیول شوي دي.
د کرغیزستان یوازینی خطاط وایي نوموړی د خطاطۍ هنر ځوانانو ته ورښوول غواړي خو څوک یې نه زده کوي. خطاط تولانبوی معيدينوف وایي ټېکنالوجۍ دغه هنر د خلکو له پامه غورځولی دی. هغه د نورو منځني اسيايي هېوادونو لپاره هم کار کوي خو په دې خپه دی چې شاګردان نه لري. په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو د خبرونو د مرکزي څانګې په ویډیویي راپور کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.