په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمې انتخاباتو لپاره د هېواد په چاپخانو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده ځکه چې هلته د نوماندانو او ګوندونو د کیمپېن اشتهارونه خپرېږي. خو د چاپخانو مالکان وايي چې د انتخاباتي نخښو په اړه د بې یقینۍ او د کیمپېن ځنډېدو یې کاروبار اغېزمن کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکه د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د انتخاباتو کمېشن دا خبره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته تکرار کړې ده چې د یادې ادارې د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې شوې غونډې د ملکي حالاتو جاج اخیستی دی.
زردالي د قرغیزستان له پلازمېنې بېشکیکه لیرې پرته ارامه سیمه ده چې شاوخوا ته یې لوړ غرونه دي او خلک یې ساده ژوند کوي. د زردالي اوسېدونکي وايي سړکونه او برېښنا نه لري خو د خرونو له برکته يې ژوند یو څه اسانه شوی دی او لامل یې دا دی چې په وروستیو کې زردالي ته پر خرونو د لمرینې توانایۍ (شمسي انرژۍ) سامانونه لېږدول شوي چې اوس یې خلک له برېښنا، ټېلېفون او انټرنېټه برخمن شوي دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.