عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې کړل شوی وو. د ګوندونو د هغه اتحاد (پي ډي اېم) مشري مولانا فضل الرحمان کوله.
د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د فبرورۍ پر ۱۵مه پر خيبر پښتونخوا سربېره د بلوچستان په يوشمېر سيمو او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول. احتجاج کوونکو تور پورې کړ چې امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړي دي. د پاکستان پوځ تر انتخاباتو وروسته د ګوندونو د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. له دې پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مشر په ګډون نورو... Читать дальше...
د خوست ولایت د یوشمېر نورو سیمو په شان د قلندر د غرییزې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. دوی د څښاک پاکې اوبه، د ښوونځيو ودانۍ، د عمومي او فرعي سړکونو رغونه او د روغتیايي مرکزونو اکمال او تجهیزول د خپلو مهمو اړتیاوو په توګه یادوي. پخوا د قلندر ولسوالي ناامنه سیمه وه چې پکې ملي او نړیوالو بنسټونو د رغنیزو پروژو پلي کېدو ته زړه نه ښه کاوه. ویډیویي راپور.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.