د اوکراین او سکاټلنډ ترمنځ د فوټبال سیالې وځنډېده.
د دیدار په نوم د ورزشي خبرونو د ویب پاڼې د راپور پر بنسټ،په قطر کې د کېدونکي ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو نیمه وروستی پړاو چې تمه وه د مارچ په ۲۴مه وشي، ځنډېدلی دی.
د اوکراین د فوټبال ټولنې پر دې هېواد د روسیې د پوځي یرغل له امله، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتي و چې د سکاټلنډ پر وړاندې د اوکراین سیالي یوې بلې نېټې ته ولېږدوي.
اوسمهال فیفا د سکاټلند او اوکراین ترمنځ د سیالۍ لپاره د یوې بلې نېټې په لټه کې ده، څو دا لوبه وشي.
ګارډین
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د مارچ د اتمې، یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو پر تازه ژمنه لیکنه خپره کړې ده.
په مقاله کې د طالبانو د حکومت د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پروني ټویټ ته اشاره شوې چې ویلي یې دي" د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی."
ښاغلي مجاهد لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی، چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.
د ګارډین د مقالې لیکوال زیاتوي، طالبان د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنه داسې وخت کوي چې پر افغانستان... Читать дальше...
د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د مارچ پر اتمه په پاکستان کې هم د ښځو ورځ ولمانځل شوه. په دې لړ کې د ښځو د حقونو په دفاع کې په کراچۍ، لاهور، ملتان او اسلام اباد کې لاریونونه وشول. د لاريون ګډونوالو د روزګار د یو شان فرصتونو، ټولنيز انصاف او امنیت غوښته کوله. دا چې د پښتنو په ټولنه کې ښځې له کومو ستونځو سره مخامخ دي او د هواري لپاره یې د ټولنې او ریاست پر کچ څه هلې ځلې روانې دي؟ د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې پر همدې بحث شوی دی. د خپرونې وړاندې کوونکی شاهین بونیری دی.
د بلوچستان په سيوۍ کې نن (مارچ اتمه) په يوه چاودنه کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او د ګڼو سرتېرو په ګډون ۲۷ کسان ژوبل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې چاودنه په خلاص ځای کې شاوخوا نيم ساعت تر هغه وروسته وشوه کله چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هلته د سيوۍ په کلنۍ مېله کې ګډون کړی وو.
د سيوۍ د پوليسو ضلعي مشر دوستين دشتي خبريالانو ته وويل چې دا چاودنه د حکومتي مېلمستون سره نيزدې وشوه چې دمګړی يې پلټنې روانې دي چې ايا دلته بم اېښودل شوی وو که دا ځانمرګی بريد وو.
د چاودنې پر وخت هلته ګڼ سرحدي عسکر او پوليس ولاړ ول. Читать дальше...
فرشته موحد د طالبانو د واکمنۍ وروسته له اعتراض کوونکو ښځو یوه وه. دا نیږدې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې یې په پټه ژوند کاوه. بالاخر له افغانستانه ووته او اوس له خپل مېړه او دوو کوچنیانو سره په یوه ګاونډي هیواد کې اوسي. فرشته موحد په دې راپور کې له کابله د خپلې تيښتې کیسه کوي.
په نړۍ کې هر کال د مارچ پر اتمه د ښځو ورځ لمانځل کېږي. په دې مناسبت په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د "عورت مارچ" په نوم لاريونونه وشول. پر دې مهال ښځو دوی ته د ورپېښو ستونزو د هواري او د بنيادي حقونو د ورکولو غوښتنه وکړه.
په پاکستان کې د حکومت د یوه سیاسي مخالف ګوند په زرګونو پلویانو په خپله مظاهره کې غوښتنه وکړه، یا دې صدراعظم عمران خان استعفی وکړي، یا دې استیضاح شي.
سیاسي مخالفانو تور پورې کړ چې عمران خان نه دی توانېدلی، د پاکستان اقتصاد ښه مدیریت کړي او حکومتولي یې کمزورې ده.
د رویټرز اژانس په حواله، د پاکستان پیپلز ګوند په دغو لاریونونو کې چې اسلام اباد ته نږدې شول، مهم نقش درلود.
د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو له عمران خان وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه دې استعفی وکړي، یا دې په تازه انتخاباتو کې له دغه ګوند سره مخامخ شي. Читать дальше...
افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې په هغه ناسته کې چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په پار جوړ شوې وه وویل چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له '۲۳۹۸' ښځینه خبریالانو له ډلې '۱۹۷۰' خبریالان او رسنیز کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دغه انجمن مرستیال، اسماعیل سادات ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه، د رسنیزو کارکوونکو د راتلونکې په تړاو اندېښنه لري. موږ له اسلامي امارته غواړو هغه محدودیتونه یې چې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې وضع کړي، لیرې... Читать дальше...
په بادغیس ولایت کې یوې ۲۵ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.
په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر، غوث الدین افغان رسنیو ته وویل، دغې ښځې د مرکز قلعه نو په چاکران سیمه کې د خپل پلار په کور کې په ډزو ځان وژلی دی.
د هغه په خبره د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده.
بل خوا د بادغیس د ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر، ثنا الله ثابت ازادۍ راډیو ته وویل، دغه مړی د جنايي مدیریت له خوا روغتون ته لېږدول شوی دی.
ویل شوي، دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه.
اسلام اباد نن پولنډ ته یوه الوتکه ولېږله څو هغه ۳۰۰ پاکستانیان چې د اوکراین له جګړې پولنډ ته تښتېدلي، پاکستان ته ولېږدوي.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ویلي، د دغو کسانو اکثریت محصلان دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، که څه هم پاکستان ویلي جګړه حل لار نه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې، خو اسلام اباد پر اوکراین د روسیې حمله نه ده غندلې.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه څو ساعته وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د حملې امر وکړ، له ولسمشر پوتین سره کتلي وو. Читать дальше...
د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو استازو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.
پر وزيراعظم د بې باورۍ تحريک په لړ کې د قامي اسمبلۍ د غونډې وربللو غوښتنليک د پاکستان مسلم ليګ نواز او پاکستان پيپلز ګوند مخکښانو نن (مارچ اتمه) د اسمبلۍ په سېکرېټېريېټ کې جمع کړ او د اسمبلۍ عملې ورڅخه تر لاسه کړ.
تر دې وروسته، د پاکستان د ايين د ۵۴مې مادې له مخې، د قامي اسمبلۍ سپيکر بايد د دريو او ۱۴ ورځو په مينځ کې د اسمبلۍ غونډه ور وبلي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. Читать дальше...
سره له دې چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د بښنې عمومي فرمان صادر کړ، خو بیا هم نیوکې کېږي چې طالبانو د مخکېني حکومت نظامي او ملکي کارکوونکي د غچ یا انتقام اخیستلو له امله نیولي یا یې هم ځورولي دي.
تازه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازي سایمون مانلي د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې سازمان د بشري حقونو په شورا کې له طالبانو وغوښتل چې خپل خپاره کړي فرمان ته درناوی وکړي.
هغه په خپله بیانیه کې وویل:" د پخوانیو نظامیانو او دولتي چارواکو د غیر قانوني وژنو، نیونو او ورکېدونو په اړه ادعاوې کېږي. Читать дальше...
د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيرې د زده کوونکو بې درکه کول غېرقانوني کار بللی دی۔ شيرين مزاري پرون (مارچ اوومه) تر هغه وروسته له مشال راډيو سره خبرې وکړې چې کله په اسلام اباد کې د بلوڅ زده کوونکو پرلت ته ورغله او د هغوی غوښتنې ېې واورېدلې. بلوڅ زده کوونکو د مارچ له لومړۍ نېټې راهيسې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی او دوی د قايداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفيظ بلوڅ او نورو لادرکه کسانو د موندلو غوښتنه کوي.
په ننګرهار کې لسګونو ځوانانو د حیدرماشوم په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی.
حیدرهغه زابلی ماشوم دی چې شااوخوا میاشت وړاندې په زابل کې یوې ژورې څاه ته ولوېد او له شااوخوا ۶۰ ساعتونو وروسته مړ راوویستل شو.
د حیدر په نوم د نیالګیو کېنولو د دغه کمپاین پیل چې له هسکې مېنې ولسوالۍ شوی او څو نورو ولسوالیو ته به هم لاره پیدا کړي، تر دې دمه یې شل زره نیالګي کینولي دي.
دغه کمپاین چې د شینوارو اصلاحي ټولنې له خوا چې له ځایي ځوانانو تشکیل شوې یوه ټولنه ده، پیل شوی چې تراوسه یې ۲۰زره بوټي او نیالګي کرلي دي.
د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند دوو کلیو ته د څښلو پاکو اوبو شبکې جوړېږي.
د اوبو رسولو یاد پایپ سکیم د یونسېف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ موسسې په مالي ملاتړ د شپږ نیم میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي چې ترې نږدې زر کسان ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به کار زمېنه هم برابره شي.
د یادو شبکو تړون نورستان د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریاست او بګې او تروټ کلیوالي شوراګانو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول.
د نورګرام ولسوالۍ اړوند د بګي او تروټ کلیو ته په داسې حال کې د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړېږي... Читать дальше...
پاکستان کې د حکومت مخالفه سياسي اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر ويلي چې د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو لپاره د پارلېمان اکثریت له حکومت مخالفه ګوندونو سره ملګری دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې پرون (مارچ اوومه) په اسلام اباد کې د مسلم لیګ نواز ګوند له مشر شهباز شریف او د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره تر لیدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، د عدم اعتماد تحریک که بريالی کېږي او که ناکامېږي، دا د سیاسی بهیر یوه برخه ده.
بلخوا په پېښور... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په افغانستان کې د نجونو او ښځو په روان وضعیت اندېښنه ښيي.
دې سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، افغان نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي.
یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرالاینز له قوله لیکي، هر یو تن په دې وطن کې اوسني ناورین اغېزمن کړی، خو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
مېرمن لاینز زیاتوي،... Читать дальше...
په غور کې د طالبانو چارواکي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي امر، عبدالرحمن بدري ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کسان په شغزک کلي کې تېره شپه داسې مهال وژل شوي چې په خوب ویده وو.
د بدري په وینا، د پېښې عامل د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی.
د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.
نن د مارچ میاشتې اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی د لویدیځ له عمده غوښتنو څخه دي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونو په وار- وار... Читать дальше...
روسیې نن سې شنبه وویل چې د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون یې له ګڼو ښارونو د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستي دي.
اوکراین په دې اړه شک څرګند کړی، ځکه مسکو تر دې مخکې دا ډول ژمنه کړې وه چې خلکو ته اجازه وه یوازې روسیې او د هغې نږدې متحد هېواد بېلاروس ته ووځي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه دهلېزونه نن سهار د مسکو پر وخت لس بجې پرانیستل شوي دي.
په اوکراین کې دغه بشري دهلېزونه په چرني هیف، سُمي، خارکیف او ماریوپول ښارونو کې پرانیستل شوي دي.
د انټرفاکس خبري اژانس په حواله،... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په هغه غوښتنلیک کې چې د نړۍ ټولو دولتونو ته استول شوی له ۸۰ زرو زیات د ښځو او بشر حقونو ملاتړ کوونکو په لاسلیک کولو سره له دولتونو غوښتي چې د ښځو ملاتړ لپاره د طالبانو حکومت پر وړاندې ودریږي.
د دغه سازمان په خبره دغه غوښتنلیک د ښځو د نړیوالې ورځې په پار برابر شوی او په کې د نړۍ له ټولو دولتونو غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ څارنه او ملاتړ یې وکړي.
اوس د یو شمېر افغان ښځو سترګې د دغه غوښتنلیک یا لیک ځواب ته اوړي.
نګینه خلیلي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو واک ته تر رسېدو را وروسته په افغانستان کې نېږدې ۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
ميشل باچېلې پرون (مارچ اوومه) په جېنېوا کې د ملګرو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې وویل چې په دغو کسانو کې زياتره د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.
مېرمن باچېلې غونډې ته وويل چې د داعش په غړیتوب ۵۰ تنه تورن کسان هم وژل شوي چې د ځینو سرونه غوڅ کړل شوي او جسدونه یې غورځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري... Читать дальше...
په نیمروز کې محلي سرچینې وايي، تېر مازیګر د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوه ساعت لپاره وسله واله نښته وشوه.
په زرنج کې د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستلو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.
د سرچینې په وینا، نښته هغه وخت پیل شوه چې افغان کروندګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخسر سیمه کې د یوه کانال د کیندلو کار پیل کړ، خو ایراني سرحدي ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر اوښتو وروسته یې د دوی د مخنیوي هڅه وکړه. Читать дальше...
استاد څانګه لمر، پوهنتون ته په ورځني تګ راتګ او دغه شان په کارځای کې د وضعیت بدلون احساسوي او ازادي راډیو ته وايي چې اوس د تېر پرتله په تم ځای کې ډېره تمه پاتېږي.
نوموړې وايي: "مخکې به چې موږ پوهنتون ته تلو د ټرانسپورټ ډېره ستونزه مو نه درلوده، موخه مې دا ده چې مخکې دا محدودیتونه نه وو چې یو ښځه په مخکې سیټ کې نه شي کښیناستلی، ځکه نو ډېری موټرې موږ ته نه درېږي او موږ نه شو کولی په خپل وخت سره درسي ساعت ته ورسېږو، یعنې یو څه ډېر منتظر پاتېږو، څو یو موټر راشي او موږ پورته کړي چې پوهنتون ته ولاړ شو."... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د ډېره جات جیپ ریلي په نوم د ګاډو د ځغاستې درې ورځنۍ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. په دې سیالیو کې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه خلکو برخه اخیستې وه چې پکې ښځې هم شاملې وې. نور په ویډیويي رپورټ کې.
Спорт в России и мире
Москва
Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о единых принципах привлечения инвесторов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
«Набей им морду, покажи им, что ты настоящий белорус». Лукашенко о поездке спортсменов на Олимпиаду
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Кличко не видел Зеленского с начала конфликта с Россией
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
После резкого поста о Надежде Стрелец мама Тимати вступила в дискуссию с подписчиками и неожиданно упомянула Ксению Собчак
Москва
Daily Mail: в Польше обнаружили 27 утерянных томов братьев Гримм
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net