د کابل په خرابات کوڅه کې د موسیقۍ استادان وایي د طالبانو له راتګ سره یې کار درېدلی دې. دوی وایي پخوا چې به د موسیقۍ پروګرامونه وو نو د دوی کار روزګار به هم روان وو خو اوس په افغانستان کې پر موسیقۍ د بندیزونو له وجې یې روزګار نشته. تفیصل په دې ویډیو کې وګورۍ.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوشمېر حکومت مخالفه مشرانو د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ په استازيتوب سپيکر ته ليک لېږلی چې د اسمبلۍ غونډې ته د علي وزير د راستلو امر جاري کړي.
محسن داوړ پر ټويټر ليکلي چې نن (مارچ ۲۵مه) حکومت مخالفه ګوندونه په شريکه اسد قيصر ته ليک ولېږه چې له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ د منتخب استازي علي وزير پروډکشن ارډر يا اسمبلۍ ته د هغه د را وستلو امر وکړي.
پر دې ليک پر محسن داوړ سربېره په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند... Читать дальше...
د کوټې پولیسو د مارچ پر ۲۴مه پر هغو سرکاري ملازمینو اوښکې بهېوونکی ګېس کارولی چې د خپلو معاشونو د لوړوالي په خاطر یې مظاهره کوله. پولیسو په کمېشنر څلور لارې کې دا اقدام تر هغه وروسته وکړ چې دغو سرکاري ملازمینو حساسې سیمې (رېډ زون) ته د ننوتلو هڅه کوله.
د بلوچستان سرکاري ملازمین وايي، د نورو صوبو د حکومتي ملازمينو په شان دې د هغوی په تنخاګانو کې هم ۲۵ سلنه اضافه وکړل شي. د دوی په وينا، په پاکستان کې ګراني ډېره زیاته شوې او په اوسنیو تنخاګانو يې ګوزاره نه کېږي.
د احتجاجي لاريون پر مهال يو سرکاري... Читать дальше...
لویدیزو متحدینو په یوه سرمشریزه کې پر روسیې نور بندېزونه عملي کړي او ژمنه یې کړې ده چې اوکراین ته به نورې پوځي او بشري مرستې لېږي.
د غونډې مرام د روسیې د پوځي یرغل په ځواب کې یو متفقه غبرګون مخې ته راوړل وو.
دا پریکړې د مارچ پر مه ۲۴ په برسلز کې په یو بل پسې هغو سرمشریزو کې وشوې چې د ناټو، اروپايي اتحادیې او نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو د ډلې مشرانو پکې ګډون وکړ. د غونډې ګډونوالو د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي لخوا د غیرمحدودو پوځي مرستو خواست تر اوریدو وروسته، روان جنګ (چې اوس دویمې میاشتې... Читать дальше...
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر نن (مارچ ۲۴مه) هغه غونډه تر راتلونکې دوشنبې (مارچ ۲۸مې) پورې وځنډوله چې پکې تمه کېده، د وزیر اعظم عمران خان خلاف به د بې باورۍ تحريک پکې وړاندې شي.
تر دې وړاندې، د قامي اسمبلۍ مرکزي دفتر د مارچ پر ۲۴مه د غونډې په اړه یوه ۱۵ نکاتي اجنډا جاري کړې وه چې د وزيراعظم خلاف د بې باورۍ تحریک هم پکې شامل وو، خو کله چې نن غونډه پيل شوه نو سپيکر اسد قیصر وویل، د قامي اسمبلۍ د یو غړي خیال زمان اورکزي د وفات له کبله غونډه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې ځنډوي.
اسد قیصر وویل، دا د پارلېمان... Читать дальше...
د طالبانو د رژیم پر ضد د جوړې شوې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، طالبانو سرهیې د سولې خبرو پایله نهدرلوده او له همدې امله د جګړې د دوام اعلان کوي.
ښاغلي مسعود د نوروز په مناسبت خپل وېډیويي پیغام کې چې تېره شپه خپور شو وویل، طالبان نهغواړي هغه مېکانیزم او حللار ومني چې د افغانستان ستونزه په بنسټیزه توګه پای ته رسوي.
احمد مسعود خبرداری ورکړ، تر هغې چې طالبان یو ټولمنلی او داسې حکومت چې د خلکو د رایو پر بنسټ منځته راغلی وي ونهمني، دوی بهیې پر ضد خپلې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دوی د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به دغه هېواد ته هېڅ ډول خطر نه پېښېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له دوه ورځني سفر او هند ته تر تګ مخکې پرون (مارچ ۲۴مه) ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو د ريیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزير سراج الدین حقاني سره يې وکتل.
وانګ يي تر دې مخکې اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د اسلامي هېوادونو د همکاريو... Читать дальше...
په هند کې يوه اداره سوالګيري نرښځيان نړۍ ته د هنر مندانو په جامه کې وړاندې کوي. دا نرښځيان وايې د هنر د لارې نړۍ ته خپلې وړتياوې ښودل غواړي. ويډيو:اې اېف پي خبري اژانس. راپور او اېډټ: اسرار عالم مومند.
امریکا او ځينو نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.
د بریتانیې، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې لوړ رتبه استازي د مارچ په ۲۵مه په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.
په اعلاميه... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ناټو له غړو وغوښتل چې اوکراین ته تهاجمي وسلې ورکړي.
زلنسکي وویل، باید نور د ناټو غړي ونهوايي چې اوکرایني ځواکونه د ناټو په معیار برابر نهدي.
د ناټو مشرانو د اوکراین په اړه په خپله فوقالعاده غونډه کې پرېکړه وکړه چې اوکراین ته به نورې دفاعي وسلې ورکړي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوې میاشتې له پوره کېدو سره هممهاله د ناټو د مشرانو په فوقالعاده غونډه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له خپل هېواد سره د نامحدودو پوځي مرستو غوښتنه وکړه.
زلنسکي چې په بروکسل... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه وغندله چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نهده ورکړې.
د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغهراز د اروپايي ټولنې د لوړ رتبه استازي په پرونۍ ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.
غربي هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي... Читать дальше...
سویس وايي، په تېره فبرورۍ میاشت کې له دغه هېواد څخه د پناه غوښتونکو اکثریت افغانان وو.
د سویس د مهاجرت ادارې پرون (پنجشنبه) وویل، تېره میاشت په سویس کې ۱،۳۰۴ تنو د پناه غوښتنه کړې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې نږدې ۱۰ کم دي، خو اکثره پناه غوښتونکي افغانان او ورپسې تُرکان دي.
د دې ادارې په وینا په فبرورۍ کې ۲۴۷ افغانانو پناه غوښتې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۹۰ تنه افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.
دې ټولنې پرون (پنجشنبه) وویل چې دا ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او یا د هډوکو د ماتېدو د نرمېدو په ناروغیو اخته وو، د جرمني د سولې کلي مؤسسې په مرسته د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي دي.
په همدې حال کې ۱۹ افغان ماشومان چې وړاندې د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي وو، له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د جرمني د سولې کلي مؤسسې په تېرو څه باندې درې لسیزو کې څه باندې ۴،۵۰۰ افغان... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، تر ۵ زره ډېر افغان پناه غوښتونکي یې د کاناډا د مهاجرت پروګرام ته معرفي کړي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا افغانان د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا (اېس ای وي) په پروګرام کې شامل وو.
په همدې حال کې د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت اداره وايي، د امریکا له لوري ورمعرفي شوي افغانان به د متحده ایالاتو له خاورې څخه نه، بلکې له یوه درېیمګړي هېواد څخه کاناډا ته انتقال او هلته دېره کړل شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا (شنبه) د کوېټ له لوبډلې سره تمریني مسابقه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالي به د ترکیې په انتالیا ښار کې وشي.
دی زیاتوي: "زموږ تمریني کمپ له درې ورځو راهیسې د ترکیې په انتالیا کې پیل شوی. څو نوي لوبغاړي زموږ له لوبغاړو سره یوځای شوي. ټاکل شوې ده چې یوه بله تمریني مسابقه د مارچ په ۲۹مه په انتالیا کې ولرو."
د افغانستان او کوېټ مسابقه به له دې کبله چې تمریني ده، په ټلوېزیونونو کې خپره نهشي.
د اوکراین سمندري ځواک پرون (پنجشنبه) وویل چې په ازوف سمندرګي کې یې د روسیې یوه ستره جنګي بېړۍ لهمنځه وړې ده.
د روسیې دا جنګي بېړۍ چې اورسک نومېده او د ځواکونو او تجهیزاتو د وړلو لپاره وه، په تور سمندر کې د دغه هېواد تر ټولو ستره بېړۍ وه.
په رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې تور لوګي او اور لیدل کېږي چې له بېړۍ څخه پورته کېږي.
د پاکستان پوځ وايي، پرون سهار سختدریځو د افغانستان له خاورې له اوښتو وروسته په پاکستان کې ۴ سرتېري ووژل.
د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، برید د شمالي وزیرستان په حسنخېل ښارګي کې وشو. دا ښار یو وخت د پاکستاني طالبانو او نورو سختدریځو ډلو مرکز و.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د سختدریځو برید یې ناکام کړی او مرګژوبله یې وراړولې ده.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د مرګژوبلې د شمېر په شمول نور جزئیات نهدي څرګند شوي. Читать дальше...
فرانسې ته په وروستیو میاشتو کې د وړل شویو افغانانو د حالت په اړه د بشري حقونو د څارونکو راپور پرون (پنجشنبه) خپور شو.
د دې ډلې په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې فرانسې له دغو افغانانو سره مهمې مرستې کړي، خو د روحي او اجتماعي ملاتړ له نظره د پام وړ تشه لیدل کېږي.
راپور وايي، د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته فرانسې له افغانستانه د ۲ زره ۶۳۰ افغانانو په شمول تر ۳ زره ډېر کسان وایستل.
د بشري حقونو څارونکي وايي، دا افغانان فرانسې ته له رسېدو او مېشتېدو وروسته د پناه د غوښتنې په عمومي سیستم کې داخل شول. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دوی د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به دغه هېواد ته هېڅ راز خطر نهپېښېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له دوه ورځني سفر او هند ته تر تګ مخکې پرون ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو د رئیسالوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني سره وکتل.
د سیاسي چارو کتونکي وايي، چین له افغانستانه د اویغور بېلتون غوښتونکو له درکه اندېښنه لري، خو طالبانو د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاد ورکړ. Читать дальше...
بي اېن اېن-بلومبرګ
کاناډایۍ خپرونې (بي اېن اېن-بلومبرګ) کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر لیکنه خپره کړې ده.
دا خپرونه لیکي چې د وانګ یي سفر اعلان شوی نهو، دی له اسلاماباده د پنجشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د پاکستان په پلازمېنه کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه.
خپرونه وړاندې لیکي چې تېر ځل په ۲۰۱۸ کال کې د چین دا جګپوړي ډیپلومات افغانستان ته تللی و او هغه وختیې د امریکا د ملاتړي حکومت له ولسمشر اشرف غني سره کتلي و.
د خپرونې په باور... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Кто создает «креативный код» страны?
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Теннисист Медведев может спуститься на пятое место в ATP после "Мастерса" в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Сотрудники СЛД «Курск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» продолжают проводить экологические акции
Путин в России и мире
Москва
В этот день ровно 30 лет назад будущий президент Российской Федерации был гидом будущего короля Великобритании в экскурсии по Ленинграду
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Шесть городов Белоруссии и Азербайджана стали побратимами
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
ABC: Зеленский недоволен результатами визита Блинкена в Киев
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Совместная Песня со Звездой.
Москва
В школах Таджикистана начали отмечать День славянской письменности и культуры
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net