د بشري حقونو څار سازمان
د بشري حقونو د څار سازمان پر خپله وېبپاڼه په یوه مقاله کې د افغان نجونو پر تعلیم تمرکز کړی دی.
په مقاله کې زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې مرستندویه ادارو ته څلور لارښوونې وړاندیز شوې دي.
له توپیري چلند پرته د زدهکړو تمویل، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د زدهکړو د مدافعینو ملاتړ، د هغو افغانانو ملاتړ چې د پوهنې د حق د دفاع په خاطر له تهدید سره مخامخ دي او پوهنې ته د لاسرسي د ټولو اړخونو څارنه هغه څلور ټکي دي چې د بشري حقونو د څار سازمان وړاندیز کړي دي.
طالبانو... Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې تېر ماښام په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دوه تنه ټپیان شول.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون دوشنبه ماښام شااوخوا ۶ بجې د جلالاباد ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک هغه مهال رامنځته شوه چې دوو کرولا او ډاټسن موټرو سره ټکر وکړ.
د دغه ټکر په نتیجه کې ۴ ښځې، یو ماشوم او درې نارینه مړه شول او یو نارينه او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
ښاغلي شېرزاد ویلي چې ټپيان د درملنې په هدف حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز پرون په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له پخواني رئیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا وکتل.
یوناما پر خپله ټویټرپاڼه د دغو لیدنو کتنو پخلی کړی او له دواړو مشرانو سرهیې خبرې ګټورې بللې دي.
یوناما ویلي چې دیبرا لاینز او ښاغلي کرزي د راتلونکي کال په اړه چې د ملګرو ملتونو کورنۍ څرنګه کولای شي، د افغانانو د هیلو او ملاتړ په برخه کې نوره مرسته وکړي، خبرې وکړې.
یوناما له ښاغلي عبدالله سره د دیبرا لاینز د... Читать дальше...
روسیه وایي، له جاپان سره له هغو خبرو ځان باسي چې هدفیې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د سولې د یوه تړون لاسلیک کول دي.
مسکو ويلي دغه اقدامیې د توکیو د هغه سخت دریځ په وړاندې غبرګون کې کړی چې د اوکراین په جګړهیې د مسکو پر ضد غوره کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې روسیه له خپل لوري نیت نهلري چې له جاپان سره د سولې د یوه تړون په اړه خبرو ته ادامه ورکړي.
روسیې او جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په خپلو کې د سولې هېڅ رسمي تړون نهدی لاسلیک کړی. Читать дальше...
د اوکراین په ماریوپول ښار کې اوکرایني ځواکونو او د دې ښار اوسېدونکي د روسي ځواکونو د حملو په وړاندې مقاومت ته چې د اوکراین حکومت هغه یو زړهور مقاومت بللی، دوام ورکوي.
په عین حال کې د اروپایي ټولنې جګپوړي ډیپلومات روسیه د پراخ جنګي جنایت په ترسره کولو تورنه کړه.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په بروکسل کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وویل، هغه څه چې په ماریوپول کې روان دي، هغه یو پراخ جنګي جنایت دی او زیاتهیې کړه چې روسیه په دې ښار کې هر څه لهمنځه وړي، بمباري کوي او هر څوک وژني. Читать дальше...
پر اوکراين د فرورۍ له ۲۴مې شروع شوي روسي یرغل کې پر ساحلي ماریپول ښار سخته بمباري شروع ده. په ښار کې د څښاک او خوراک توکي کم شوي دي. ملګرو ملتونو د مارچ په ۲۰مه وویل چې تر دغه وخته په اوکراین د روس په یرغل کې څه د پاسه ۹۰۰ اوکرایني وګړي وژل شوي او نزدې ۱۵۰۰ ژوبل شوي دي. تفصیل په دې ويډيو رپورټ کې.
د چين سرکاري رسنۍ وايي د مساپرو يوه الوتکه د دغه هيواد په جنوبي غرییزه سیمه کې لویدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۳۲ مساپر او عمله سپاره وو.
د رسنیو له مخه دا الوتکه له کنمنګ ښار څخه ګوانګځو ښار ته روانه وه. تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې څو کسان مړه دي خو اندېښنه ښودل شوې چې څوک به روغ نه وي پاتې.
د چين سرکاري سي سي ټيليويژن وايي چې دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د چین ايسټرن لاین ملکیت وو او زیاتوي چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي دي. د چين ژينهوا خبري اژانس پر ټويټر ويډيو خپرې کړې چې پکې د ژغورنې ډلې د الوتکې په پاتې شونو پسې ګرځي. Читать дальше...
په پېښور پوهنتون کې استادانو تعليمي هلې ځلې بندې کړې دي او له تيرو دوو اونيو راهيسې په احتجاج ناست دي. احتجاج کونکي په تنخواګانو کې د زياتوالي او تعليمي معيار د ښه کولو غوښتنه کوي. حکومت تر دې دمه د استادانو احتجاج په اړه څه نه دي ویلي. ويډيويي رپورټ
سپريم کورټ په اسلام اباد کې د حکومت او مخالفه ګوندونو د پلان شوو جلسو په تناظر کې د عدم اعتماد تحريک بهیر په سوله ییز ډول کولو په اړه پر شوي درخواست اورېدنه کړې.
د مارچ پر ۲۱مه دا اوریدنه د د سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر محمد احسن بهون په درخواست شوې ده. هغه دا درخواست تر هغه وروسته دایر کړ چې د مارچ په اتمه د مخالفه ګوندونو لخوا د وزیر اعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک مسوده جمع شوه. په درخواست کې غوښتنه شوې ده چې د عدم اعتماد تحريک بهیر دې په سوله ييز ډول ترسره شي.
د اورېدونې په مهال... Читать дальше...
په تيرو څو ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې درې نرښځيان وژل شوي دي. پوليس وايي د نرښځيانو د وژنې په تور يې ګرفتاريانې هم کړې دي خو نرښځيان بيا د پوليسو د تفتيش او له مرستې ډاډمن نه دي.
نر ښځيان وايي چې په تيرو څو کلونو کې د دوي پر ضد د تشدد پېښې زياتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي.
د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم، دغه سازمان وايي، لا معلومه نهده چې طالبان به د ټولو نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي پرانیزي او که نه.
دغه سازمان زیاتوي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي. Читать дальше...
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي وزیراعظم عمران خان او د قامي اسمبلۍ سپېکر له ايينه سرغړونه کړې ده.
نوموړي د مارچ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې سپېکر اسد قیصد په ۱۴ ورځو کې پر عدم اعتماد د رایو اچولو لپاره د اسمبلۍ غونډه نه ده راغوښتې چې دا د ایین خلاف کار دی. هغه زیاته کړه چې دا مسله به سپریم کورټ ته وړي. ((د پاکستان ایین وايي چې د عدم اعتماد تحریک وړاندی کېدو وروسته باید په ۱۴ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه راوبلل شي. وزیراعظم عمران خان ته له لومړۍ ورځې راهیسې خپل شکست... Читать дальше...
د اوکراین حکومت په پام کې لري چې له کلابند شوي ماریوپول ښار څخه د خلکو د ایستلو لپاره په لسګونو بسونه ولېږي.
د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرشچوک ویلي چې نن دوشنبه به دغه ښار ته نږدې ۵۰ بسونه ورسېږي.
اټکل کېږي چې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې به ۳۵۰ زره کسان راګیر پاتې وي.
د اوکراین چارواکو په دغه ښار کې د یوې انساني غمیزې د احتمال خبره کړې ده.
د ښار اوسېدونکي له اساسي خدماتو لکه د اوبو، خوراکي او سونګ توکو له کموالي سره مخامخ دي.
روسیه هڅه کوي چې پر دغه ستراتېژیک ښار ولکه ټینګه کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د راروانې جمعې په ورځ پولنډ ته سفر وکړي چې له ولسمشر اندري دودا سره پر اوکراین د روسیې د یرغل په باب خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې د دې سفر د پلان خبر ورکړ.
د اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن به پر دې بحث وکړي چې د امریکا متحده ایالات، دغهراز نور متحدان او شریکان بهیې په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه جګړې له کبله د راغلي بشري بحران په وړاندې د مبارزې لپاره څه اقدامات وکړي.
اعلامیه زیاتوي، بایډن به د پولنډ تر سفر مخکې په بلجیم کې د... Читать дальше...
د اوکراین د صدراعظم مرستیاله وايي هېڅ سؤال نه پیدا کېږي چې اوکراین دې په ماریوپول کې وسله پر ځمکه کېږدي.
ایرینا ویریشچوک نن سهار وختي ویلي، د تسلیمېدو او پر ځمکه د وسلې ایښوولو بحث هېڅ مطرح نهدی.
هغې زیاته کړې چې دوی له مخکې په دې اړه د روسیې لوري ته اطلاع ورکړې ده.
روسیې پرون یکشنبه له اوکرایني ځواکونو وغوښتل چې په بندري محاصره شوي ښار ماریوپول کې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.
په افغانستان کې طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لومړۍ ورځې يا نوروز د لمانځلو سره مخالفت ښودلی او ويلي یې دي چې دا ځل به په رسمي ډول نه لمانځل کيږي.
په افغانستان کې هر کال نوی کال یا نوروز په ټولو ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېده، خو سږکال چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د نوروز د رسمي مراسمو څرک نهلګېږي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند محمد یونس صدیقي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به عمومي رخصتي نه وي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالاحد عماد روېټرز ته ویلي... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د فرانسې د سره صلیب ادارې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې روغتونونه بېرته فعال کړي.
د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وزارتیې تر اوسه توانېدلی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې د پنځو روغتونونو لپاره د تمویل مالي سرچینې پیدا کړي.
ښاغلی هژیر زیاتوي: "په هغه سفر کې چې د روغتیا سرپرست وزیر د نورو وزارتونو له پلاوو سره جنوا ته درلود، هلته د ای ار سي په نوم یوه بنسټ ژمنه وکړه چې د «کووېډ-۱۹» ټول روغتونونه... Читать дальше...
د طالبانو د استخباراتو ریاست د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال کنت فرانک مککنزي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي دي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه د ودې په حال کې ده.
دې ریاست پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د داعش د نظامي حضور په اړه د جنرال مککنزي څرګندونې په کلکه رد کړي او هغهیې د استخباراتي تبلیغاتو یوه برخه بللې دي.
د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي، داعش د افغانستان په هېڅ برخه کې فزیکي حضور نهلري او هغه نور د اندېښنې وړ نهده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ... Читать дальше...
په کندهار کې د یوه ملي سوداګر د دوهنیم ملیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو.
دا فابریکه چې د حاجي شمسالله عطا په نوم د ملي سوداګر لهخوا د کندهار په صنعتي پارک کې جوړېږي، کار بهیې په ۱۵ میاشتو کې بشپړ او په لومړي سر کې به د ۹۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د ښاغلي عطا په خبره دغه فابریکه به په یوه ساعت کې له پنځو نه تر اوو ټنو پورې د تعمیراتي سیخونو د تولید ظرفیت ولري.
د کندهار په صنعي پارک کې د دغې فابریکې د جوړولو کار داسې مهال پیلېږي چې... Читать дальше...
د پاکستان د ملي پارلمان ولسي جرګې پرېکړه کړې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ په ۲۵مه به د پاکستان صدراعظم عمران خان ته د عدم اعتماد په اړه رایې اخلي.
دا به له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې عمران خان د صدراعظم په توګه کار پیل کړی، د نوموړي په وړاندې تر ټولو سخته ازموینه وي.
عمران خان ته د عدم اعتماد په اړه د رایې اخیستو اعلان د ولسي جرګې رئیس وروسته له هغې وکړ چې په دې جرګه کې د مخالفو ګوندونو اتحاد تېره میاشت د عمران خان په وړاندې یوه لایحه وړاندې کړه او ویېویل چې هغه په پارلمان کې اکثریت له لاس ورکړی... Читать дальше...
سبا به اسلاماباد د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو کنفرانس د سازمان د یوې بلې غونډې کوربه وي.
د اسلامي همکاریو کنفرانس سازمان یا «او ای سي» په خپله وېبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به په ۴۸مه غونډه کې چې د مارچ له ۲۲مې تر۲۳مې د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې جوړېږي، د افغانستان پر روان وضعیت او په دې هېواد کې د دې سازمان د هڅو د پراختیا پر موضوع خبرې وکړي.
«او ای سي» دا غونډه د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د دې سازمان... Читать дальше...
نن د نوي ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري یا حمل لومړۍ نېټه د نوروز ورځ ده.
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې نوروز په رسمي مراسمو نهلمانځي او نه هم نن عمومي رخصتي ده، خو که خلک دغه ورځ لمانځي دوی یې مخه نهنیسي.
دغهراز یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو او ملګرو ملتونو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او د سولې او سوکالۍ هیلې یې کړې ډي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نوي کال په مناسبت غږیز پیغام کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، وویل... Читать дальше...
په بولیویا کې ښځې د کبډۍ سيالي کوي چې ورته چولیتا رېسلینګ ویل کېږي. دا د ځايي ایمارا کلتور او د بولیویا د اوسنۍ کبډي مجموعه ده چې پکې زور کم او هنر زیات استعمالېږي. دا سيالي زیاتره وخت په دوديزه رسمونو کې ترسه کېږي.
ګارډین
د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر په واشنګټن ډي سي کې ټکسي چلوي. بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین لیکلي چې خالد پاینده امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې اوس د اوبر ټکسي چلوونکی دی.
هغه زیاته کړې چې که په راتلونکو دوو ورځو کې ۵۰ ځلې خلک په ټکسي کې یوسي، ۹۵ ډالره انعام به ترلاسه کړي.
ګارډین د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له قوله لیکلي چې پاینده په یوه شپه کې د شپږو ساعتونو له کاره، شااوخوا ۱۵۰ ډالره عاید ترلاسه کوي.
۴۰ کلن پاینده د افغانستان د لیرې کړل شوي ولسمشر اشرف غني د مالیې وزارت سرپرست... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net