Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 06.03.2022

په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې لسګونه فعالانو او زده کوونکو د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفیظ بلوڅ او نورو ورکو کسانو د موندلو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. د مارچ پر شپږمه لاریونوالو پر خولو او سترګو پټۍ تړلې وې، لاسونو ته یې زنځیرونه اچولي ول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې ټول ورک بلوڅان پیدا کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. حفیظ بلوڅ په فبرورۍ کې د بلوچستان له خضداره ورک شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې یوشمېر فعالانو د ورکو کسانو موندلو لپاره د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته هم دوام ورکړی.

د کابل ښاروالۍ نرخ پاڼو ته غبرګونونه؛ خلک: د توکو بیې ډېرې لوړې ټاکل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښاروالۍ له خوا د خوراکي او سونګ توکو هټیوالو او دوکاندارانو ته د نرخ پاڼو یا نرخنامو له وېش څخه کابو څلور ورځې تېرې شوې دي.  د کابل ښار په منډوي کې د وریجو یوه پلورنځي له مالک حاجي نعمت وایي،" موږ د نرخونو د دغه نرخنامې له وېش څخه خوښ یو، خوافغانستان یو واردونکی هېواد دی. بیې هره ورځ بدلېږي. د بیو د لوړېدو او راټیټېدو له امله باید دا نرخنامې بدلې شي."  خو په دا نرخ پاڼو کې یوازې د خوراکي توکو بیې نه دي مشخصي شوي، بلکې د تېلو او ګازو په شمول د سونګ توکو بیې هم په ډاګه شوي دي.  د کابل... Читать дальше...



د پوهنتون استاد باقر محسیني د طالبانو له بنده خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د سیاسي چارو شنونکی باقر محسیني چې د جمعې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی و خوشې شو. ښاغلي محسیني ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو له خوا داسې ځای ساتل کېدو چې ونه توانېد وپوهېږي کوم ځای و. نوموړی وايي، مناسب چلند ورسره شوی او کوم سوء تفاهم چې رامنځته شوی د دواړو لوریو له خوا توضیح او حل شو. له دې مخکې هم ګڼ سیاسي فعالان او د ښځو د حقونو مخکښې په کابل کې لادرکه شوې وې چې له څو اوونیو زندان وروسته بالاخره ځینې یې د طالبانو له زندانونو خوشې شوې. په دې ډله کې تمنا زریاب پریاني، پروانه... Читать дальше...

په روسیه کې د اعتراضونو پر مهال له ۱۰۰۰ زیات کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال تر زرو ۱۰۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.   دغه اعتراضونه په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بې دلیله جګړې پر خلاف شوي دي.   دا خبره د اعتراضونو د څارنې یوه خپلواک بنسټ نن یکشنبه کړې ده.   د جګړې ضد لاریونونه د قزاقستان په لوی ښار الماتې کې هم وشول، چې اعتراض کوونکو په کې خبرداری ورکړ، که جګړه ونه درول شي، قزاقستان به د جګړې بل میدان وي.   د OVD-INFO په نوم د اعتراضونو د څارنې خپلواک بنسټ ویلي، د روسیې په ۲۱ ښارونو کې شااوخوا زر کسان د اعتراضونو پر مهال نیول شوي دي.

روسیه کې د ازادي راډیو فعالیت وځنډېد؛ چارواکو یې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیه کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې د روسیې د مالیې چارواکو د دې راډیو د روسي څانګې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه او پولیسو یې پر خبریالانو فشارونه زیات کړي دي.  دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هر هغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومېدای شي.  د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وویل، دغه پرېکړه پردې راډیو پر حقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده. Читать дальше...

د ښځو حقونو او ښې حکومتولۍ په اړه طالبانو ته د بهر مېشتو افغانانو سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

په بهر کې د مېشتو افغانانو د درې بنسټونو استازو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېرو دوو اوونیو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره کتنه کې له هغوی غوښتي چې د ښې حکومتولۍ لپاره زمینه برابره کړي.  اراده، د افغانستان د بیا رغونې غورځنګ او د افغانستان د ښځو اسلامي ټولنه هغه بنسټونه دي چې استازو یې طالب چارواکو سره خبرې اترې کړي.  د ادارې بنسټ مشر سیداغا وايي:" موږ په درې برخو کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې. د ښځو د حقونو په اړه مو خبرې وکړې او ښځې هم زموږ غونډو کې وې. د ښې حکومتولۍ... Читать дальше...

طالبان: د افغان رسنیو لپاره د بهرنۍ مالي مرستې د را خپلولو په لټه کې یو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوه سیمه‌ییزه خبریاله اصیله احمدزۍ د  رسنیو د  مالي او د خبریالانو د اقتصادي ستونزو په اړه وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ډېر شمېر رسنۍ د اقتصادي ناورین سره مخ شوې او اوس د دې وړتیا نه‌لري چې د خپلو کار کوونکو حقوق ورکړي.  اغلې احمدزۍ زیاته کړه: "د افغانستان په رسنیو کې کار کوونکي چې وروستیو کې ورته بودجه نه‌شته، خپلې دندې پريښي."  د افغانتسان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه د رسنیو د اقتصادي ستونزو په تایید سره وايي، د دوی د سروې پر بنسټ چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یې وکړه،... Читать дальше...



د کندهار په سپین بولدک کې یوه ماشومه څاه ته تر لوېدو وروسته مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه ماشومه څاه ته تر لوېدو وروسته مړه شوې. د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند ازادي رادیو ته وویل، تېره ورځ ناوخته د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په معروفانو نومي کلي کې یوه ماشومه نجلۍ ۷۰ متره ژور څاه ته لوېدلې چې وروسته د ښاروالۍ د پرسونل په هڅو د نجلۍ جسد را ایستل شوی دی. د څرګند په وینا، دا نجلۍ پرون په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې له خپل کوره ورکه شوې وه. په دې وروستیو کي ورته پيښي ډيري شوي دي. په تېره یوه میاشت کې په هلمند او زابل ولایتونو کې درې ماشومان په څاه کې د لوېدو له کبله مړه شوي دي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیې کې خپل فعالیت وځنډاوه 

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیه کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې د روسیې د مالیې چارواکو د دې راډیو د روسي څانګې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه او پولیسو یې پرخبریالانو فشارونه زیات کړي دي.  دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هرهغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځ څخه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومیدای شي.  د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وویل، دغه پریکړه پردې راډیو پرحقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده. Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا د مالي صندوق د فعالېدو چارې څه ډول پر مخ ځي؟

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا افغانستان سره د بشري مرستو د مالي صندوق د جوړېدو له پرېکړې، دوه نیمې میاشتې تېرېږي، خو ښکاري هغه ډول چې اړینه ده، د دې صندوق د فعالېدو چارې ښې مخ‌ته نه ځي. تازه د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت په اسلام‌‌اباد کې پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د مالي صندوق د فعالېدو په اهمیت  ټینګار کړی. دې سازمان په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دا سفر د هغو هڅو د همغږۍ او اغېزمنتیا لپاره... Читать дальше...

افغانستان په دویمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې بنګلادېش ته ماته ورکړه

Mashaalradio.com 

د مارچ پر پینځمه په میرپور کې په دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی بالنګ وکړ او بنګلادېش په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې پوره کړ.

ازادې اروپا راډيو په روسيه کې خپل کار ځندولی

Mashaalradio.com 

د مارچ پر پينځمه نېته د ازادې اروپا راډيو په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روس کې یې د فزيکي شتون ځنډولو لاملونه د روسیې د ټېکسونو ادارې کاروايي او د پوليسو له خوا یې د خبريالانو د ځورونو ډيرېدل دي.

امن سیمو ته د اوکراینیانو کوچېدل؛ نن به د کډوالو شمېر یو نیم ملیونو ته ورسیږي

Pa.azadiradio.com 

اټکل کېږي، چې نن به د اوکراین له جګړې د کډه شویو کسانو شمېر یونیم ملیونو ته ورسېږي.   پر اوکراین د روسیې د یرغل نن یوولسمه ورځ ده چې د اوکراین په ګڼو برخو کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.   د اوکراین له جګړې زیات کسان ګاونډيو هېوادونو پولنډ، رومانیا، سلواکیا او نورو ځایونو ته کډه شوي چې نن به یې شمېر یونیم ملیونو ته ورسېږي.   په لسګونو زره نور کسان په اوکراین کې دننه له یوې سیمې، بلې هغې ته کډه شوي دي.   د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ اټکل کړی چې د اوکراین د کډوالو... Читать дальше...

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي دي.  په هرات کې د طالبانو د استخباراتو رياست د مطبوعاتو مسؤل ثابت هروي ويلي چې دا پېښه وړمه شپه شوې او په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ماشومان، يوه يې ښځينه او بل نارینه دی.  د طالب وياند په وينا د پېښې د عاملانو په اړه پلټنې روانې دي.  ده د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو او کېف ترمنځ بل پړاو خبرې پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته ټاکل شوې ده چې د مسکو  او کېف ترمنځ بل پړاو خبرې وشي.  د اوکراین د مرکچي پلاوي غړي دیوید ارخامیا پر خپله فېسبوکپاڼه کښلي چې د دواړو هېوادونو درېیم پړاو خبرې به سبا دوشنبې ترسره شي.   د دواړو لورو ترمنځ تېر ځل د بلاروس په سرحد کې پای ته ورسېدې خو کومې پایلې ته و نه رسېدل.

د هند له لوري مرسته شویو غنمو دوهمه جوپه نن افغانستان ته رسیږي

Pa.azadiradio.com 

د هند له لوري د مرسته شویو غنمو دویمه جوپه پرون د واګې بندر له لارې پاکستان ته دننه شوه او ټاکل شوې چې نن افغانستان ته ورسیږي.   پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، په دویم پړاو کې پر ۳۶ لاریو بار ۲ زره ټنه غنم په واګې بندر کې له امنیتي او ګمرکي چارو وروسته نن افغانستان ته انتقالیږي.   د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخی، د هند له لوري مرسته شوي ۵۰زره ټنه غنم باید په یوه میاشت کې د پاکستان له طریقه افغانستان ته انتقال شي، خو اوس چې د دې لړۍ له پیل څخه دیارلس ورځې تیریږي، تر اوسه... Читать дальше...

د هرات سوداګر: ایران زموږ لاریو ته اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت سوداګر له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.   د هرات ولایت سوداګرو د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو لپاره کومې لارۍ چې ایران په ځانګړي ډول د دوغارون بندر ته ورځي، ډېر ځله ایران اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي.   د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګرو له خولې ویل شوي چې بر عکس بیا د ایران پر سوداګریزو توکو بار ډیر شمیر لارۍ هره ورځ افغانستان ته راځي او دې مسئلې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ستونزې پیدا کړې دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Персональные новости
Театр

Театра кукол «Ульгэр» в Улан-Удэ проводит етс фотосессию детям





اڅکزی: پښتانه به خپلې ستونزې په ګوته کوي او حل لاره به يې ټاکي

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" په اړه به د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مارچ پر ۱۱مه درې ورځنۍ جرګه کوي. محمود خان اڅکزي له مشال راډيو سره د ځانګړي مرکې پر مهال ويلي چې په دې جرګه کې به د پښتنو د هر ګوند، ټبر او مسلک سره تړلي مخور ګډون کوي او د پښتنو ستونزې او د هغوی حل لارې به په ډاګه کوي. بوريوال کاکړ له محمود خان اڅکزي سره په کوټه کې مرکه کړې ده.

زیلینسکي یو ځل بیا له بایډن سره د اوکراین او روسیې پر مسئله خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پرون وویل چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې د اوکراین د اقتصادي او امنیتي ملاتړ او پر روسیې د بندیزونو د دوام په اړه خبرې کړي دي.  ښاغلي زیلینسکي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له ولسمشر بایډن سره یې د پر له پسې مکالمو په دوام کې له نوموړي سره بیا خبرې کړي دي.  د سپینې ماڼۍ له اعلان سره سم، د دواړو ولسمشرانو خبرو نیم ساعت دوام وکړ.

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر  ماریوپل ښار بمبار ته زور ورکړی 

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د ماریوپل ښاروال پرون وویل، د روسیې ځواکونو پر دغه ښار د جنګي الوتکو په وسیله بمبارۍ ته زور ورکړی دی.  وادیم بویچنکو د اوکراین تلوېزیون ته وویل، دا ښار سخت کلابند دی او پر هستوګنو سیمو یې پرله پسې بمبارۍ دوام لري.   روسیې ویلي چې پر ماریوپل ښار به بمباري ودروي چې اوسېدونکي یې له ښاره ووځي.  دا ښار چې د اوکراین په جنوب کې دی، ۴۳۰ زره نفوس لري.   روسي ځواکونه هڅه کوي چې د اوکراین جنوب، چې د سمندر اوبو ته لار لري، ونیسي.

د اسرایل صدراعظم له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی 

Pa.azadiradio.com 

د اسرایل صدراعظم نفتالي بنت، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.  د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، نفتالي بنت د کاري سفر لپاره مسکو ته ورغلی خو ده نور جزئیات څرګند نه کړل.  اسرایلي رسنیو د نوموړي ناببره سفر د اوکراین په جګړه کې د منځګړتوب لپاره هڅه بللې ده.   د اسرایل صدراعظم پر اوکراین د روسیې د یرغل په اتمه ورځ ویلي و چې باید داسې مشران پیدا شي چې د روسیې او اوکراین مشران د جګړې له میدانه د خبرو مېز ته راولي.

ماسترکارډ او وېزه کارډ په روسیې کې خپل فعالیت دروي

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې د امریکا د بندیزونو په دوام کې د کریډیت دوو سترو شرکتونو، ماسترکارډ او وېزه کارډ  اعلان وکړ چې په روسیه کې خپل فعالیت دروي.  ماسترکارډ د جګړې له کبله نامطمینه اقتصادي چاپېریال ته په اشارې ویلي، پرېکړه یې کړې چې د خپلې شبکې خدمات په روسیه کې وځنډوي.  ویزه کارډ هم ویلي چې په روسیه کې به له خپلو مشتریانو او شریکانو سره فوري همکاري وکړي چې په راتلونکو څو ورځو کې په ویزه کارد د پیسو د لېږد رالېږد ټولې چارې ودروي.

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о строительстве спортивных объектов


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Вокруг парка на электромобиле: что будет доступно напрокат в Москве





Путин в России и мире
Москва

«Ану-ка, девушки!»: какой была легендарная передача, которая вернется на ТВ


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил о желании построить в Белоруссии вторую АЭС




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Генсек НАТО прибыл в Киев: главные заявления Столтенберга и Зеленского


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Майкл Джексон

Ему сделали 9 операций! Вот Мюрат Джексон



Москва

Московское «Динамо» объявило об уходе капитана Миронова

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net