د اسرایل صدراعظم له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی
د اسرایل صدراعظم نفتالي بنت، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، نفتالي بنت د کاري سفر لپاره مسکو ته ورغلی خو ده نور جزئیات څرګند نه کړل.
اسرایلي رسنیو د نوموړي ناببره سفر د اوکراین په جګړه کې د منځګړتوب لپاره هڅه بللې ده.
د اسرایل صدراعظم پر اوکراین د روسیې د یرغل په اتمه ورځ ویلي و چې باید داسې مشران پیدا شي چې د روسیې او اوکراین مشران د جګړې له میدانه د خبرو مېز ته راولي.