جو بایډن د پولنډ له ولسمشر سره ګوري
سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې د دې سفر د پلان خبر ورکړ.
د اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن به پر دې بحث وکړي چې د امریکا متحده ایالات، دغهراز نور متحدان او شریکان بهیې په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه جګړې له کبله د راغلي بشري بحران په وړاندې د مبارزې لپاره څه اقدامات وکړي.
اعلامیه زیاتوي، بایډن به د پولنډ تر سفر مخکې په بلجیم کې د ناټو، د اوو لویو صنعتي هېوادونو او اروپايي ټولنې له رهبرانو سره وګوري.
