سویس وایي تېره میاشت له دغه هېواد څخه د پناه غوښتونکو اکثریت افغانان وو
![سویس وایي تېره میاشت له دغه هېواد څخه د پناه غوښتونکو اکثریت افغانان وو](https://gdb.rferl.org/5B2D66C5-BE62-4B6D-8CA4-093149F91946_w800_h450.jpg)
سویس وايي، په تېره فبرورۍ میاشت کې له دغه هېواد څخه د پناه غوښتونکو اکثریت افغانان وو.
د سویس د مهاجرت ادارې پرون (پنجشنبه) وویل، تېره میاشت په سویس کې ۱،۳۰۴ تنو د پناه غوښتنه کړې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې نږدې ۱۰ کم دي، خو اکثره پناه غوښتونکي افغانان او ورپسې تُرکان دي.
د دې ادارې په وینا په فبرورۍ کې ۲۴۷ افغانانو پناه غوښتې ده.