روسیه:د ملکیانو د وتلو لپاره د اوکراین ګڼو ښارونو کې بشري دهلېزونه پرانیزو
روسیې نن سې شنبه وویل چې د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون یې له ګڼو ښارونو د ملکیانو د وتلو لپاره بشري دهلېزونه پرانیستي دي.
اوکراین په دې اړه شک څرګند کړی، ځکه مسکو تر دې مخکې دا ډول ژمنه کړې وه چې خلکو ته اجازه وه یوازې روسیې او د هغې نږدې متحد هېواد بېلاروس ته ووځي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه دهلېزونه نن سهار د مسکو پر وخت لس بجې پرانیستل شوي دي.
په اوکراین کې دغه بشري دهلېزونه په چرني هیف، سُمي، خارکیف او ماریوپول ښارونو کې پرانیستل شوي دي.
د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، د روسیې دفاع وزارت ویلي د بشري دهلېزونو لپاره دوی «د چوپتیا د حالت» اعلان کړی دی.
د اوکراین د صدراعظم مرستیالې اېرینا ویریشچوک نن تایید کړه چې له روسیې سره د بشري دهلېزونو د پرانیستلو په اړه موافقه شوې ده چې له مخې به یې ملکیان وکړای شي په شمال ختیځ کې له کلابند شوي ښار سُمي څخه وتل پیل کړي.
تر اوسه د دغو بشري دهلېزونو د لارو او اخري منزل په باب نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.
دا تازه اعلان داسې مهال کېږي چې دواړو لوریو پرون د خبرو درېیم پړاو بشپړ کړ او د اوکراین یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي چې د خوندي دهلېزونو د ایجاد لپاره په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ټینګار وکړ، د خلکو خوندي وتلو ته دې داسې لارې برابرې شي چې خپله خلک یې انتخابوي.
د بشري دهلېزونو پرانیستل د مسکو او کیف ترمنځ د تماس عمده ټکی ګڼل کېږي، خو د مخکنیو هڅو ناکامي د دې سبب شوې چې په ګڼو ښارونو کې په زرګونو کسان بند باتې شي چې د روسیې له بمباریو سره مخامخ شوي دي.
وروسته له هغې چې روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د اوکراین تر دوو ملیونو ډېر وګړي کډې کولو ته مجبوره شوي، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او پوخعمره کسان دي.
تر یو ملیون او دوو لکو پورې اوکراینیان یوازې ګاونډي هېواد پولنډ ته اوښتي دي.