په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند له خوا د عمران خان د استعفی یا استضاع غوښتنه
سیاسي مخالفانو تور پورې کړ چې عمران خان نه دی توانېدلی، د پاکستان اقتصاد ښه مدیریت کړي او حکومتولي یې کمزورې ده.
د رویټرز اژانس په حواله، د پاکستان پیپلز ګوند په دغو لاریونونو کې چې اسلام اباد ته نږدې شول، مهم نقش درلود.
د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو له عمران خان وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه دې استعفی وکړي، یا دې په تازه انتخاباتو کې له دغه ګوند سره مخامخ شي.
د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د ۲۰۱۸کال په ټاکنو کې بریالی شو، خو انتقاد کوونکي یې وایی چې د هغه په بریا کې پوځ مهم نقش درلود، هغه تور چې عمران خان یې نه مني.
