Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2022

حکومت مخالفه ګوندونو د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړ

0
د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو استازو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.

پر وزيراعظم د بې باورۍ تحريک په لړ کې د قامي اسمبلۍ د غونډې وربللو غوښتنليک د پاکستان مسلم ليګ نواز او پاکستان پيپلز ګوند مخکښانو نن (مارچ اتمه) د اسمبلۍ په سېکرېټېريېټ کې جمع کړ او د اسمبلۍ عملې ورڅخه تر لاسه کړ.




تر دې وروسته، د پاکستان د ايين د ۵۴مې مادې له مخې، د قامي اسمبلۍ سپيکر بايد د دريو او ۱۴ ورځو په مينځ کې د اسمبلۍ غونډه ور وبلي.


د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.


بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېپپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.


د عدم اعتماد تحريک تر جمع کېدو لږ ساعت وروسته د حکومت مخالفه سياسي اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند صدر شهباز شريف او د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې يوې ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د عمران خان د حکومت "ناکامه تګلارو" دا هېواد له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.


دوی پر دې مهال خپله ادعا تکرار کړه او ويې ويل چې حکومت مخالفه ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې تر نيمايي زياتې رايې تر لاسه کولای شي.


دا له هغه وروسته ده چې په پاکستان کې د حکومت مخالفه سياسي اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان ويلي وو چې د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک راوړلو لپاره د پارلېمان اکثریت له حکومت مخالفه ګوندونو سره ملګری دی.


نوموړي دا څرګندونې پرون (مارچ اوومه) په اسلام اباد کې د مسلم لیګ نواز ګوند له مشر شهباز شریف او د پاکستان پیپلز ګوند له شریک مشر اصف علي زرداري سره تر لیدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.


بل پلو حکومت دریځ لري چې د پارلېمان تر نیمايي زیات غړي له هغوی سره ولاړ دي او پخپله وزیر اعظم عمران خان هم ویلي چې که د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړل شو نو مقابله به یې کوي.


د حکومت مخالفه ګوندونو د مشرانو تر نننۍ خبرې غونډې وروسته عمران خان په اسلام اباد کې د "ډيجيټل ميډيا" خبريالانو ته په وينا کې وويل چې حکومت به تر "پخوا لا زيات تکړه شي" او د هغه په وينا د ده ګوند به په ۲۰۲۳ز کال کې بيا عام انتخابات وګټي.


بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزير نن ټويټ کړی او ويلي يې دي چې "د دې هېواد رهبر يوازې عمران خان دی". د نوموړي په وينا "که حکومت مخالفه ګوندونه هر څومره زور ولګوي خو بيا به هم له ماتې سره مخامخ شي".




که څه هم حکومت مخالفه ګوندونه خپله دومره رايې نه لري چې دغه تحريک بريالی کړي خو دوی ادعا کوي چې د حکومتي ګوند يوشمېر غړي ورسره متفق شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د يو مخکښ علیم خان "ډلې" د دې ګوند د يو بل مخکښ جهانګیر ترین په "ډله" کې د ګډون اعلان کړی دی.


عليم خان پرون (مارچ اوومه) په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دوی په پاکستان تحریک انصاف ګوند کې د څوکيو ترلاسه کولو لپاره نه بلکې د "نوي پاکستان" جوړولو لپاره شامل شوي ول خو اوس هغوی "له حکومتي چارو مایوسه دي" نو ځکه بیا خپلې هلې ځلې پيلوي.


کله چې خبریالانو له علیم خانه پوښتنه وکړه چې په عدم اعتماد تحريک کې به دوی له عمران خان سره ملګري وي یا به له حکومت مخالفه ډلو سره ولاړ وي نو په ځواب کې هغه وویل چې په دې اړه به له ملګرو سره تر مشورې وروسته پرېکړه کوي.


د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو تر څنګ د حکومت مخالفه ګوندونو احتجاجونو هم زور نيولی.


پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته نن (مارچ اتمه) اسلام اباد ته ورسېد.


بلخوا د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.


په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا ايسټېبليشمنټ يې تر شا ولاړ ول. دوی له وخت مخکې د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي. خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي.


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net