د نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند ۲ کلیو ته د پاکو اوبو شبکې جوړېږي
د اوبو رسولو یاد پایپ سکیم د یونسېف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ موسسې په مالي ملاتړ د شپږ نیم میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي چې ترې نږدې زر کسان ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به کار زمېنه هم برابره شي.
د یادو شبکو تړون نورستان د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریاست او بګې او تروټ کلیوالي شوراګانو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول.
د نورګرام ولسوالۍ اړوند د بګي او تروټ کلیو ته په داسې حال کې د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړېږي چې د یاد ولایت په زیاتو کلیو کې د پاکو اوبو د نشتون له امله خلک ستونزې ګالي او د هواري غوښتنه يې کوي.
