Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 07.11.2019

په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له معترضانو سره یو ځای شول

Pa.azadiradio.com 

نن په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. دا څلورمه اوونۍ ده چې د لبنان د حکومت پر وړاندې بې ساري اعتراضونه پیل شوي دي. دوی د هغو سیاستوالو پر وړاندې غږ پورته کوي چې په فساد او بې کفایتۍ تورن دي. خپل راتلونکي ته اندېښمن دا اعتراض کوونکي وايي چې اقتصادي وضعیت خراب دی او کار نشته. یوه مظاهره‌چي محمد زاغلول وویل: "موږ د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو زده کوونکي او محصلین غواړو چې کامیاب شو او په خپل هېواد کې له هغو ډيپلومونو سره چې اوس په دېوالونو... Читать дальше...

له جرمني ۳۶ اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني ایستل شوي، نن د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي. «ډي پي ای» خبري اژانس د کابل هوایي ډګر چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له جرمني د دغو ایستل شویو افغانانو الوتکه نن سهار شااوخوا اته بجې په دې ډګر کې کېناسته. دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغانانو ۲۹ ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي. تر اوسه جرمني ټول ۷۵۶ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.



ایران د فردو په اټمي بټۍ کې د یورانیمو غني کول پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي، د فردو تر ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې یې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي. تهران په دې اقدام سره د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له تعهداتو یو بل ګام په شا شو. د ایران د اټمي انرژۍ ادارې نن وختي په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په فردو کې د یورانیمو د غني کولو او تولید پروسه پیل شوه. تر دغه اعلان مخکې د دې ادارې ویاند ویلي چې په څو ساعتونو کې به د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې په دې بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شي. د ایران... Читать дальше...

د ترکیې ولسمشر راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کوربه‌توب وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د دغو دواړو متحدینو ترمنځ په دې وروستیو کې د سوریې او له روسیې څخه د پرمختللو وسلو د پېرلو په اړه یو څه اختلاف رامنځته شوی دی. دواړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې ومنله چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) به سره ګوري. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه کتنه د ټرمپ په بلنه ترسره کېږي. اردوغان مخکې خبرداری ورکړی و چې دی به د سوریې د کړکېچ او د امریکا د استازو... Читать дальше...

د بدخشان مرستیال والي: د نسی ولسوالۍ ډېره برخه طالبانو نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان چارواکي وایي، طالبانو له تاجکستان سره د دې ولایت د یوې سرحدي ولسوالۍ ډېره برخه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د بدخشان مرستیال والي عبدالغفار ګردش د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، دولت یوازې د نسی پر مرکز کنټرول لري او د ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په لاس کې ده. د ښاغلي ګردش په خبره، د تاجکستان سرحدي ځواکونه په دوه-درې کیلومترۍ کې لیدلی شي چې طالبان په سیمه کې ګرځي راګرځي. ګردش دغه‌راز ویلي چې تر اوسه بهرني وسله‌وال نسی کې نه‌دي لیدل شوي او ټول داخلي... Читать дальше...

د فاریاب په دوو ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي، د فاریاب په قرمقل او قرغان ولسوالیو کې د ملي اردو سرتېرو له‌خوا عملیات پیل شوي دی. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون (اکټوبر ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د قیام په نوم د دغو عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې شي. د راپورونو پر اساس، په فاریاب کې د قرغان او قرمقل ولسوالیو یوازې مرکزي سیمې له حکومتي ځواکونو سره دي او پر پاتې برخو یې له دوو کلونو راهیسې طالبان واک لري.​



نن په ازبکستان کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو سازمان د غړو د ملي امنیت مشران نن (نومبر ۷مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.   د روسیې دولتي خبري اژانس تاس، د ازبکستان د ملي امنیت د ادارې په حواله ویلي، دا غونډه به د نړیوال ترورېزم پر ضد د پیاوړې مبارزې لپاره د همکاریو پر زیاتولو تمرکز وکړي. د ازبکستان د ملي امنیت ادارې په بیان کې ویل شوي چې دوی به د افغانستان پر حالاتو له دې اړخه چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر امنیت څه اغېز کولائ شي، بحث کوي. د ګډو... Читать дальше...

جرمني: ایران دې د اټمي تړون له چوکاټه بهر ګام نه‌پورته کوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، ایران باید ټول هغه اقدامات چې د روان میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې یې کړي، لغو کړي. هایکو ماس ایران هڅولی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې پر اساس اقدام وکړي. د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د نومبر په ۵مه وویل، د فوردو په نوم اټمي تأسیساتو ته به د یورانیمو د ګاز ورکولو پروسه پیل کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون د نومبر په ۶مه، په یوه خبري غونډه کې چې د استونیا د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و، وویل: "د ایران د ولسمشر له لوري اعلان شوې خبرې د منلو وړ نه‌دي. Читать дальше...

د ټرمپ د استیضاح هڅې؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي کانګرس ته توضیحات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس هغه ډموکراتان چې د ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د څېړنو د پیل لپاره د هڅو مشري کوي، وايي چې راتلونکې اوونۍ به په عمومي غونډو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو مهمو مأمورینو توضیحات واورېدل شي. د استازو مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شېف چې د تحقیقاتو مشري کوي، پرون (نومبر ۶مه) وویل چې په اوکراین کې لوړ رتبه ډیپلومات ویلیم ټېلر، د بهرنیو چارو وزارت مأمور جیورجي کنت او په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یووانویچ به د نومبر په ۱۳مه او ۱۵مه، خبرو ته حاضر شي. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net