د ترکیې ولسمشر راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر کوي
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د دغو دواړو متحدینو ترمنځ په دې وروستیو کې د سوریې او له روسیې څخه د پرمختللو وسلو د پېرلو په اړه یو څه اختلاف رامنځته شوی دی.
دواړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې ومنله چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) به سره ګوري.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه کتنه د ټرمپ په بلنه ترسره کېږي.
اردوغان مخکې خبرداری ورکړی و چې دی به د سوریې د کړکېچ او د امریکا د استازو جرګې د هغه وروستي اقدام له امله چې یوه پېړۍ مخکې د عثماني خلافت لهخوا د ارمنانو وژنهیې نسل وژنه بللې، د راپورته شویو اختلافاتو په خاطر د امریکا د کتنې پر لغوه کولو غور وکړي.
ټرمپ پر ټویټر له اردوغان سره ټیلیفوني مکالمه ډېره ښه بللې او ویلي یې دي چې له هغه کوربهتوب ته سترګې په لار دی.
ټرمپ دا هم ویلي چې له اردوغان سرهیې د سوریې او ترکیې د پولې، د ترورېزم په وړاندې د مبارزې، د کردانو په وړاندې د تربګنۍ د ختمېدو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د تېرې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د دواړو مشرانو تر خبرو وروسته ترکیې د اکټوبر په نهمه د سوریې په شمال ختیځ کې د سوریې د کرد ځواکونو په وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.
ټرمپ هم له سیمې د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه پیل کړه، خو د ترکیې د دغه اقدام په وړاندې یې مخالفت څرګند کړ. واشنګټن وویل چې د ترکیې د حملې ملاتړ نهکوي.
