له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۱ کسان مجازات کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۲۱ کسان چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو په غونډو کې له يوه نيم کال څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.
د یادونې وړه ده چې تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۹ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۸ پېښو په تړاو له یوه نيم کال څخه نيولې بيا تر اوولسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي وو.
په لوګر ولایت کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او زېرمې ویجاړې شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت له خوا خپره شوې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې د نشه يي موادو دوه کارخانې او درې زېرمې ویجاړې کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې کارخانو او زېرمو څخه څلور نیم زره کیلو ګرامه چرس او کېمیاوي مواد ترلاسه شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت د نیویارک ټایمز دا خبره ردوي چې ګواکې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره ...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چارواکیو هغه ادعاوې رد کړي چې ګني خلک اوس د حکومتي اجازت نامې بغیر شمالي وزیرستان ته سفر کولې شي او خپل کاروبارونه کولې شي.
دوی شکایت کوي چې د ارزګان او کندهار ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې یې پولیس او طالبان دواړه وهي او ډبوي او سپکې سپورې...
د ارزګان د ملي امنیت چارواکي وایې، تېره ورځ یې هغه ۹ کلن ماشوم د تښتوونکو له ګوتو ژغورلی چې درې...
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي.
له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو ادارې یوه کار کوونکي احمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، دا ځل مو د کابل د سرای شمالي په غونډۍ کې د معتادينو را ټولولو کمپاين وکړ چې په نتيجه کې يې (۱۵۰) بې سرپنا معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته د درملنې لپاره يووړل شول.
ښاغلی سلطاني دا مني چې د ځینو عواملو له امله ځیني معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.
ده وویل:
"د معتادینو بېرته... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا سمه ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریز کال کې یې د ټول هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د افغان مېرمنو د فعالیتو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د ټول هېواد په کچه افغان کروندګرو او مالدارو ښځو ته۲۲۰۰۰ باغچې، ۶۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه، ۱۰۰۰ د شیدو وزې او غواګانې او ۲۱۵۰۰ د چرګانو فارفونه جوړکړي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه په همدې څلورو برخو کې شااوخوا ۵۰ زره ښځې په کار بوختې دي. Читать дальше...
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سږ کال د دغه ولایت صادرات د تېرو نهو میاشتو په پرتله پنځلس سلنه زیات شوي دي.
د دغې خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند نن ازادي راډیو ته وویل، له هراته نورو ولایتونو او یو شمېر هېوادونو ته غالۍ، وچې او تازه مېوې، د مرمر ډبرې، زعفران او یو شمېر نور محصولات صادر شوي چې له درکه یې ۷۵ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوي دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ګڼ خلک په کرنې او سوداګرۍ بوخت دي او له همدې درکه خپل اقتصاد جوړوي.
د هلمند ولایت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رياست په دې ولايت کې د کوکنارو په کښت او توليد کې د کموالي ...
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، پاکستان ته د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې چین د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره موثر رول ولوبوي.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محب پرون او وړمه ورځ په بیجینګ کې و.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین په دې اړه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې لا زیات جزییات ورکړي او ویلي یې دي:
" د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ د چین د سیاسي چارو او ملي امنیت له سلاکار سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د افغانانو په... Читать дальше...
په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.
په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي مشعل ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په روانې پروسې، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ خبرې وشوې.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې (ای. اس. پي. ار) هم د دې لیدنې لنډ خبر خپور کړی.
په بیان کې راغلي چې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د دې لیدنې پر مهال جنرال باجوه سفیر مشعل ته وویل چې خدمتونه به یې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مسایلو په ښه کولو کې مرسته وکړي. Читать дальше...
د فراه ولایت چارواکي وايي چې په پشت رود ولسوالۍ کې پنځه سیمې د افغان پوځيانو د عملیاتو په خاطر له مخالفینو تصفیه شوې دي.
په عملیاتو کې افغان او بهرنیو هوايي پوځیانو هم مرسته کړې.
د پشت رود ولسوالۍ ولسوال غوث الدین پرون ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې ګڼې سیمې ونیول شوې او پکې نوې پوستې ځای پر ځای شوې.
پشت رود ولسوالي چې فراه ښار ته نېږدې پرته ده، د دغه ولایت له نا ارامو ولسوالیو شمېرل کېږي.
د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د یوې عربستانۍ پېغلې د پناه غوښتنه ومنله.
رهف محمد ال کنون ادعا کړې چې کورنۍ یې ورسره بد چلند کړی او دا اړه شوې چې له سعودي عربستانه وتښتي.
د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو وویل، کاناډا واضح کړې چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره درېدلي یوو.ده وویل:
"د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې له موږ وغوښتل چې رهف ال کنون د کډوالې په توګه ومنو، موږ د ملګرو ملتونو دا غوښتنه ومنله او هغې ته مو پناه منظوره کړه."
رهف د ټایلنډ د بنکاک ښار له هوايي ډګره په ټولنیزو شبکو... Читать дальше...
د مقدونیا پارلمان په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره مثبته رأیه ورکړه چې له مخې به یې د دغه هېواد نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت بدل شي.
د پارلمان په پرونۍ رأیګیرۍ کې له ۱۲۰ کسانو اتیاوو د دغه بدلون لپاره مثبته رأیه ورکړه.
ځیني مخالف استازي له جرګې ووتل، د مقدونیا په پارلمان کې دا رأیګیري د مقدونیا د صدراعظم او د مخالفینو د استازو تر درې ورځنیو خبرو وروسته وشوه.
د مقدونیا د نوم بدلون به مرسته وکړي چې له یونان سره د دغه هېواد د یوې لسیزې ستونزې هوارې شي او د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړیتوب اخیستلو کې به هم دغه هېواد ته زمینه برابره شي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل، متحده ایالتونه او پولنډ به راتلونکې میاشت د منځني ...
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net