مسؤلین: د هرات صادرات د تېرو ۹ میاشتو په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي
د دغې خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند نن ازادي راډیو ته وویل، له هراته نورو ولایتونو او یو شمېر هېوادونو ته غالۍ، وچې او تازه مېوې، د مرمر ډبرې، زعفران او یو شمېر نور محصولات صادر شوي چې له درکه یې ۷۵ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوي دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ګڼ خلک په کرنې او سوداګرۍ بوخت دي او له همدې درکه خپل اقتصاد جوړوي.
