په پاکستان کې افغان سفیر د دغه هېواد له لوی درستیز سره وکتل
په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي مشعل ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په روانې پروسې، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ خبرې وشوې.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې (ای. اس. پي. ار) هم د دې لیدنې لنډ خبر خپور کړی.
په بیان کې راغلي چې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د دې لیدنې پر مهال جنرال باجوه سفیر مشعل ته وویل چې خدمتونه به یې د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مسایلو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
په پاکستان کې افغان سفیر داسې وخت د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي چې د افغان سولې په باب د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر خاص استازی او د سولې شورا د دارالانشا رئیس عمر داوودزی هم په یوه څلور ورځني سفر په پاکستان کې دی.
