Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 24.11.2018

د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه بېړۍ ژغورل شوې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه اته کسیزه ډله چې په یوې وړې بېړۍ کې سپره وه، په اوبو کې له ډوبېدو وژغورل شوه. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان چې دوور ښار ته نېږدې ژغورل شوي دي، اوس تر څېړنو لاندې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ایراني کډوال له کومې لارې د بریتانیا اوبو ته ننوتي وو. دوه ورځې مخکې څلور نور ایراني ګډوال هم هغه مهال د بريتانیا د بحري ځواکونو له خوا وژغورل شول چې بېړۍ یې په ډوبېدو وه. بریتانیايي رسنیو خبر ورکړی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۹۳ تنه... Читать дальше...

د غزني د ګېلان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د غزي ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال محب احمد مشهور په شال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ ناوخته د ائتلافي هوايي ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د یادې ولسوالۍ د حضرت شاه بازار ته څېرمه دغه برید کړی او د ولسوال په ګډون یې دوه تنه وژلي دي. نوري زیاتوي: "له ولسوال سره د فذیر په نوم یو سیمه ییز قوماندان وژل شوی چې له خلکو به یې په بېلابېلو پلمو اخذې او پیسې ټولولې." اخوا د وسله... Читать дальше...

تعليمي وظيفې څنګه ترلاسه کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

د مشال راډېو په ځوانانو غږ خپرونه کې نن د جنوبي وزيرستان او مردان له داسې ځوانانو سره خبرې کوو چې په امريکا او يورپ کې په سکالرشېپونو زده کړې کوي.



د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې ده. په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحیی علوي پېښه تأيیدوي، خو په دې اړه له جزياتو ورکولو ډډه کوي. بل خوا يوې معتبرې دولتي سرچينې ویلي چې الوتکه د معروف ولسوالۍ په مرکز کې د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی. تر اوسه طالب وسله والو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه

Pa.azadiradio.com 

د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، دغه۴۰ مټریک ټنه یوریا کېمیاوي سره چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ بزګرانو ته ځانګړې شوې وه، د دې ولسوالۍ پر ۴۰۰ بزګرانو ووېشل شوه. نوموړي وویل، دغه کېمیاوي سره په دې ولسوالۍ کې د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو او اقتصادي ودې په هدف وېشل شوې د.

حاجي اغا: پاکستان پر مالوچو بار موټرو ته د ورتګ اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبيثينو عالي بورډ وايي، پاکستان نن شنبه په تورخم کې پر مالوچو بار موټرو ته د ورتګ اجازه ورکړه. د متشبیثينو د بورډ مشر حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دواړو لورو ترمنځ له ډېرو خبرو اترو وروسته هواره شوه. نوموړي وویل، دغه ۱۵۰ موټره له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې ولاړ وو چې له امله یې ۴۰ فابریکې او تر درې زرو پورې کسان بېکاره شوي وو.



صیاد: تر راتلونکې اوونۍ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان شي

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي. د انتخاباتو د کمېسيون مشر ګلاجان عبد البدیع صیاد تېر ماښام په یوې خبري غونډه کې د ولسي جرګې لپاره د پنځو ولایتونو د ټاکنو د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل: "د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالوېش پر جوړولو زمونږ کارکوونکي زیات مصروف وو، وروسته له هغې چې له اړوندو ارګاونو سره د بودجې، تخنیکي او عملیاتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړو، ان شا الله راتلونکې اوونۍ به هغه مهالوېش هم له خلکو سره شریک شي." د... Читать дальше...

د جنیوا په کنفرانس کې به د افغان سولې په روانو هڅو هم خبرې وشي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه د جنیوا په راروان کنفرانس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان د سولې په روانو هڅو هم خبرې او بحثونه وشي. په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازي ټوبي لینزر پرون په جنیوا کې وویل، د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي بې سابقې ده او د سولې لپاره زیات فرصتونه رامنځته شوي دي. ښاغلي لینزر وویل، د افغان ولسمشر او لوېدیځو ډیپلوماتانو له څرګندونو ښکاري چې د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي دي. د افغانستان... Читать дальше...

نا معلومو وسله والو په سوریه کې ۲ ژورنالستان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د سوريي په ادلب ولایت کې پرون دوه ژورنالستان چې د حکومت او هم د وسله والو یاغیانو له منتقدانو څخه وو، د نا معلومو وسله والو په برید کې ووژل شول. د سوريي د بشري حقونو د څار ډلې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي دي چې راید فارس او حمود الجنید د ادلب ولایت په کفر نبیل ښارګوټي کې په ډزو له ټپی کېدو وروسته ساه ورکړه. د بشري حقونو دا ډله وايي، پر دې دواړو ژورنالستانو نا معلومو وسله والو چې په یوه موټر کې سپاره وو، ډزې وکړې. د سوريي د ادلب ولایت له نیمايي زیاته برخه د تحریر الشام وسله والې ډلې تر واک لاندې... Читать дальше...

د پاکستان پولیسو د لشکر لبیک ډلې مشر او ځيني پلویان ونیول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو پرون د لشکر لبیک مذهبي ډلې مشر او د هغه یو شمېر پلویان ونیول. لشکر لبیک ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې پولیسو خادم حسین رضوي په لاهور ښار کې نیولی دی. د خادم حسین رضوي په مشرۍ لشکر لبیک ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور د یوې عیسوۍ مېرمنې د اعدام د حکم د لغوه او خوشې کولو په عکس العمل کې پراخې مظاهرې وکړې. رضوي او پلویانو يې وروسته له هغې خپل اعتراضونه پای ته ورسول چې د پاکستان حکومت ورته ډاډ ورکړ چې له سزا معاف شوې عیسوۍ مېرمن اسیه... Читать дальше...

وسله والو د لیبیا په جنوبي صحرايي سیمه کې ۶ کسان په ډزو ووژل

Pa.azadiradio.com 

وسله والو چې ګمان کېږي په داعش ډلې پورې تړلي دي، پرون د لیبیا په جنوبي صحرايي سیمه کې ۶ کسان په ډزو ووژل. لیبیايي چارواکو ویلي دي چې دا کسان هغه مهال ووژل شول کله چې وسله والو د پولیسو یو مرکز ونیو. د لیبیا پوځي سرچینو ویلي دي چې د ځايي خلکو د مقاومت له امله وسله وال له سیمې څخه بېرته په شا شوي دي. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د لیبیا په سیرت ښار کې له ماتې وروسته داعش وسله وال د دې هېواد جنوبي صحرايي سیمې ته وتښتېدل او له هغه وخته راپه دېخوا يې دغلته پر یو شمېر ښارګوټو څو ځله بریدونه کړي دي.

د نړۍ تر ټولو اوږده برېښنايي پروژه

Mashaalradio.com 

د چين په تبت کې د بجلۍ غځولو پروژه سر ته ورسېدله. دا د نړۍ يو له اوږدو برېښنايي پروژو ده. ويډيو: رويټرز خبري اژنس اېډېټ: ګل اياز

په هرات کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور پنځه کسان نیول شوي دي. د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت‌زاده ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې دوه کسان نیول شوي چې غوښتل یې دوه کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه درې کیلو ګرامه کرسټال په دوو سفري بکسونو کې د اسلام کلا له لارې بهر ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې د هرات پولیسو د پرچون خرڅوونکو پر خلاف په عملیاتو کې درې کسان له څه اندازه نشه يي موادو، الکولي مشروباتو ۶۶ بوتلونو او وسلو سره نیولي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Люберчане стали серебряными призерами всероссийского турнира «Быстрый прорыв»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Сотрудники СЛД «Курск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» продолжают проводить экологические акции





Путин в России и мире
Москва

Экспорт сельхозпродукции в Китай будет наращивать Россия


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск поддерживает Баку: планы по строительству агрогородка в Карабахе – ОБНОВЛЕНО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

ABC: Зеленский недоволен результатами визита Блинкена в Киев


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Филипп Киркоров

Филипп Киркоров в жюри и неожиданный приз от Сергея Жукова на грандиозном финале “Новой Фабрики звезд”



Москва

Жителям Подмосковья рассказали, как согласовать границы смежных участков

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net