د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې ده.
په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحیی علوي پېښه تأيیدوي، خو په دې اړه له جزياتو ورکولو ډډه کوي.
بل خوا يوې معتبرې دولتي سرچينې ویلي چې الوتکه د معروف ولسوالۍ په مرکز کې د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه طالب وسله والو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.