د غزني د ګېلان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی
د غزي ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال محب احمد مشهور په شال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ ناوخته د ائتلافي هوايي ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د یادې ولسوالۍ د حضرت شاه بازار ته څېرمه دغه برید کړی او د ولسوال په ګډون یې دوه تنه وژلي دي.
نوري زیاتوي:
"له ولسوال سره د فذیر په نوم یو سیمه ییز قوماندان وژل شوی چې له خلکو به یې په بېلابېلو پلمو اخذې او پیسې ټولولې."
اخوا د وسله وال طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل چې د دوی یو مسؤل کس په یاده سیمه کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره په هوايي برید کې وژل شوی دی.
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د غزني د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د چهارشنبې په ورځ دغه ولایت ته سفر کړی و او ژمنه یې کړې وه چې دوی به د عملیاتو پر وخت د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.