د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه
د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، دغه۴۰ مټریک ټنه یوریا کېمیاوي سره چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ بزګرانو ته ځانګړې شوې وه، د دې ولسوالۍ پر ۴۰۰ بزګرانو ووېشل شوه.
نوموړي وویل، دغه کېمیاوي سره په دې ولسوالۍ کې د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو او اقتصادي ودې په هدف وېشل شوې د.