په هرات کې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵ کسان نیول شوي
په هرات ولایت کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د نشهيي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرتزاده ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې دوه کسان نیول شوي چې غوښتل یې دوه کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه درې کیلو ګرامه کرسټال په دوو سفري بکسونو کې د اسلام کلا له لارې بهر ته قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې د هرات پولیسو د پرچون خرڅوونکو پر خلاف په عملیاتو کې درې کسان له څه اندازه نشه يي موادو، الکولي مشروباتو ۶۶ بوتلونو او وسلو سره نیولي دي.