ترکيي له روسيې د «اېس ۴۰۰» میزایلو ضد سیستم د پیرولو په اړه انقرې ته د امریکا خبرداری رد کړ.
ترکیه وايي، د دې سیستم د پیرولو معامله تر ډېره حده بشپړه شوې او له دې به په شا نشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جمعه په بروکسل کې د ناټو د خارجه چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې وویل، واشنګټن له روسيې د اېس ۴ سوه میزایلو ضد سیستم د اخستلو په اړه، د انقرې په پریکړه سخت اندېښمن دی.
پومپیو وویل، دا سیستم د ناټو تړون له دفاعي سیستم سره سمون لري.
په همدې حال کې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...
حکومت په وفاقي بجټ کې د قبایلي سیمو لپاره د ۲۴ اربه روپیو پرمختیايي بجټ وړاندی کړی دی. په دې کې د سړکونو او ډېمونو بېلا بېلې پروژې شاملې دي. د فاټا بجټ په اړه د قامي اسمبلۍ د غريو خبرې په دې ویډیو کې واورئ.
د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲ کهربه او ۴۶ اربه بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی. د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د جمعې په ماښام د مالي کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ لپاره وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړ.د دغه بجټ په اړه پارلېماني غري څه نظرونه لري په دې ویډیو کې وګورئ.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د نړیوالو چارو ځینې افغان کارپوهان وايي، د ناټو د بهرنیو چارو...
د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې هڅې تېزې کړي چې په دغه ولایت کې خپل...
د خیبر ایجنسۍ مشرانو نوي پولیټکل ایجنټ اسلام زیب ته د صحت، تعلیم او پاکو اوبو د نشتوالي په اړه خپل شکایتونه وړاندې کړي دي.
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی له تاجکستان، پاکستان او چین سره د افغانستان ګډ پوځي تمرینات له سیاسي او ...
افغان پولې ته څېرمه د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو ددې ایجنسۍ په لدها سیمه کې لږترلږه ۴ مزدوران په ډزو وژلي دي.
پاکستاني رسنۍ د جنوبي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي، دا پېښه د شنبې په ورځ سهار رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې بریدګر تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
که څه هم رسنۍ وايي، د بریدګرو په ډزو کې وژل شوي کسان کارکوونکي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کسان په سیمه کې پر څه بوخت وو او نه یې هم د هغوی د هویت په اړه څه ویلي دي.
د جنوبي... Читать дальше...
د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲ کهربه او ۴۶ اربه بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی
د بلوچستان صوبې د کوټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک نامعلومو وسله والو د شنبې په ورځ دوه تنه په ډزو وژلي دي.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزې لارې د تړل کېدو له امله، افغان سوداګرو ته له دې درکه نېږدې درې میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د لارې د تړل کېدو له امله سلګونه موټر بند پاتې دي او د دوی مالونه د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړي وویل، په دغو مالونو کې تر ډېره سبزيجان او مېوې دي.
ښاغلي عالمیار له افغان حکومته غواړي چې د دغې لارې د خلاصېدو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جبل السراج د سمنټو د فابریکې جوړولو د داوطلبۍ پروسیې د بیا پیلېدو لپاره، بشپړ چمتووالی لري.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په وروستۍ غونډه کې هم بحث شوی.
د یادې فابریکې د جوړولو د داوطلبۍ پروسه د افغانستان لوژستیک د لیګو خدمتونو کنسرسیوم ته ورکړل شوې وه چې د قرارداد تر بیا کتنې وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت په کې ځینې ستونزې په نښه کړې.
ولسمشر محمد اشرف... Читать дальше...
د هلمند سیمه يیز چارواکي وايي، نن شنبه دغلته یوې ځانمرګي موټري بمي چاودنې د یوې ښځې په شمول، ۶ کسان وژلي دي.
په وژل شویو کې څلور ملکیان او دوه د ملي اردو سرتېري شامل دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودېدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې هدف یې په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو یو مرکز و.
ښاغلي ځواک نن سهار ازادي راډیو ته وویل:
"مخکې له دې چې بریدګر هدف ته ورسېږي، ویشتل شوی چې په چاودنه کې یې دوه تنه د ملي اردو سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، څلور تنه ملکي وګړي... Читать дальше...
د دې اوونۍ په خپرونه کې د هغو ځوانانو په اړه خبرې کوو چې مختلف جرمونه يې ترسره کړي او زندان ته تللي...
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو د جمعې په ورځ د غزې د پولې په اوږدو کې درې تنه معترضان په ډزو وژلي دي.
د دې پېښې په اړه څو ساعته وروسته له هغې خبر ورکړل شو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې رئیس پر اسرائیلو د اعتراض کوونکو په وړاندې له حده د زیات ځواک کارولو په خاطر انتقاد وکړ.
له یوې میاشتې راهيسې چې د غزې اوسېدونکو د غزې د پولې په اوږدو کې مظاهرې پیل کړي، اسرائیلي ځواکونو ۴۱ فلسطینیان وژلي او تر پنځو زرو زیات نور یې ټپیان کړي دي.
اعتراض کوونکي غوښتنه کوي چې دوی ته دې... Читать дальше...
د غزې تراړې روغتیايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
دغه راز ۲۰۰ نور فلسطینیان چې یو خبریال هم په کې شامل دی، په سیمه کې د تازه تاوتریخوالي په نتیجه کې ژوبل شوي دي.
له یوې میاشتې راهيسې چې د غزې اوسېدونکو د غزې د پولې په اوږدو کې مظاهرې پیل کړي، اسرائیلي ځواکونو ۴۲ فلسطینیان وژلي او تر پنځو زرو زیات نور یې ټپیان کړي دي.
اعتراض کوونکي فلسطینیان غوښتنه کوي چې دوی ته دې هغو سیمو ته بېرته د ستنېدو اجازه ورکړل شي چې اسرائیلو لاندې کړې دي.... Читать дальше...
نشنل انټرسټ خپرونې په دې پوښتنې سره یوه مقاله لیکلې چې ایا امریکا د افغان سولې د موافقې لپاره چمتو ده؟...
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې قرارګاه ته څېرمه موټر بم حمله کې څلور ملکي وګړي او یو د اردو سرتېری وژل شوي دي.
د هلمند والي له فتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دغه موټر برید چې نن سهار شااخوا اته بجې د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ څلور لارې کې شوی ۷ملکي وګړي او ۳ افغان سرتېري ټپیان کړي دي.
اعلامیه وايي چې د پېښې ټپيان د هلمند ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
پخواني معلومات
د نادعلي ولسوالۍ لوی باغ سیمه کې نن سهار د ملي اردو د دوهم کنډک... Читать дальше...
د ناټو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شي.
هغوی پرون جمعه د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړه او ویې ویل چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو مسؤلیت اوس د طالبانو په لاس کې دی.
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پرون خبریالانو ته د اعلامیې مهمې برخې ولوستلې چې پر پاکستان، روسیه او ایران غږ په کې شوې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.
ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:
"د پاکستان... Читать дальше...
د۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین، په تخار کې د ملي ادرو د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې قول اردو ویاند، حنیف رضايي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې عملیات د تجار په ینګي قلعه ولسوالۍ کې شوي دي.
حنیف رضايي وايي:
"زموږ د اردو کومانډو ځواکونو هلته د جمعې په سهار عملیات پېل کړل او درې – څلور کلي یې له هغوی پاک کړل، څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې زخمیان دي."
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دې کړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس ویلي چې حکومت به یې په افغانستان کې له را روانو ټاکنو سره هر ډول مرسته وکړي.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر مرستیال، مایک پنس پرون جمعه د افغانستان د امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د هوايي قواوو د پياوړي کولو پر لارو ږغېدلي دي.
دواړو ټلفوني خبرې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلیو، غني او پنس د ترورېزم پرضد پر مبارزه، د جنوبي اسیا لپاره دا مریکا د حکومت پرکړنلاره او په افغانستان کې د را روانو ټاکنو لپاره پر شرایطو او امکاناتو هم خبرې کړې دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ ټينګار کړی چې ایران به اټمي وسلې ترلاسه نه کړي.
خو ټرمپ په دې اړه خبرې ونه کړې چې که په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ شوې موافقه لغو شي، له اټمي وسلو د تهران د منع کولو لپاره څه اقدام کولائ شي.
ټرمپ پرون جمعه د جرمني له صدراعظمې، انګېلامرکل سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"زه پردې چې د ایران پر ضد به له پوځي قوې کار واخلم یا نه، خبرې نه کوم، خو درته ویلائ شم چې هغوی به اټمي وسلې جوړې نه کړي، تاسو پردې یقین ولرئ."
دا په داسې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه دي د «S-400» مزائیلو سیسټم نه اخلي.
پامپیو پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اغلو سره وکتل او هغه ته یې وویل چې د مزائیلو «S-400» سیسټم چې د ترکیه یې له روسیې د اخیستلو هڅې کوي، په ناټو کې د ترکیې د نورو ملګرو هېوادونو له سیسټم سره اړخ نه شي لګولائ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون په بروکسل ته خبریالانو ته... Читать дальше...
د پاپ موسیقۍ ډېرې پېژندل شوې ډلې،ابا «ABA»تر تقریباً پينځه دېرش کلن ځنډ وروسته، اعلان وکړ چې نوې سندرې یې ثبت کړې دي.
د موسیقي د دې پېژندل شوې ډلې غړیو پرون جمعه پر انستګرام اعلان وکړ چې دوې نوې سندرې چې یوه یې "زه لا هم پر تا باور لرم" نومېږي، ثبت کړې او ډېر ژر به خپرې شي.
د «ABA» څلور کسیزې ډلې په ۱۹۷۴مېلادي کال کې د اروپا د غوره سندرو سیالي، اېرو وېژن ګټلې وه.
د هغوی څو سندرې، ډانسنګ کوین، واټرلو او فریناندو په نړۍ کې پېژندل شوي او ملیونونه کسټونه یې خرڅ شوي دي.
ABA سویډنۍ ډله وه او په ۱۹۸۲ مېلادي کال کې سره وشیندل شوه. Читать дальше...
د ارمنستان انقلابي فدراسیون چې د حاکم ګوند په مشرۍ، د ائتلاف یوه وړه برخه جوړوي، د اپوزېسیون پر پلویانو غږ وکړ چې متحد شي او د صدراعظم د چوکۍ لپاره یو واحد کاندید غوره کړي.
ټاکل شوې چې د را روانې سې شنبې په ورځ په ارمنستان کې د صدراعظم د ټاکلو لپاره رایې ګیري وشي.
د ارمنستان د انقلابي فدراسیون دوې ورځې مخکې د جمهوریت ګوند په مشرۍ له ائتلافه د وتلو اعلان وکړ.
د دې ګوند زیاتو غړیو په زغرده، د اپوزېسیون د مشر نیکول پاشینیان ملاتړ کړی و او د ارمنستان په کابینه کې د ګوند دریو وزیرانو د پاشینیان د ملاتړ لپاره له دندې استعفی وکړه. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" и "Краснодар" объявили стартовые составы на матч чемпионата России
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Казахстан узнал еще одну печальную новость после сюрприза Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Кировчанин с позывным Струна стоял рядом с Владимиром Путиным 9 Мая в Москве
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Слушания по изменениям в устав муниципалитета прошли в Балашихе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net