افغان ستوری راشد خان وایي، د کرکټ ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د افغان لوبدلې ګډون به تاریخي وي.
نوموړي وویل چې،افغانستان اوسمهال په کرکټ کې د نړۍ له هېڅ يوې لوبډلې ویره نلري.
محمد واصل وصال په دغه مرکه کې له راشد خان سره د اوسنۍ لوبډلې په جوړښت او د ده په لاسته راړونو غږېدلی دی.
ویدیو و ایدیت: تمیم اخگر
نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پکتيا ته تللی وو. هغه هلته د ځينو پرمختيايي پروژو د ترسره کولو اعلان وکړ. ځوانانو ورته له خوشالۍ اتڼنونه وکړل.
په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني وېره ښودلې چې هېواد ته د هغه پر ستنېدو د اصرار څخه هدف د هغه لادرکه کول يا قتلول دي. حسين حقاني دا خبره د مارچ پر ۳۱م نېټه له امريکا غږ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې ده.
د مشال راډیويي مجلې د خپریدو وخت دی. دا ځل پکې پښتانه ممثلین د تیټر په اړه خپل نظرونه درسره شریکوي. د پاکستاني فلمونو د یو لیکوال له هڅو مو خبروو. پر پښتو شاعرۍ د سوشل میډیا اغېز ته کتنه کوو او اورئ چې شاکر اورکزي د شاعرۍ ټولګه خپره کړه. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.
د نړۍ د رومن کاتولیکانو مشر د عیسویانو د مذهبي جشن ایستر په مناسبت په یوه پیغام کې په نړۍ کې د سولې هیله کړې.
ایستر د عیسویانو په باور د عیسي(ع) د بیاظهور نېټه او د دوی په عقایدو کې تر ټولو سپېڅلی مناسبت دی.
پاپ فرانسس د ښار او نړۍ تر سرلیک لاندې د ایستر په مناسبت په دودیز پیغام کې په سوریه کې د انسان وژنې د سمدستي ختم او د فسلطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ د پخلاینې لپاره غږ وکړ.
د نړۍ د عیسویانو مشر هیله وښوده چې په یمن او ټول منځني ختیځ کې به متقابل درناوی پر نفاق بریالی شي.
پاپ فرانسس د نړۍ په نورو برخو کې هم د سولې لپاره دعا وکړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، وړاندوینې دا ښيي چې تر راتلونکو ۱۰ کلونو به پر سرطان ناروغۍ د اخته ...
دا اونۍ په مشال مرکه کې رازق فهیم میلمه دی. نوموړی د ځوان کهول د فعالیتونو او پرمختیا په نوم د یوې ادارې مشر دی او له یوې مودې راهیسې د ځوانانو سره د هغوی د صلاحیتونو په پیاوړي کولو کار کوي. د خپرونې کوربه شاهین بونیری دی.
د جوزجان ولایت چارواکي وايي، د داعش ډلې د یوه زندان مشر خپله ډله پريښې او له وسله وال فعالیته یې لاس اخیستی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د نعمت الله په نوم د داعش ډلې غړی چې پخوا یې په درزاب ولسوالۍ کې له خپلو درېیو همکارانو سره یوځای له دولت سره یوځای شو.
ښاغلی خاشي وايي، له دې مخکې هم د داعش ډلې ۱۵ غړو په درزاب او قوش تېپې ولسوالیو کې خپله وسله پرځمکه ایښې وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د مخالفینو سره د سولې لپاره يې بې ساری تاریخي وړاندیز کړئ او د جګړې...
هغه روسي ډيپلوماتان چې په بريتانیا کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس د مسمومولو د قضیې په تړاو له متحدوایالاتو څخه ایستل شوي، نن یکشنبه په دوو الوتکو کې مسکو ته ورسېدل.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکوي چې په واشنګټن کې د روسیې د سفارت ۴۶ کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په لومړۍ الوتکه او په سیاتل کې د روسیې د جنرال قونسلګرۍ ۱۴ کارکوونکي په دوهمه الوتکه کې مسکو ته ورسېدل.
د امریکا متحدایالاتو ۶۰ روسي ډيپلوماتانو ته د وتلو امر کړی او په سیاتل کې د روسیې قونسلګري یې بنده کړې ده.
دا اقدام د... Читать дальше...
ملاله يوسفزۍ وايي چې د جينکو د تعليم په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ملالې يوسفزۍ څه باندې پينځه کاله مخکې هم دا خبره کوله چې بيا وسله والو طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته کله چې نوموړې له نورو ماشومانو جينکو سره يو ځای په ګاډي کې له سکول څخه د کور پر لور روانه وه.
د ملالې يوسفزۍ له جينکيو ملګرو او ځوانو مدني فعالانو ثنااعجاز او ګلالۍ اسماعيل سره مو ددې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې خبرې کړي چې د پښتنوجينکو په ژوند کې د ملالې مبارزې څه مثبت بدلون راوستی؟
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
که څه هم څه باندې یوه میاشت مخکې افغان حکومت د کابل کنفراس د دوهمې ناستې پرمهال طالبانو ته د ...
د تعليم مبارزه او نوبيل جايزې ګټونکې، ملاله يوسفزۍ پنځه نيم کاله وروسته له برتايڼه څخه پاکستان ته تللې. هغې هلته د ځينو ملګرو او ښځو حقونو فعالانو سره کتلې دي. په دوی کې ثنااعجاز او ګلالۍ اسماعيل هم وي چې اسرار عالم مومند ورسره د ځوانانو غږ خپرونې کې خبرې کړې دي.
دا هغه دوکانداران دي چې په۱۳۹۵کال کې یې په اباسین ځدراڼ سوداګریز مارکېټ کې، دکانونه وسوځېدل.
دغه اعتراض کوونکي د کابل ښاروال په بډو اخیستلو تورنوي او وایي چې دوی ته د خپلو دکانونو د بیاځلي جوړولو اجازه نه ورکوي او په خبره یې کاغذ پراني کوي.
نور حال په دغه راپور کې وګورئ.
وېډیو او اېډیټ سباوون کاکړ
د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ اداره وايي چې په سوات کې د شدت پسندۍ او سېلابونو له وجې چې د ټراوټ ماهيانو توليد اغېزمن شوی وو هغه بېرته په ښه کېدو دی او په راتلونکي کال کې به د ټراوټ توليد يا پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو دوه ورځني سفر پکتیا ولایت ته ولاړ.
د سولې نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ د خالي پر ماښام په اسلام اباد کې د سوات له مشرانو سره په ملاقات کې ويلي دي چې سواتيانو د امن لپاره ډيري قرباني ورکړي دي. ملالۍ يوسفزۍ د سوات سياسي، سماجي، د جرګې مشرانو، ليکوالانو او شاعرانو سره د لیدلو پر مهال وويل چې په سوات کې به تعليم لپاره هلې ځلې جاري ساتي. نور حال د نیاز احمد خان په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې د اعلان تر څنګ...
د افغانستان مشرانو جرګه سره له دې چې د هلمندیانو د سولې د اعتراض ملاتړ کوي هیله ښيي چې دغه شان حرکتونه باید...
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ او اسعداباد ترمنځ دلارې په اوږدو کې د امنیتي ستونزو د لېرې کولو په خاطر لاریون وکړ.
لاریون کوونکي وايي، څو کاله وشول چې د دوی سیمې ته په غځېدلې لار وسله وال طالبان په موټرو ډزې کوي او یاهم د سرک پر سر د خلکو نیونې او وژنې کوي.
لاریون کوونکو وویل چې په ناړۍ کې زرګونه دولتي سرتېري پراته دي چې دوی ته په یاده لاره کې د شته امنیتي ستونزو په وجه، خوراکي او نور توکي نه رسېږي او همدا راز که کوم دولتي مامور درخصتۍ په نیت کور ته ځي، نو په سرک کې د وسله... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو دوه ورځني سفر پکتیا ولایت ته ولاړ.
افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د پکتیا هر اړخیز پرمختګ به خپله پاملرنه ډېره کړي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې د یاد ولایت د ځايي مسوولینو او اوسیدونکو یوې غونډې ته خبرې کولې.
د اروپايي ټولنې فضايي اداره یا ایسا وايي، د چین یو غیرفعال فضايي لابراتوار ښايي بېرته د ځمکې اتوموسفیر ته ننوځي او نن یکشنبه یا سبا پر ځمکه راپرېوځي.
ایسا چې د «تیان ګانګ یو» په نوم د دې وسیلې لارې څاري، مخکې ځمکې ته د هغې د ستنېدو نېټه د مارچ ۳۱مه یا د اپریل لومړۍ ښودلې وه.
چینايي چارواکو ویلي، دا فضايي لابراتوار به چې وزن یې اته ټنه دی، ځمکې ته له رارسېدو سره سم کوم زیان وانه ړوي.
د چین د فضايي انجنیرۍ ادارې ویلي چې خلک دې نه وارخطا کېږي، ځکه چې دا وسیله به د ساینس فکشن فلمونو په څېر له... Читать дальше...
د سایبریا سیمې په کمروف ښار په یوه تجارتي مرکز کې د اورلګېدو په پیښه کې د لسګونه کسانو له مړینې وروسته، د دې سیمې والي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د روسیې د دې سیمه ییزې ادارې چارواکو ویلي چې امان تولیوف نن یکشنبه خپله استفعا ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې کړه.
تولیوف د دې پېښې په وړاندې په سړه سینه د چلند له کبله د خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی و.
د کمروف په یوه تجارتي مرکز کې تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ اور ولګېد چې په نتیجه کې یې د ۴۱ ماشومانو په ګډون، ټول ۶۴ کسان مړه شول.
چارواکي... Читать дальше...
د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه ریال مادرېد لاس پالماس ته ماتې ورکړه او د بارسلونا او سویا ترمنځ لوبه بیا دوه د دوه په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې د ریال مادرېد او لاس پالماس ترمنځ لوبه کې رونالډو له دې امله ګډون نه درلود چې د یونټوس په وړاندې سیالۍ لپاره په تمریناتو بوخت و، خو د نوموړي په نشتون کې ګریټ بیل او کریم بنزیما د خپلې لوبډلې لپاره ګولونه ووهل.
خو د بارسلونا او سویا ترمنځ لوبه کې بیا بارسلونا د لوبې تر ۸۸ دقیقې پورې له... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Тамбовские синхронистски заработали две медали на первенстве города Королёв
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
WTA отреагировала на суперкамбэк Елены Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Брянский путешественник Игорь Шпиленок подготовил отчет о далекой экспедиции
Путин в России и мире
Москва
Рязанские дизайнеры представили свой бренд одежды на модном показе Estet Fashion Week
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Леонардо Ди Каприо снимется в фильме Скорсезе о жизни певца Фрэнка Синатры
Москва
Девятиклассникам Краснознаменска рассказали о поступлении в техникум
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net