منظور پښتین وايي د پښتنو د حقونو تر خوندیتوبه مبارزه کوي
د یکشنبې په ماښام د لاهور په موچي دروازه سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه چې پکې زرګونو خلکو ګډون وکړ، د منظور پښتین په دې وینا پای ته ورسېده چې خپلې مبارزې ته به همداسې دوام ورکوي او د می په ۱۲ مه نېټه به په کراچۍ ښار کې پښتانه ټولوي.