جسټس ثاقب نثار: د عدالتي مارشلا خبرې بې ځایه دي
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار یو وار بیا ویلي چې په هېواد کې د عدالتي مارشل لاء خبرې خلک له ځانه کوي او ناسمې دي.
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار یو وار بیا ویلي چې په هېواد کې د عدالتي مارشل لاء خبرې خلک له ځانه کوي او ناسمې دي.
د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د سولې او افغان ژغورنې په نوم روان پرلتونه ناپييلي ولسي حرکتونه دي چې په جنګ کې له ښکېلو اړخونو سره هېڅ تړاو نه لري او په ټولو يو شان د اوربند او سولې غږ کوي. د کابل پرلت يو غړی احمدالله وزیري وایي: "د افغانستان په جنګ کې درې لوري ښکېل دي، طالبان، افغان دولت او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه، موږ په درېواړو يوځايي غږ کوو چې حد اقل... Читать дальше...
د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستان کې د نرښځيانو يا خواجه سراوو ژوند ته کتنه شوې ده. دا چې په دغه هېواد کې سختدريځۍ د دې طبقې پر ژوند څه اغېز کړی دی او دا طبقه له څه ډول ستونزو سره مخامخ ده؟ ټولنه او سختدريځي روانه خپرونه پر همدې موضوع راڅرخي. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د هند حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو لپاره د اعدام سزا تصویب کړه. نوي ډیلي دا ګام وروسته له هغې پورته کړ چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ د یوې ډلې هندوانو جنسي تېري او د هغې وژل کېدو په ټول هند کې مظاهرې پورته کړې. له ۱۲ کلونو په کم عمره ماشومانو باندې جنسي تېري کوونکي ته د اعدام سزا د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې په غوڼده کې تصویب شوه. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په هند کې پر یوې نجلۍ د ډله يیز جنسي تېري تر پېښې وروسته چې په ټول هېواد کې يې اعتراضونه وپارول... Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمباریوکې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي نن شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو د مرکز ترینکوټ ښار اړوند کوګرک سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه په نښه کړي چې په مهال یې ۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. ښاغلی علوي زیاتوي چې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د وسله... Читать дальше...
د افغانستان په جنوب او جنوب لودیځو ولایتونو کي د تاریاکو د شیرې اخیستلو فصل نږدې سوي او د نېښ وهلو لپاره هره ورځ په سلګونه ځوانان له کاونډي پاکستان او نورو سیمو دغه ولایتونو ته راځي. ویډیو: محمدصادق رښتینی ایډیټ: تمیم اخګر
د ولسي جرګې ځیني غړي ادعا کوي، کوم سټیکرونه چې د انتخاباتو د کمېسیون له خوا د رأیې ورکوونکو ...
د افغانستان د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د ولسمشر د سولې د طرحې په ملاتړ په هېواد کې د ټولو مېشتو قونونو څخه يوه جرګه جوړه کړي او بیا واک ورکړي چې د وسله والو طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې خبرې وکړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون وايي، په تېرو کلونو کې میلیونونه ډالر مرستې حیف او میل ...
افغان حکومت غواړي چې د ځوانانو د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف د افغانستان ۷۰ سلنه ښوونځي ....
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو پاکستان، ایران او عراق ته ماتې ورکړې. د تکواند د ملي ټیم روزونکي بشیر ترکي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، افغان لوبغاړو دا بریاوې د تکواندو په ۲۹م پړاو نړیوالو سیالیو کې تر لاسه کړې دي. ښاغلی ترکی وايي، د ۱۲ هېوادونو تر منځ دا سیالۍ د ایران په ده فجر کې تر سره کېږي او تمه ده چې افغان لوبغاړي به مهم مډالونه تر لاسه کړي. په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ۱۶ افغان لوبغاړي تېره ورځ ایران ته ولاړل او نن يې د سیالیو لومړۍ ورځ وه.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغوی چې په بهر کې د افغانانو استازیتوب کوي باید د شفافې پروسې له لارې انتخاب شي...
د کونړ د چپې درې، ماڼوګې او وټه پور ولسوالیو اوسېدونکي وايي، نېږدې یوه میاشت کېږي چې په سیمه کې يې مخابراتي شبکې بندې دي چې له امله یې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، دغه شبکې د دولت وسله والو مخالفینو بندې کړي چې په خبره یې، د دوی ټول کارونه ورسره په ټپه ولاړ دي دغه ځایي اوسېدونکي زیاتوي چې د یوې ټيلیفوني اړیکې د نیولو لپاره له چپې درې او ماڼوګي څخه وټه پور او اسعداباد ته ځي او وایي چې د وخت ترڅنګ یې زیاتې پیسې مصرفېږي . دوی له وسله والو مخالفینو غواړي چې باید ولس ته ستونزې پیدا نه... Читать дальше...
د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر هغه پېښه اندېښنه ښودلې چې د ياد سازمان د ايډيټرې له کوره نامعلومه کسانو غلا کړې.
د مشال راډيو د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې راسره د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو څانګې مشره پلوښه عباس او د جميعت العلما اسلام (ف) ډلې د ځوانانو څانګې جميعت طلبا اسلام مشر خالد جان داوړ ميلمانه وو.
په ارمنستان کې د شنبې په ورځ له سړې هوا او ميده باران سره سره مظاهره چيان د نهمې پرله پسې ورځې...
د ارمنستان صدراعظم سرژ سرکیسیان پر خپل سیاسي مخالف چې په مرکز ایروان کې د اعتراضونو مشري کوي، غږ کړی چې له حکومت سره سمدستي خبرې پیل کړي. سرژکیسیان نن په یوې اعلامیه کې وویل دی د ارمنستان د سیاسي تحولاتو په اړه ژوره اندېښنه لري. په همدې کې پولیسو خبرداری ورکړی دی چې په پایتخت ایروان کې د صدراعظم ضد مظاهرې نور نشي زغملی. خو د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفې غوښتنه يې کړې ده. پاشینیان وویل بحث ته چمتو یوو، خو بحث به... Читать дальше...
په افغانستان کې د رأيې ورکوونکو د نوم لیکنې په درېیو مرکزونو تر حملو وروسته، د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک...
د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون وايي، هېواد به یې د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو ازموینې بندې کړي او...
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د فرانسې ...
د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکې مېنې او دوربابا ولسوالیو کې وژل شوي دي. دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي. سېلاب قل اردو وايي، د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې مهم پټن ځایونه هم په نښه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوي پر بیا بیا غوښتنو سربېره د پنجاب حکومت په لاهور کې د جلسې کولو اجازه لا هم نده ورکړې.
د کندز ولایتي شورا وايي چې د روان کال له پیل څخه تردې دمه وسله والو مخالفینو ترخپل واک لاندې سیمو کې د ۲۵۰ ښوونځيو...
د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له حکومت سره د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفې غوښتنه يې کړې ده. نوموړي وویل اوس د خبرو لپاره ډېر ناوخته شوی دی، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ بحث ته چمتو نه یوو. پاشینیان وویل بحث ته چمتو یوو خو بحث به مو د سرژکیسیان د استعفې د نېټې او په دې اړوند نورو مسلو په اړه وي. هغه وویل صدراعظم سرژکیسیان چې څومره ژر واک پرېږدي هغومره به د هغه د ارمنستان لپاره ګټور وي. په ارمنستان کې وروسته تر هغې پراخې مظاهرې پیل شوې چې د دې هېواد پارلمان سرژکیسیان د صدراعظم په توګه وټاکه. Читать дальше...
د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه تورن د کراچۍ د ملیر ضلعې پخوانی پولیس افسر راو انوار د شنبې په ورځ عدالت ته تر وړاندې کولو وروسته جېل ته لېږل شوی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.