د باجوړ شش بي بي وايي، له ۲۰۱۰ز کال راهیسې یې دوه وروڼه ورک دي. دې د یکشنبې پر ورځ په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې مشال راډیو ته وویل، تر اوسه نه پوهېږي چې د اسلام خان او مسلم په نوم دا وروڼه یې چېرې دي. د باجوړ شش بي بي د خپلو وروڼو بچي هم جلسې ته وروستي ول. مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې د کتابونو مېله لګېدلې چې د اپرېل تر نهمې به روانه وي. په دې څلور ورځنۍ مېله کې د نیشنل بوک فاونډېشن په نوم اداره په رعایتي بیو کتابونه خرڅوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اتوار پر ورځ د پېښور په جلسه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو. د جلسې د بېلا بېلو برخو دا ویډیو وګورئ چې ګل ایاز جوړه کړې.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ترکیې صدراعظم د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راتګ په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د ترکیې له صدراعظم سره په خبرې ناسته کې وویل چې د بن علي ییلدریم سره یې د دوستم په اړه خبرې کړي خو د د زیاتو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د عبدالله په خبره په افغانستان کې باید د ټولو اوسېدونکو لپاره د ګډ ژوند زمینه برابره شي او تمه ده چې د ترکیې صدراعظم له افغان ولسمشر سره هم په دې اړه وګوري.
خو د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا... Читать дальше...
دا اوونۍ مو په مشال کې د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ له مور تور پېکۍ سره خبرې کړې دي.
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، د ترکيې له صدراعظم سره يې نن له دغه هېواد څخه د غير قانوني افغان کډوالو پر ستنېدو خبرې وکړې.
عبدالله عبدالله نن په کابل کې له بن علي يیلدرم سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل:
"غير قانوني مهاجرت د هر هېواد لپاره يوه ستونزه ده، هيله من يو زموږ ځوانان او کورنۍ چې له محاسبې پرته له هېواد وځي، ستونزې يې هم په پام کې وساتي، که د امن د ټينګښت په لار کې ځينې اقدامات وشي خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د دوى لپاره تر ټولو غوره ځاى د دوى خپل هېواد دى."
د افغانستان اجرائيه... Читать дальше...
د اپوزېسيون فعالان او ژغورونکي وايي، د سوريې په دوما سيمه کې د کيمياوي وسلو په يوه مشکوکه حمله کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
دا د سوريې په ختيځه غوطه کې وروستۍ سيمه ده چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده.
په اپوزېسيون پورې يوې تړلې ډلې چې د سپنيو خوليو په نوم پېژندل کېږي او د فعالانو نورو ډلو ويلي، پرون ناوخته د هليکوپټرو له خوا دمشق ته څېرمه پر دوما هغه بېرلي بمونه چې دننه په کې زهرجن ګاز ځاى پر ځاى شوي وو، د خلکو د سالنډۍ او د ساه د بندېدو سبب شوي دي.
تر اوسه دغه راپورونه چې دمشق او د هغه متحد... Читать дальше...
د اوکراين په کريميا سيمه کې چې د روسيې په کنټرول کې ده، چارواکي وايي پنځه کسان هغه وخت ووژل شول چې يو ټرېن له ميني بس سره ټکر شو.
تر نننۍ پېښې وروسته لږ تر لږه درې کسان د ټپونو له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.
ويل شوي چې وژل شوي کسان د ميني بس مسافر وو.
روسيې د ٢٠١۴مېلادي کال په مارچ مياشت کې د اوکراين کريميا سيمه په غيرقانوني ډول لاندې کړله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د خیبر اېجنسۍ بسرو بي بي وینا وکړه.
دې وویل، له منظور پښتینه غوښتنه کوي چې د دې د ورک خاوند د موندلو لپاره دې هلې ځلې وکړي.
په پېښور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ جلسه چې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون وکړ، د یکشنبې په ماښام پای ته ورسېده.په جلسه کې د منظور پښتین په ګډون د یاد غورځنګ ګڼو مشرانو د ویناو
ترکیه له طالبانو غواړي چې له رامنځته شوي فرصت نه په استفادې د سولې له پروسې سره یو ځای شي...
د قبایلي سیمې باجوړ یو شمېر مشران د پاکستان د انتخاباتو د کمیسون لخوا په ترسره شویو نویو حلقه بندیو اعتراض لري. دوی وايي د باجوړ د دوو تحصیلونو حلقه بندۍ ناسمې شوې دي او حکومت دې پکې بدلون راولي.
دا ويډيو له پېښوره يوه مدني فعال استولې ده.
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې چنای سوپرکنکز لوبډلې، ممبي انډينز لوبډلې ته په يوې وکټې ماتې ورکړه.
ممبي انډينز لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۴ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د چنای سوپرکنګز لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۹ وکټو په زیان سره د لوبې په وروستي اوور کې پوره کړ او لوبه يې د یوې وکټې په توپیر سره وګټله.
ډیون براوو چې په ۳۰ توپونو يې د چنای لوبډلې لپاره ۶۸ چټکې منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټې نوی رئیس وايي، په کورنۍ او نړیواله کچه افغان لوبغاړو ته د سیالیو لپاره د زمینې برابرول يې په کاري لومړیتوبونو کې دي.
حفیظ ولي رحیمي د پنجشنبې په ورځ د المپيک ملي کمېټې د انتخاباتو له ګټلو وروسته نن رسماً د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د رئیس په توګه خپلې چارې پېل کړې.
نوموړي ژمنه وکړه چې په هېواد کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره به پوره هلې ځلې کوي او حق به حقدار ته رسوي.
ښاغلی رحیمي چې د افغانستان د بدنې رزونې رئیس هم دی وايي، د ورزش قانوني کېدل، نړیوالو سیالیو... Читать дальше...
د اتوار پر ورځ په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده چې ورته ګڼ خلک ورغلي. دوی د انساني حقونو د غوښتنو لپاره ویناګانې کوي. دا انځوریزه ګالري وګورئ. انځورونه په جلسه کې موجود مدني فعال خان ایاز استولي دي.
په کندهار ولایت کې، د پرلت خېمې ګډون کوونکي وایي، تر هغه به د پرلت خېمه ټوله نه کړي چې د جکړې دواړې غاړې یې د خبرو مېز ته نه وي کېنولي.
په همدې اړه بشپړه راپور په دغه ویډیو کې وګورئ.
وېډیو صادق رښتینی.
اېډیټ سباوون کاکړ
نثار احمد عبدالرحمیزي د تکواندو په نړیوالو ټاکنیزو سیالیو کې په دوو بریاوو او يوې ماتې سره د ځوانانو نړیوالو المپيکي سیالیو ته لار پيدا کړه.
ښاغلي عبدالرحمیزي په ۷۳ کېلو ګرامه وزن کې د خپلو سیالانو په وړاندې لوبه وکړه او وتوانېد چې د دغو سیالیو کوارټر فاینل پړاوو ته لار ومومي.
خو په دغه پړاوو کې یې لوبه خپل ایراني سیال محمد خاني ته ۶ د ۹ په وړاندې بایلول.
دغه سیالۍ د تونس په الحمامات ښار کې ترسره شوې چې په کې د ۱۱۱ هېوادونو نه ۴۳۸ لوبغاړو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې د ځوانانو د المپیک نړیوالې... Читать дальше...
په جرمني کې تحقيق کوونکي وايي، هڅه کوي دا معلومه کړي چې يوه ٤٨ کلن سړي ولې خپل موټر پرون شنبه په غربي ښار مونسټر کې د خلکو پر ډلې وربرابر کړ.
په هغه پېښه کې ٢ کسان وژل شوي او ۳۰ کسان ټپيان شوي او حمله کوونکي وروسته ځان په ډزو وژلى دى.
د شپږو ټپيانو وضعيت نازک بلل شوى دى.
يوه څارنوال مارتين بودت زينهارد نن یکشنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې تر اوسه داسې نه ښکاري چې دغه کس دې کومه جرمي سابقه لرلې وي.
بل خوا د پوليسو وياند اندرياس بوده وويل، احتمال لري چې په پېښه کې نور کسان هم دخيل وي.
دی وایي... Читать дальше...
په هنګري کې خلک په پارلماني انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل کړې ده.
دا ټاکنې به د دغه هېواد د اوسني ښي اړخي صدراعظم ویکټور اوربان قوت معلوم کړي.
ښاغلي اوربان نن یکشنبه سهار د خپلې رأيې تر کارونې وروسته خبريالانو ته وويل:
"موږ د اروپايي ټولنې غړي او ټولو نړيوالو سازمانونو ته وفادار يوو، موږ به د خپل هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړو، ځکه له خپل هېواد سره مينه لرو او د ښې راتلونکې لپاره يې مبارزه کوو."
د اوربان واکمن ملتپال ګوند هیله لري چې په انتخاباتو کې به نېږدې په سلو کې ۵۰ رأیې خپلې کړي.
د هغو... Читать дальше...
د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه کې د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په ځمکنيو او هوايي حملو کې څه باندې ٢٠ تنه «تروريستان» وژل شوي دي.
د دې قول اردو وياند محمد صادق عيسى نن یکشنبه رسنيو ته وويل، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا شوي دي.
دی زیاتوي:
"په دغو عملياتو کې ٢٢ تنه وسله وال ترورېستان وژل شوي، ۱۰ تنه يې ټپيان دي؛ يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف د دفاعي او امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د دښمن په زياته پيمانه درنې وسلې له... Читать дальше...
له کله نه چې په کوزې پښتونخوا کې د حق غوښتنې پرلت پيل شو، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم دا ناره په ...
د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ پراخه غونډه نن په پیښور کې جوړه شوه.
د افغانستان د جنګ د ګټلو په اړه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلینو تر څرګندونو وروسته، د ولسي جرګې د د فاعي چارو ...
افغان چارواکي وايي، د پاکستان لخوا پر ډیورند کرښې د موانعو جوړول له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته نه کوي...
Спорт в России и мире
Москва
В "Локомотиве" иронично отреагировали на ничью в матче ЦСКА со "Спартаком"
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Коммерсантъ
ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента
Москва
Премьера инклюзивного спектакля состоялась в Губернском театре
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net