د افغانستان د المپیک ملي کمېټې رئیس نن رسماً خپل کار پیل کړ
حفیظ ولي رحیمي د پنجشنبې په ورځ د المپيک ملي کمېټې د انتخاباتو له ګټلو وروسته نن رسماً د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د رئیس په توګه خپلې چارې پېل کړې.
نوموړي ژمنه وکړه چې په هېواد کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره به پوره هلې ځلې کوي او حق به حقدار ته رسوي.
ښاغلی رحیمي چې د افغانستان د بدنې رزونې رئیس هم دی وايي، د ورزش قانوني کېدل، نړیوالو سیالیو ته د کوربتوب زمینې برابرول، په ملي او نړیواله کچه سیالیو ته د امکاناتو برابرول هغه موارد دي چې باید ورته کار وشي.
