هند غوره لیګ: چنای سوپرکنکز ممبي انډينز ماتې ورکړه
ممبي انډينز لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۴ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د چنای سوپرکنګز لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۹ وکټو په زیان سره د لوبې په وروستي اوور کې پوره کړ او لوبه يې د یوې وکټې په توپیر سره وګټله.
ډیون براوو چې په ۳۰ توپونو يې د چنای لوبډلې لپاره ۶۸ چټکې منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
