امریکا ترکیه دې له روسیې د مزائلو «S-400» سیسټم نه اخلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه دي د «S-400» مزائیلو سیسټم نه اخلي.
پامپیو پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اغلو سره وکتل او هغه ته یې وویل چې د مزائیلو «S-400» سیسټم چې د ترکیه یې له روسیې د اخیستلو هڅې کوي، په ناټو کې د ترکیې د نورو ملګرو هېوادونو له سیسټم سره اړخ نه شي لګولائ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون په بروکسل ته خبریالانو ته وویل چې مایک پامپیو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته په دې اړه د امریکا د حکومت جدي اندېښنه څرګنده کړه.
دې امریکايي چارواکي ویلي چې پامپيو چاوش اغلو ته یادونه وکړه چې که چېرې د روسیې له حکومته د مزائيلو «S-400» سیسټم واخلي،انقره له بندیزونو سره مخامخ کېدلائ شي.
د ترکیې دفاع وزارت وايي چې له روسیې سره یې یو قرارداد کړی چې پر اساس به یې مسکو د «S-400»مزائیلو سیسټمونه انقرې ته ورکړي.
رپوټونه وايي چې دا قرارداد تقریباً، دوه نیم میلیارد ډالر ارزښت لري او په غربي هېوادونو کې یې اندېښنې پېدا کړې دي ځکه ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او د هوايي دفاع لپاره د مزائیلو دا سیسټم د ناټو غړیو هېوادونو له رادار سیسټمونو سره مطابقت نه لري.