پنس: امریکا د افغانستان له انتخاباتو سره هر ډول مرسته کوي
د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس ویلي چې حکومت به یې په افغانستان کې له را روانو ټاکنو سره هر ډول مرسته وکړي.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر مرستیال، مایک پنس پرون جمعه د افغانستان د امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د هوايي قواوو د پياوړي کولو پر لارو ږغېدلي دي.
دواړو ټلفوني خبرې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلیو، غني او پنس د ترورېزم پرضد پر مبارزه، د جنوبي اسیا لپاره دا مریکا د حکومت پرکړنلاره او په افغانستان کې د را روانو ټاکنو لپاره پر شرایطو او امکاناتو هم خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوارګانو انتخابات د روان کال د مېزان پر ۲۸ نېټه کېږي.