Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 21.01.2018

اروپا ته د ریکس ټېلرسن سفر له لندنه پیلیږي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن یکشنبې په ورځ اروپا ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې لندن ته ورسي. نوموړی به وروسته پارېس، وارسا او په نړيوالې اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د سوېتزرلينډ ډيووس ښار ته هم ولاړ شي.

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۸ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت چارواکي وايي، له درېیو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په څرخ ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي چې په نتيجه کې يې ۸ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.  د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په روانو عملیاتو کې د څرخ ولسوالۍ ځينې سيمې له وسله والو تصفيه شوي دي. د لوګر د والي ویاند زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۳ د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، ۲ راکټونه، ۱۲ کړۍ ماینونه، ۳ لوی بوشکه يي ماینونه، ۳ بورۍ چاودېدونکي مواد او نور پوځي تجهیزات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي. Читать дальше...

د بلخ په شولګرې کې ۱۷ پاڅونوال او یو محلي پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولايت چارواکي وايي، په شولګرې ولسوالۍ کې١٧ ولسي پاڅونوال او يو محلي پوليس وژل شوي دي. په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون وياند سيد سرور حسيني ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان تېره شپه په يوه کور کې راغونډ شوي وو چې اول مسموم شوي وو. نوموړي زیاته کړه: "دغه کور ته وسله وال طالبان ورغلي، دغه ١٨ کسان يې شهيدان کړي، د دوى وسلې يې هم له ځانونو سره وړي دي، په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي." پوليس وايي، په وژل شويو کې د شولګرې ولسوالۍ قومي مخور حاجي حميد الله او د ولسي پاڅونوالو ځايي مشر هم شامل دي. Читать дальше...



الکوزی: پاکستان ته تلونکې تازه مېوه له تورخمه بېرته ته راستنه شوه

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د پاکستاني چارواکو د بېلابېلو پلمو له امله د افغانستان ۸۰ کانټینره تازه مېوه له تورخمه بېرته جلال اباد ته راستنه شوه. د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تورخم کې د تازه مېوو کانټینرونه بند وو او پاکستان د تلو اجازه نه ورکول کېده. ښاغلی الکوزی وایي، اوس مهال پاکستان هغه هېواد ته د تازه او وچې مېوې د صادراتو په برخه کې یو پېچلی سیسټم جوړ کړی چې له مخې یې باید د مېوو د تېرو ۵ کلونو د تولید کیفیت او د روغتیايي خوندیتوب په اړه پوره معلومات موجود وي. Читать дальше...



امریکا کې سلګونو زرو ښځو او نارینه‌وو د ټرمپ پر ضد مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

سلګونو زرو ښځو او د هغو نارینه ملاتړ کوونکو پرون شنبه د امریکا په ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د ده د ولسمشرۍ له لومړۍ کالېزې سره په یو وخت مظاهرې وکړې. فعالانو وویل، ټاکل شوې ده چې دا مظاهرې نن هم دوام وکړي. د ښځو دا مظاهرې د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ ښارونو کې وشوې او برخه والو یې د ټرمپ پر پالیسیو انتقادونه وکړل، ویې ویل چې دغو سیاستونو ښځې کړولي دي. په واشنګټن کې د ډیموکراټ ګوند سیاستوالو هم په مظاهره کې ګډون وکړ. په ۲۰۱۷ میلادي کال هم ښځینه فعالانو مظاهرې کړې وې.

د پراګ ښار په مرکزي برخه کې اورلګېدنې ۲ تنه وژلي دي

Pa.azadiradio.com 

د پراګ ښار په مرکزي برخه کې پرون شنبه په یوه هوټل کې د اورلګېدو په نتیجه کې ۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شول. د چک جمهوریت د عاجلو روغتیايي خدماتو یوې ویاندې یانا پوستووا وویل چې د ایروسټار داوید هوټل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي. دې همدا راز وویل چې ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي. د وژل شویو کسانو د ملیت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د پېښې له سیمې د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر وايي چې له هوټله ټول کسان چې په حمله کې ګېر پاتې وو، وتلي او د پېښې په شاوخوا سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي رادیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ۳ پولیسو په ګډون ۶ تنه ژوبل شوي دي. ویډیو تمیم اخګر ایډیټ ابراهیم صافی

جوزجان کې د ۳مې ورځې لپاره هم د طالبانو او داعش جګړه روانه وه

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولايت کې پرون شنبه د درېيمې ورځې لپاره هم د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې د جنګياليو ترمنځ جګړه روانه وه. چارواکي وايي، پرون شنبه ماسپښين د داعش ډلې ١٠ تنه وسله‎وال، د طالبانو په حمله کې ووژل شول. د جوزجان والي وياند محمد رضا غفوري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "د داعش ١٢ کسيزه ډله د قوش تېپې ولسوالۍ له چقمه چقُر سيمې تېرېدله چې وسله‎والو طالبانو ورباندې حمله وکړه، په نتيجه کې يې ١٠ تنه وسله‎وال وژل شوي، يو تن يې نيول شوى او بل تن تښتېدلى دى. د وسله‎والو طالبانو له لوري هماغه ٢ کسان وژل شوي او ٥ تنه يې ټپيان دي. Читать дальше...

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر بلخ ته رسېدلى دى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې له ځينو وکيلانو سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پر برخليک د بحث لپاره بلخ ته رسېدلى دى. په مزار شريف کې د ازادي راډيو خبريال وايي، په دغه ډله کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا ځينې غړي هم شامل دي. د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دغه هيئت د بلخ له ولايته د عطا محمد نور پر لېرې کېدو يا هم پاتې کېدو بحث پيل کړى دى. هغه وويل چې دغه هيئت به د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ پر روانه لانجه خبرې وکړي. Читать дальше...

پنس: امریکا په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې بیا پیل ته ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د مصر له ولسمشر الفتاح السیسي سره له کتنې وروسته وویل، که اسرائیل او فلسطینیان موافقه وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د دوی د دوو دولتونو د حل‌لارې ملاتړ وکړي. پنس پرون شنبه خبریالانو ته وویل: "د امریکا متحد ایالتونه په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې بیا پیلېدو ته پوره ژمن دي." پنس به تر مصر وروسته، اردون او اسرائيل ته هم لاړ شي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن له خوا د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د اعلان پر سر عرب هېوادونه په غوسه دي. ... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




کُرد وسله وال وايي، د سوریې عفرین سیمه حملو ۱۰ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

کُرد وسله وال وايي، د سوریې د عفرین پر سیمه د ترکیې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي چې اکثره ملکیان دي. ترکیې پرون شنبه د هغې سیمې پر ضد عملیات پیل کړل چې د امریکا له ملاتړه برخمن کُرد جنګیالي یې په ولکه کې لري. ترکیې دا عملیات له دې سره-سره پیل کړي چې امریکا خبرداری ورکړ چې دا کار به سیمه لا ډېره بې ثباته کړي. د کُردانو د خلکو د ساتونکو قطعو یوه مشر بیروسک هاساکه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: "د یوه ماشوم په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه جنګیالي هم شامل... Читать дальше...

کشمیر کې ۴ ملکيان او يو سرتېرى ګډې پولې ته څېرمه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او هندوستان چارواکي وايي، لږ تر لږه څلور ملکيان او يو سرتېرى د کشمير په لانجمنه سيمه کې ګډې پولې ته څېرمه وژل شوي دي. د هند د پوځ يوه وياند وويل، پرون په پونچ سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ د خونړي تاوتريخوالي په څلورمه ورځ يو هندى عسکر وژل شوى دى. د هند پوليس بيا وايي، د هند په لوري کې دوه ملکيان هم وژل شوي چې يوه يې ښځه او بل يې ١٥ کلن هلک دي. د پوليسو په خبره د هند په خوا کې ٣ ملکيان او يو هندى سرحدي ساتونکى ټپيان شوي هم دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل چې... Читать дальше...

کابل کې د غيرمسؤله وسله‎والو د مخنيوي لپاره کمپاين پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ولايتي چارواکي وايي، په ښار کې يې د غيرمسؤله وسله‎والو د مخنيوي لپاره کمپاين پيلوي. د دغه کمپاين د عملي کېدو لپاره پرون شنبې په کابل کې له ولايتي چارواکو او اړوندو امنيتي ادارو تشکيل شوي کمېسيون خپله درېيمه غونډه وکړه. د کابل د والي وياند وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې به د کابل ترڅنګ د خپل‎سرو وسله‎والو د مخنيوي کمپاين په نورو ولايتونو کې هم عملي شي. د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت په کابل کې د تورو ښيښو لرونکو، بې نمبرپلېټه موټرو او ناراجسټره وسلو د مخنيوي کمپاين پيل کړ، خو د دغه کمپاين په وړاندې ځينې مقاومتونه هم شوي دي.

د شمالي کوریا ۲۲ ورزشکاران په المپیکي لوبو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د المپيک نړيوالې کمېټې پرون اعلان وکړ چې شمالي کوريا په ژمنيو المپيک لوبو کې د ګډون لپاره راتلونکې ميلادي مياشت ٢٢ ورزشکاران په درېيو سپورټونو او ٥ رشتو کې جنوبي کوريا ته لېږي. د المپيک نړيوالې کمېټې اعلان وکړ چې شمالي او جنوبي کورياګانو موافقه وکړه چې د دغو مسابقو د پرانېستې پرمهال به تر يوه بيرغ لاندې لاړ شي او پر کنګل به د ښځو يو واحد ټيم تنظيم کړي. د دې کمېټې رئيس توماس باخ دا موافقه د يوه اوږده سفر پر مهال د بدلون مرحله وبلله. د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون څو اوونۍ مخکې ويلي وو، د دغه... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net